پر زخم د مالګې پر ځای شکره اچول کار ور کوي؟

د انځور حقوق Getty Images

ځیني خلک د خوشحالۍ پر مهال وايي خواږه راوړئ، خوله یې خوږه کړئ.

د دې جملې اپوټه ځینې بیا د ستونزو پر مهال وایي "پر زخم مې ماګله مه اچوه".

دغه دوه جملې تل د خوشالۍ او خواشینۍ پرمهال کارېږي.

که دغه دوه جملې داسې یو ځای کړو چې "پر زخم مې شکره واچوه" او له شکرې سره ټپ ډک کړو تاثیر به یې له ملهم څه لږ نه وي.

تاسې به د دې خبرې په اوریدو حیران شئ چې زخم څه ډول په بوره ډکولی شو؟

ساینسپوهانو داسې تجربې پیل کړې چې په مرسته یې دوی د انټي بیوټیک پر ځای د زخم په ډکولو کې له بورې ګټه اخلي او دغه کار یې تر اوسه بریالی روان دی.

د زمبامبوې وګړې موزز مرانډو په برتاینا کې نرسه ده او هغې په مینه او ولوله د انټي بیوټیک پرځای په بوره د زخم ډکولو هڅه پیل کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مرانډو ته د خپلې هڅې له امله جایزه ور کړل شوه.

د مرانډو د ژوند کیسه له غریبۍ او خواشینۍ ډکه ده، هغه وايی ماشتوب کې چې د لوبو پر مهال خوږ شوې وه، نو پلار یې پر زخم ماګله اچولې وه.

کله به چې له دوی سره پیسې وې نو د ماګلې پر ځای به یې له بورې ګټه اخیستله.

مرانډو وايي اوس یې هم په یاد دي چې د بورې په اچولو به یې ټپ ژر جوړېده.

له هغه وروسته موزز مرانډو په ۱۹۹۷ کال کې د برتانیا د ملي روغتیا ادارې سره نرسه شوه.

هغې د برتانیا په دغه اداره کې پر زخم د شکرې اچولو پریکړه وکړه.

د مرانډو تجربې بریالۍ شوې او اوس د انټی بیوټیک پر ځای د شکرې د کارولو وړاندیز په جدي توګه منل کیږي.

نوموړې د برتانیا په "وولور هیمپټن" پوهنتون کې پر دغه تجربه کار پیل کړی و، چې له امله یې هغې ته تېره میاشت جایزه هم ور کړل شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له دې نسخې هرڅوک کار اخیستلی شي.

د ټپ ډکولو دغه نسخه د نړۍ ټول هېوادونه لاس ته رواړی شي.

هغه غریب خلک چې د انټي بیوټیک د اخیستلو وس نه لري له دغې نسخې ګټه اخیستلی شي.

د انټي بیوټیک د ډیر کارولو ناوړه اغېز پر بدن کمیږي او د دغې نسخې له امله به یې کارول هم لږ شي.

مرانډو وايي پر ټپ د بورې اچول ډير اسان کار دی.

"زموږ کار دا دی چې پر زخم بوره واچوو او په پټۍ یې وتړو. "

د بورې دانې د زخم نم جذبوي.

موزز مرانډو په بورې سره د ټپ ډکولو تجربه په لابراتور کې کړې وه.

خو د درملو کمپنۍ بیا د دغه تحقیق منلو ته چمتو نه دي.

موزز مرانډو وايي بوټسوانا کي د یوي ښځه زخم له پنځو کلونو راهسي نه جوړیده.

ډاکټرانو ورته د پيښې د پرې کېدو ویلي و، هغې مېرمنې مرانډو ته یو لیک ولیږه.

مرانډو یې په ځواب کې وویل چې بوره دې پر زخم واچوه او بیا یې په یوه پټۍ وتړه.

هغې همدا ډول وکړه او له امله یې زخم جوړ او پښه یې له پرې کېدو وژغورل شوه.

مرانډو تر اوسه د ۴۱ کسانو پر ټپ د بورې اچولو تجربه ازمویلې ده.

د انځور حقوق Getty Images

په متحده ایالاتو کې د الي نوا په پوهنتون کې د څارویو ډاکټر میرن میکامایکل هم په شکره د زخم ډکولو کار کوي.

نوموړي له ۲۰۰۲ کال راهیسې دغه تجربه پیل کړه.

لومړی یې په یوه سپي دغه تجربه وازمویله.

نوموړي په ګبین یا شاتو هم د ټپونو درملنه کړې ده خو د ګبین بیه بیا ډیره ده.

برتانوۍ ساینسپوه شیلامیک نیل یو څه بېله څيړنه کړې.

هغه بوره چې په طبیعي ډول جوړه وي د بدن ژونکې ډیروي.

ځکه چې په بورې سره د بدن وده خورا چټکه کیږي.