روژه او د مسلمانانو لپاره یې ارزښت

Image caption رابعه لمباډه هر کال روژې ته سترګې په لار وي.

"دېرش ورځې دوامداره روژه نیسئ؟"

"کله مو هم نه ده خوړلې؟"

"حتی اوبه هم نه څښئ؟"

دا هغه درې پوښتنې دي چې زه او زما ملګرې په روژه کې ورسره مخ کېږو.

نو په ځواب کې باید ووایم، ما هېڅکله روژه نه ده خوړلې او حتی اوبه مې هم نه دي څښلې!

زه د لندن په ختیځه برخه کې لویه شوې یم، زما مور او پلار له برما او یمن څخه دلته کډوال شوي.

د بلې هرې مسلمانې کورنۍ په څېر موږ هم له روژې مخکې ورته خوشاله وو، سودا اخلو.

زه به یې درته تشریح کړم چې ولې داسې ده.

د انځور حقوق Fatima Mapara
Image caption د عربي اماراتو د شیخ زاید جومات.

پاکوالی

موږ له اوبو او خوړو پرته اوږدو ورځو ته خوشاله یوو. د عبادت او پاکوالي اوږدو شپو ته سترګې په لار یوو.

کېدی شي دا خبره د منلو نه وي، خو موږ د راتلونکو دېرشو ورځو لپاره د خپل ژوند عادت بدلوو او د روژې میاشتې ته ښه راغلاست وایوو.

د سپید چاود او لمر لوېدو تر منځ خوراک او څښاک نه کول د روژې یو تر ټولو مهمه برخه ده، خو دا میاشت د پاکوالي په هکله هم ده.

دا د پاکوالي له یوې مودې سره پرتله کولی شئ، لکه د دوا خوړولو او ځان پاکولو کورس، دا همغه ډول د نفس تذکیه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په روژه کې ډېری خلک د قران پاک ختم کوي.

دا خدای ته د نږدېوالي وخت دی

قران کريم وایي روژه خدای پاک ته د نژدېوالي وخت دی.

او موږ دا د اوږدو لمنځونو، دعاوو او ریاضت له لارې کوو.

د لنډې مودې لپاره د ژوند له خوښیو او خوندونو ځان بې برخې کول موږ ته را ښيي چې هغه وستایوو.

دا موږ ته ښيي چې څنګه مهرباني زیاته کړو، په ځانګړي ډول هغوی ته چې په نړۍ کې خواړه او اوبه نه لري.

چمتووالی

د بل هر کار په څېر چمتوالي ته اړتیا ده او د روژې له پیل مخکې باید معنوي چمتووالی ونیول شي.

موږ عبادت زیاتوو او د قران په لوستلو او ریاضت وخت تېروو.

د شپې تر ناوخته ويښ پاتې کېدل او د شپې لمونځ کول هم د دې برخه دي.

ځینې خلک مخکې له مخکې روژه نیسي چې خپل بدن روژې ته چمتو کړي.

زما ځینې ملګرې د کافي څښل له روژې مخکې کموي، چې بیا په روژه کې اغېز پرې ونکړي.

دا ټول وړوکي بدلونونه دي او ټول د دې لپاره چې په روژه کې په ښه فزیکي او دماغي حالت کې واوسو.

او نور یې عملي چمتوالی دی.

موږ مخکې له مخکې ډېر خواړه چمتوو کوو او په فریزر (کنګل کوونکي) کې یې ږدو، په ځانګړي ډول پکوړې سمبوسې او نور.

دا مخکې له مخکې خواړه چمتو کول د دې لپاره وي چې د عبادت لپاره لا زیات وخت ومومو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption روژه د روحانیت او عبادت میاشت ده.

وختي پیل

په برتانیا کې به موږ پشلمي ته د سهار ۲:۳۰ پاڅېږو. موږ تل دا ګومان کوو چې دا اسانه کار دی، خو داسې نه ده.

کله چې میاشت په تېرېدو وي پاڅېدل یې هغومره سختېږي، او موږ تل ځان ته وایو چې پشلمي ته به د سباناري په سترګه وګورو، خو داسې نه ده.

موږ به کابو ۱۸ ساعته روژه وو، نو چې هر څه وي که هر لږ وخورو او یو څو ګیلاسه اوبه هم وڅښو پشلمی راته ګټه کوي.

زما کورنۍ د پشلمي له ۲ بجو کلتوري خواړه برابروي، له قورمو نیولې د کوچو تر ډوډۍ پورې.

که څه هم دا له روژې سره نه ښايي، په روژه کې د روغتیا په پام کې نیول مهمه برخه ده، ځکه خو رسنۍ هڅه کوي خلکو ته د روغتیا ته پام ساتلو په هکله مشورې ورکوي.

ټولنه په روژه کې لوی رول لري. که موږ داسې ځای ژوند کوو چې هلته څو کورونه وي، نو په پشلمي د چا څراغ نه وي بل نو هڅه کوو ټلیفون ورته وکړو او پشلمي ته یې راپاڅوو.

روژه نیول د وخت په تېرېدو سره اسانه کېږي. ستاسو بدن له بدلونونو او د خوراک له عادتونو سره بلدېږي، تاسو لږ خوب کولو سره هم ګوزاره کولی شئ.

