چاغښت څه دی؟

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption په نړۍ کې ۴۱ میلیونه ماشومان چاغ دي

د روغتیا نړیوالې ټولنې له مخې له ۱۹۷۵ راهیسې په نړۍ کې چاغښت کابو درې برابره زیات شوی.

په ۲۰۱۶ کال کې نژدې د ۲ میلیارده خلکو وزن له نورمال ډېر و. په دوی کې یې ۶۵۰ میلیون خلک له ډېر چاغښته کړېدل.

دې شمېرو ته په کتنې څېړنو څرګنده کړې، په هغو هېوادونو کې چې چاغښت زیات وي، د ډنګرو خلکو پرتله چاغ خلک ډېر مري.

د ۲۰۱۶ کال د شمېرو له مخې ۴۱ میلیونه ماشومان چې تر پنځه کلونو یې عمر ټیټ و چاغ ول.

خو له دې ټولو شمېرو سره څېړونکي او ډاکټران وایي چې د چاغښت مخنیوی کېدی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خواږه بدن ته تاوان لري او د شکرې ناروغۍ لامل ګرځي

د روغتیا نړیوالې ټولنې د تعریف له مخې چاغښت هغه غیر عادي حالت ته ویل کېږي چې ډېره اندازه شحم یا غوړ په بدن کې ټول شي او په روغتیا او ژوند منفي اغیزې ولري.

د چاغښت کچه د بدن BMI یا Body Mass index یا د وزن او ونې سره پرتله کولو څخه ترلاسه کېدای شي. یعنې د یوه کس وزن د هغه په ونه وېشل کېږي Kg/m2.

په لویانو کې:

که د بدن BMI ۲۵ یا تر دې زیات شي، نو یو کس چاغ دی.

که د بدن BMI ۳۰ او یا تر دې زیات شي، نو یو کس ډېر چاغ دی.

د بېلګې په توګه، یو کس ۷۰ کیلو ګرامه وزن لري، او ونه یې ۱.۷ متره ده. د ده وزن په ونه وېشل کېږي، پایله یې بیا په ونه وېشل کېږي، راوتلې شمېره ۲۴،۲۲ یېBMI کېږي.

د BMI له کچې د نړۍ د وګړو د چاغښت کچه په اسانۍ معلومېدی شي. په نارینه و او ښځینه و کې دا په یوه ډول اندازه کېږي، که څه هم دا د بېلابېلو خلکو د بدن په جوړښت پورې اړه لري، خو له دې لارې په اسانۍ د بدن چاغښت معلومېدی شي.

څه شی مو چاغوي؟

کله چې په بدن کې د انرژۍ اخیستلو او لګولو انډول له منځه لاړ شي خلک چاغېږي. که یو څوک فزیکي خوځښت او کار ونه لري او انرژي مصرف نه کړي، خو د کالوریو اخیستل یې زیات وي، نو چاغېږي.

په هغو ټولنو کې چې د ورزش لپاره ځای وي، خلک د ګرځېدو لپاره پارک او تفریح ځای ولري دا ټول مثبت اغیز لري او خلک خپل وزن کابو ساتي.

په ځینو اروپایي هېوادونو کې پرمختګ او اسانتیاوې شته، خو بیا هم خلک له چاغښت کړېږي. د ډېرو پوهانو په اند دا تر ډېره په کلتور او عامه پوهاوي پورې اړه لري.

په ډېری افریقايي هېوادونو لکه نایجیریا، کامرون او نورو کې چاغښت د خلکو بډایوالی او شتمني ښيي، ډېر چاغ سړی یا ښځه دا معنا لري چې دوی شتمن دي، ښه خوري او څښي.

خو دا خبره د اروپا شمال په سکندنویايي هېوادونو لکه ناروې، ډنمارک او نورو کې بیا برعکس ده، هغوی چې ډېره شتمني لري ډنګر وي، ځکه تازه سبزۍ او میوې ډېرې خوري او خپلې روغتیا ته پام کوي.

د انځور حقوق PA
Image caption ښځې تر نارینه وو ډېرې چاغې دي

له چاغښت سره کومې ناروغۍ تړلې دي؟

د چاغښت تر ټولو عامې ناروغۍ د زړه ناروغي او حتی د زړه حملې دي، چې په ۲۰۱۲ کې یې په نړۍ کې تر ټولو زیاته مړینه رامنځ ته کړې.

همدارنګه د شکرې ناروغي، د مفاصلو، هډوکو او ځینې سرطان ناروغۍ، لکه د معدې، سینې، تخمدان، پروستیت، ینې او پښتورګي سرطان، او د دې تر څنګ نورې ناروغۍ هم له چاغښت سره تړلې دي.

د چاغښت مخنیوی څنګه کیدی شي؟

باید خپلو خوړو ته پام وکړو. د ورځې له ۲۰۰۰ کالوریو ډېر خواړه ونه خورو. تر ډېره سبزۍ او مېوې وکاروو. په اونۍ کې له یوې ورځې زیاته سره غوښه ونه خورو.

هڅه وکړو بوره کمه کړو. ځکه بوره نه یوازې د وزن په زیاتېدو بلکې د شکرې ناروغۍ خطر هم پېښوي. په ځینو هېوادونو لکه ناروې، مکسیکو او نورو کې په بوره مالیه لګېدلې، چې خلک یې کارول کم کړی، دا کار پخپله ګټه رسوي.

کله چې خواړه پېرو، نو په ډبي یې لیکنو ته ځیر شو چې کوم ډول مواد لري، بوره یې څومره ده، څومره چې د خوړو په هکله پوهاوی ډېر وي هغومره به د وزن په کنټرول او چاغښت کمېدو اغیز زیات وي.

د دې تر څنګ لږ تر لږه نیم ساعت د ورځې پیاده مزل وکړو، چې لس دقیقې یې باید په چټک سرعت وي.

د دې ټولو تر څنګ مثبت فکر او د چاپېریال ساتنه، د ماشومان په روزنه، په کورنۍ کې ونډه او نورو چارو سره د فکر په مثبت ساتلو سره روغتیا هم مثبته ساتلی شو.

په همدې موضوع مو له تاسو څخه پوښتلي وو، چې د ځینو لوستونکو نظرونه دلته را اخلو:

احمد تراب لیکي، باید سبزۍ او مېوې وخورو، په غوړو کې خواړه ونه ایشوو، او ورزش وکړو.

غوث رحمان بیا د پورته یادوو شویو لاملونو تر څنګ وایي روحي فشار د چاغښت په ډېرېدو کې رول لري. شفیع الله فیضي بیا وایي کله چې ډېره انرژي واخلو او لږ یې مصرف کړو، دا پخپله د چاغښت لامل ګرځي.

شریف پختونستاني راته لیکلي چې افغانان لږ مرچک خوري او له خوړو وروسته سمدستي ویده کېږي چې دا پخپله وزن زیاتوي.

حاجي شهزاده سالارزی بیا د چاغښت د ډېرېدو لامل د ټلیویزیون کتل، پیاده نه ګرځېدل او د سړک د غاړې غوړ خواړه یاد کړي.