په نړۍ کې د درې مخونو سړی

د انځور حقوق AFP

د نړۍ هغه لومړنی انسان چې دوه ځلې یې د مخ عملیاتولو سره بڼه بدله کړې.

درې میاشتې وروسته او وروستيو عملیاتو پسې یې پرون وویل، ښه دی.

تېر کال چې د ژورم همون مخ کې د پیوند سپړېدلو نښې ښکاره شوې، نو لومړنی پیوندي مخ یې لرې کړ.

دا ۴۳ کلن فرانسوی دوه میاشتې له مخ پرته د پاریس یوه روغتون کې بستر و، چې د دویم پیوند لپاره مناسب کس پیدا کړي.

هغه اوس وايي، اولنی مخ مې منلی و، دا ځل مې هم دا کار وکړ.

ښاغلی همون داسې نارغي لري چې په مخ کې یې ډېر تومورونه پیدا کوي.

پر ۲۰۱۰ یې د مخ اولنی پیوند بریالی و، خو کله چې پنځه کاله وروسته د معمولي زکام له امله انټي بیوټیک ور کړل شول، نو له هغو درملو سره جوړ نه راتلل چې د مخ خوندیتوب لپاره یې و.

د دې درملو له امله یې بدن پیوندي مخ پرېښود.

د مخ پرېښودلو یا شړېدلو نښې یې پر ۲۰۱۶ کال ورو ورو ښکاره شوې، تر دې چې تېر نومبر یې هغه پیوندي جوړښت لرې شو چې مرګ ته نږدې شوی و.

د انځور حقوق AFP
Image caption فرانسوۍ ایزابل دینوار په نړۍ کې لومړنی انسان و چې مخ یې پیوند کړ.

ښاغلی همون له مخ پرته د پاریس په ژرژ پومپیدوی روغتون کې بستر و.

دی چې نه غږېدلی شو، نه یې څه اورېدلی شول او لیدلی شول، تر جنورۍ یې صبر وکړ، چې یو مناسب مخ ډالۍ کوونکی پیدا شي او دی بیا خپل مخ پیوند کړي.

نوموړی چې د فرانسې رسنیو کې په درې مخه سړي مشهور دی، ځانګړې درملنه یې وشوه چې وینه یې له هغو مواده پاکه شي چې له پخواني پیوند پیدا شوي وو.

له هغه وروسته یې دویم پیوند وشو.

نوی مخ یې لا هم پاک او بې حرکته دی او جمجمه، پوټکی او د مخ نور غړي یې لا هم پوره نه دي په ځای شوي، خو نوموړی وايي، حال یې ورو ورو بهترېږي.

هغه له روغتون څخه فرانس خبري اژانس ته ویلي: ډېره بده به وه که بدن مې نوی مخ منلی نه وی.

"زما هوویت له پوښتنې سره مخ کېده، خو اوس خبره دا ده چې دا زه یم".

ښاغلی همون له فرانس تلوېزون سره خبرو کې وايي:

"زه ۴۳ کلن یم، مخ ډالۍ کوونکی ۲۲ کلن و، اوس داسې ښکاري لکه ۲۲ کلن یم".

د انځور حقوق AFP

د پوهاند لارن لانتیري په مشرۍ د ډاکټرانو ډلې د نوموړي د مخ په عملیاتولو څو ګړۍ وخت تېر کړ.

اته کاله مخکې هم پوهاند لانتیري د ښاغلي همون د مخ عملیات کړي وو.

پوهاند لانتیري- چې د مخ او لاس پیوندولو متخصص دی- د فرانسې لوپاریزین ورځپاڼې ته ویلي:

"نن موږ پوهېږو چې بیا پیوندول هم شوني دي".

اول ځل د مخ پیوندول پر ۲۰۰۵ کال فرانسه کې وشول.

فرانسوۍ مېرمن ایزابل دینوار دا کار وکړ، خو د سرطان له امله پر ۲۰۱۶ کال مړه شوه.

پاریس کې د بي بي سي خبریال هیو سکوفیلډ وايي، سختو درو درملو یې د بدن خوندیتوب سیستم کمروزی کړی و او هغه د ۲۰۱۶ کال په اپرېل کې په ۴۹ کلنۍ مړه شوه.

له هغه راهیسې تراوسه په نړۍ کې د مخ ۴۰ پیوندونه شوي دي.