د میلیونر کېدو اسانه لار

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هرې نوې سوداګرې لپاره مارکېټنګ یا بازارموندنې ته ډېر پام وکړئ.

تاسو څنګه معلومولی شئ چې کوم کاروبار بریالی او کوم به ناکام شي، دا هغه پوښتنه ده چې د کاناډا رایان هومز وایي ځواب ورته موندل ډېر اسانه دي.

رایان هومز سوداګر دی او د خواله رسنیو د بېلابېلو اکاونټونو د مدیریت یو سایت (هوټ سوټ) یې جوړ کړی.

د نوموړي په اند د بریالیتوب لپاره تاسې ځانګړې ډیګرۍ ته اړتیا نه لرې، بلکې داسې یوې نسخې ته اړتیا لرئ چې د هغې له لارې وکولی شئ یوه پروژه پیل کړئ او بریالۍ یې کړئ.

رایان وایي تاسو درې ټکي باید په پام کې ولرئ:

لومړی: ځیرکتیا

تاسې د کاروبار او سوداګرۍ لپاره لسګونه نظریې موندلی شئ، خو په دغو نظریو یوازې د ګوتو په شمار خلک کار کولی شي.

هومز په خپل بلاګ کې لیکي "له دې مخکې چې په کوم کاروبار کې ځان بوخت کړم، لومړی یې مشر او ډله ګورم، چې ایا دوی خپل کار ته ژمن دي، جدي دي که نه."

د رایان په خبره له همدې خبرې څرګندېږي چې کوم کار بریالی کېدی شي او که نه، که څوک پوه شي چې ژمنتیا او زیارکښ کسان درسره په کار ګومارل شوي.

د لویو سوداګریو د ستونزو لپاره حل لاره وموندل شي، نه دا چې نورو خلکو ته د ستونزو د حل لپاره پیسې ورکړي، بل مهم ټکی دا دی چې یو سوداګر تر هغه ارام نه کېني چې ستونزو ته یې حل نه وي موندلی.

دوهم: ټیکنالوژي

رایان وایي د ټیکنالوژۍ په هکله تر ټولو دمخه فکر وکړئ، په ځانګړي ډول دا هغه مهال ډېره ضروري کېږي که ستاسو سوداګري په ټیکنالوژۍ پورې تړلې وي.

سوداګري د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هر تجارت لپاره د ټیکنالوژۍ په هکله تر ټولو دمخه فکر وکړئ.

د نوموړي سلا دا ده چې یو کس تل یوازې د ټیکنالوژۍ لپاره وګومارئ، چې په دغه برخه کې هره ستونزه ژر تر ژره حل کړي، دوهم کس بیا کولی شي د کاروبار نورې برخې سمبال کړي.

دریم: بازارموندنه

د رایان تر ټوله مهمه مشوره دا ده که تاسې پوهېږي چې ستاسو د کاروبار نظریه پېرونکي لري، نو په مارکېټنګ یا بازارموندنې ته ډېر پام وکړئ.

د رایان هومز په نظر تر څو چې خلک له یوې نظریه، یا یوه تولید څخه خبر نه وي هغوی یې نه پېري، ځکه خو د خلکو تر غوږو او سترګو د یوې نظریې رسول ستاسو د بریالیتوب ضمانت کوي.

دا پورته یاد شوي درې ټکي د بریالي کاروبار لپاره تر ټولو مهم دي.

ورته مطالب