امریکا کې وینه رسوونکې بې پیلوټه الوتکه ازمویل کېږي
د زېپلاین الوتکه رووانډا کې وینه کوزوي.
زېپ لاین نوې بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې د ورځې ۵۰۰ ځلې بار لېږدولی شي.
زېپ لاین په روانډا کې په دغه الوتکه کې سوداګریزو تېکي لېږدوي او د دغه هېواد ځینې برخو ته وینه رسوي.
دا ډول الوتکه ۲۰ کیلوګرامه وزن لري او ۱،۷۵ کیلوګرامه وزن هم لېږدولی شي.
دا الوتکه خپل پېټی له مناسبې ځیرتیا سره د ددوو موټرو په اندازه ځای کې پر ځمکه کوزولی شي.
دغه شرکت اوس د امریکا فدرال هوايي چلن ته وړاندیز کړی چې بې چلوونکي پرته لېږدوونکو وسیلو د ازمایښت راتلونکي پروګرام کې دا الوتکې هم وازمويي.
دا د ځايي دولتي ادارې او سوداګرۍ برخې ترمنځ د همکارۍ پروګرام دی.
د هغو پروژو نوملړ د مۍ میاشتې تر اووم تاریخ بشپړېږي چې په دې پروګرام کې به وازمویل شي.
د الوتکې جوړښت
زېپ لاین وايي الوتکه کې یې نور بدلون هم راوستی دی.
د زيپلاین بنسټګر کینن ویروبک له سي نټ وېبپاڼې سره خبرو کې ویل، چې د دې بې پیلوټه الوتکو د وزرونو د یوبل سره ترمنځ واټن لس متره دی او له نورو دودیز هغو په ډېر اوڅار ډول الوت کولی شي.
دا الوتکې څو ماشینونه لري چې که یو له کاره لوېږي، د نورو په مټ الوتلی شي.
دا بې پیلوټه الوتکه په ګړۍ کې ۱۲۸ کیلومتره واټن وهي او ۱۶۰ کیلومتره تګ راتګ کولی شي.
دې الوتکه کې وینه داسې کوچنیو بکسو کې تړل کېږي، چې کاغذي پراشوټ لري.
دا شرکت وايي ټولې وسیلې او د کار ډول یې له سره نوی کړی او هغه هم د دې لپاره چې ډېرې ګټورې تمامې شي.
دغه شرکت پر ۲۰۱۷ کال وویل تر تنزانیا هم خپل کار پراخول غواړي.