دا تل ښه وي چې هغوی چې نامسلمان ملګري او دوستان مو لږ تر لږه یوه ورځ روژه درسره ونیسي. که څه هم ټول په دې اند وي "دوی یې نشي کولی" خو دوی یې کولی شي.

دغه ډول تجربې شریکول د عقیدې ځینې ناڅرګندې برخې روښانوي.

که څه هم په کار کې زما د خور د یوې همکارې حالت ډېر ښه نه و. یوه ورځ د روژه ماتي ډوډۍ د را خیستلو لپاره یخچال ته ورغله چې ویني ډوډۍ یې چا خوړلې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې خلک په روژه کې له خواله رسنیو ځان لرې ساتي

روحي پاکوالی

له ډوډۍ او اوبو پرته ۱۸ ساعته اوږده موده ده. له ما تل پوښتنه کېږي چې وخت څنګه تېروو. زما ساده ځواب دا ده چې په عبادت.

قران د لومړي ځل لپاره په دې میاشت کې نازل شوی، او موږ په روژه کې قران ته پناه ور وړو.

مسلمانان باید پنځه وخته لمونځ وکړي، قران تلاوت کړي او عبادت وکړي.

له روژې پرته په ژوند کې ډېر څه دي چې موږ د دغو کارونو څخه لرې او بوخت ساتي. خو دغه میاشت هر څه بدلېږي.

ځینې خلک حتی خپل خواله رسنیو اکونټونه بندوي، د تلویزیون کتل بندوي او له ټولنیزه راشه درشه کموي.

د دغو شیانو څخه د پام اړولو موخه دا ده چې روحي پاکوالی رامنځ ته شي.

په اسلام کې موږ په دې باور یو چې روژه یوازې د خدای لپاره ده.

روژه: شپږ شیان چې باید په پام کې یې ونیسو

روژه مو بدن کې کوم بدلونونه راولي؟

صدقه

د روژې نیولو تر څنګ روژه (رمضان) د بېرته ورکولو وخت هم دی، ځکه خو خیرات او د بېرته ورکولو کړه لوی رول لوبوي.

د اسلام له پنځو بنسټونو یوه یې د زکات ورکول دي. هر کال موږ ۲.۵ سلنه د عایداتو باید بېرته ورکړو.

د صدقې د کمیسیون د شمېرو له مخې په برتانیا کې مسلمانان هر کال د ۱۳۵ میلییون ډالرو شاوخوا پیسې د روژې په میاشت کې خیرات ورکوي.

ډېری خیریه موسسې د روژې میاشتې ته سترګې په لار وي چې په نړۍ کې د خپلو خیریه پروژو لپاره بسپنه راټوله کړي.

روژه داسې وخت هم دی چې موږ خپلو ملګرو او کورنۍ ته وخت ورکړو.

موږ په خپله ټولنه کې د خیر کار کولو لپاره هم وخت باسو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د استانبول د سلطان احمد جومات.

لمر لوېدل

له روژه ماتي یو ساعت مخکې بوخت وخت وي.

کله چې زه ماشومه وم نو په یاد مې دي چې په کور کې مو سمبوسې پخېدلې او زما وروڼو او خویندو به هڅه کوله تودې یې وخورو او ګاونډیو ته له روژه ماتي مخکې وروړو.

نن هم همدا زما د خوښې وخت دی.

اوس دا زما دنده ده چې د خوړو قاب چمتو کړم، کاغذ ترې تاو کړم او ماشومانو ته یې ورکړم چې له روژه ماتي مخکې یې ګاونډي ته وروړي.

که څه هم روژه هغه میاشت ده چې کورنۍ له یو بل سره باید زیات وخت تېر کړي، خو تل داسې نه وي. زما یوه ملګرې راته وایي چې پلار یې تل جومات ته د روژه ماتي لپاره ځي او دا یوازې په کور کې روژه ماتی کوي.

د خپلوانو او ملګرو لخوا بلنه بیا هر څه بدلوي.

Iftar د انځور حقوق Getty Images
Image caption روژه ماتي ته موږ هر ډول خواړه چمتو کوو، په ځانګړي ډول شربت او د څښاک شیان.

لومړۍ ګوله

موږ ټول د روژه ماتي وخت ته سترګې په لار وو.

په تېرو څو کلونو کې روژه د ګرمۍ موسم کې ده. په برتانیا کې ورځې اوږدې او خوارا ګرمې وي چې روژه ماتي ته انتظار ته خلک بې تابه وي.

روژه ماتی بیا یو خوندور وخت دی، دا یو ځانګړې روحاني تجربه ده. زموږ په کور کې عادت دی چې روژه په خرما ماتوو، مېوه خورو او یخ جوسونه څښو.

کله چې لمر په لوېدو وي، زما ذهن کې تل هغوی ګرځي چې د روژه ماتي لپاره به ډوډۍ نه لري.

موږ دې میاشتې ته ځکه ډېر ارزښت ورکوو چې دا له خپل دین سره زموږ ژمنتیا بیا تازه کوي.

ورځې په عبادت او ریاضت تېرېږي چې په دې کې یوه ښکلې سادګي ده.

ورته مطالب