هوايي نندارتون چې پخوانۍ الوتکې پکې ځان ښيي

طیارہ
د عکس تشریح،

د فرانسې دا الوتکه لومړۍ نړیواله جګړه کې کارېدلې ده.

د فرانسې په لافیرټي ایلیز ښار کې هر کال په خپل ډول کې بې جوړې او په زړه پورې هوايي ننداره جوړېږي.

په دې ننداره کې نه یواځې پخوانۍ الوتکې بلکې نوې سوداګریزې الوتکې هم لیدل کېږي.

دا هوايي ننداره د روان کال د مۍ له ۱۸ تر ۲۰ روانه وه.

د عکس تشریح،

دویمه نړیواله او د کوریا جګړه کې کارېدلې د امریکا الوتکه او ور سره یو پوځي جیپ

د دې نندارتون ځانګړنه دا وه چې فرانسې دا نندارتون په کوم ځای کې جوړ کړی هلته یو تاریخي موزیم هم دی.

د عکس تشریح،

ډیکوټا الوتکې راتلو سره په ۱۹۳۰ او ۴۰ کلونو کې د هوايي ټرانسپورټ نړۍ کې انقلاب راغی.

په دې موزیم کې په لومړۍ نړیواله جګړه کې له کارېدلو الوتکو نیولې تر نننیو الوتکو ننداره شوې.

د عکس تشریح،

د فرانسې رفایل جنګي الوتکه هم نندارې ته وړاندې شوه.

د دې کلني نندارتون ځانګړنه دا وه چې د امریکا او اروپا پخوانۍ الوتکې هم پکې وې.

د عکس تشریح،

یو فرانسوی پیلوټ الوتکه ګوري.

د دې الوتکو ځانګړنه دا وه چې الوت وکړي او خپله وړتیا وښيي.

د عکس تشریح،

د الوت لپاره تیار پیلوټ له خپلې الوتکې په اسمان کې نورې الوتکې ګوري.

له دې پته لګېږي چې د دې زړو الوتکو څومره ښه ساتنه شوې ده.

د عکس تشریح،

دوه پخوانۍ الوتکې مایل الوت کوي

د دې هوايي نندارې یوه موخه له پیل تر اوسه د فرانسې د هوايي چلن د صنعت د سفر انځورګري ده.

دا هوايي نندارتون له ۴۸ کلونو راهیسې روان دی.

د نندارتون سیمه کروندې یا وښیانې ته ورته ده.

درې زره فوټه ځغل لار یې سیمټي نه بلکې د وښو ده او په خپل ډول کې ځانګړې ده.

د جرمني فوکر الوتکو په هکله ویل کېږي چې له ۱۹۲۰ تر ۱۹۳۰ کلونو یې هوايي چلن کې راج درلود.

ور سره د فرانسې مورا سیلینر الوتکې هم لیدل کېږي.

د لافیرټي هوايي نندارتون موخه د هوايي چلن د تاریخ ژوندي ساتل دي.