فیسبوک اداره د خپلې وېبپاڼې "مشهور" مخونه څاري

د انځور حقوق Getty Images

فيسبوک له سرغړونو سره د مبارزې هڅو په لړ کې د يو شمېر نورو بدلونو اعلان کړى.

دا کمپنۍ به اوس پر خپله پاڼه د مشهورو پاڼو چلوونکي څاري او د سياسي اعلانونو د سرچينو پيژندنې ډېره هڅه به کوي.

کله چې ځينو روسي عناصرو پر امريکايي رايه اچوونکو د اغېز شيندنې لپاره فېسبوک کاروه، نو ويل کېږي چې له دوو مهمو تخنيکونو يې گټه پورته کړې وه.

* فیسبوک کې د سیاست تودېدونکی بازار

* فېسبوک کې نوې اسانتیا چې ټلوېزیون ننګوي

* "کارځي کې د فیسبوک له لارې د جنسي اړیکو غوښتنه رانه وشوه"

لومړى يې پر فېسبوک داسې اعلانونه خپاره کړي و چې ځينې ټاکلي سياسي نظرونه يې تبليغول او بيا يې په دغه شبکه کې ځانونه عادي امريکايان پېژندلي و او داسې مشهورې پاڼې يې چلولې چې منځپاڼگه يې ميليونونو اصلي رايه اچوونکو ته رسېده.

د فېسبوک د نويو تدبيرونو موخه راتلونکي کې د دغو دواړو کړنو مخنيوى دى.

د نويو تدبيرونو له مخې هر هغه کس چې غواړي پر فېسبوک يو سياسي اعلان خپور کړي بايد امريکا کې فزيکي پته ولري او د خپلو عوايدو او يا مالي سمبالښت سرچينه په ډاگه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فیسبوک بنسټګر راتلونکې اونۍ د امریکا کانګرېس سره مخ کېږي.

همدا راز هغه کسان چې مشهورې او اغېزناکي فېسبوکپاڼې چلوي بايد د پېژندگلوۍ ارزونې تر پړاوونو تېر شي که نه ورباندې بنديز لگېږي.

د دغو بدلونو د رامنځته کېدو مهال يو تصادف يا برابري نه ده، بلکې د فېسبوک مشر مارک زوکربرگ به راتلونکې اوونۍ په واشنگټن کې وي چې د کانگرس د غړو پوښتنې ځواب کړي.

د ښاغلي زوکربرگ او د کانگرس غړو پوښتنې او ځوابونو دغه غونډې ته د وروستۍ مقابلې يا مخامختيا نوم هم ورکړل شوى.