ملاریا څنګه انسان وژونکې شوه؟

ر

د عکس سرچینه، Science Photo Library

یوه جنیټیک مطالعه دا راز ښيي چې ملاریا څنګه انسان وژونکې شوه.

د برتانیا د کمبریج په یوه څېړنیزه موسسه کې څېړونکو د ملاریا د کورنۍ شجرې یا نصب د موندلو لپاره د دې ناروغۍ اوه ډوله پرازیټ خپلو کې پرتله کړ.

دا څېړنه ښيي چې نږدې ۵۰ زره کاله مخکې دا پرازېټونه منشعب یا خواره شول او یوه څانګه یې د ملاریا په نوم په سخته وژونکې ناروغۍ بدله شوه.

د دې څېړنې موندنې په نېچر مایکرو بیالوجي مجله کې خپرې شوې دي.

څېړنه وايي، د دې جنیټیک بدلون په پایله کې د ډي اېن اې یوه وژونکې ټوټه وتوانېده چې د انسان سره ګلبول ککړ کړي.

پخوانيو څېړنو د ډي اېن اې دغه ټوټه د ملاریا ضد واکسین د تولید لپاره وړاندیز کړې وه.

نړیواله وژونکې

ر

د عکس سرچینه، Nil Rahola (IRD/CIRMF)

د عکس تشریح،

گابون کي د شمپانزو او ګوریالوو یو پنډغالی.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، هر کال له دوو سوو میلیونو ډېر خلک په ملاریا اخته کېږي.

دې ناروغۍ پر ۲۰۱۶ کال نږدې نیم میلیون کسان ووژل، چې ډېری یې له پنځو کلونو کم ماشومان وو.

د پلاسموډیم فالسیپارم په نوم ملاریا په ټوله نړۍ کې د مرګ اصلي لامل ده.

که څه هم ډېری خلک د انوفل ماشې د چیچلو له امله په دغه وژونکي پرازیټ اخته کېږي، خو ډېر نور اړوند ډولونه یې هم شته چې شمپانزې او ګوریلاوې( د شادیانو ډولونه) په نښه کوي.

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح،

جالۍ یا پشه خانه له ملاریا د ځان ژغورلو لپاره اغېزناکه ده.

د دوی د مطالعې لپاره څېړونکو له داسې ډلې سره همکاري وکړه چې د ګابون په یوه پنډغلي کې یې د ټپي او یتمیو شادیانو ساتنه کوله.

د دې پنډغالي کارمنانو د دې ژویو وینه وارځوله.

ډاکټر بریمان بي بي سي ته وویل: "داسې ښکاري چې روغ رمټ ژوي هم خپله وینه کې ډېره اندازه پرازیټ لري. دا ژوي له هغې پوهې یو مخ بې برخې دي چې د دوی په وینه کې شته".

ډاکټر بریمان او ملګرو یې د ملاریا ډولونو د جنټیک نقشې پرتللو سره د ملاریا پرازیټ د بشپړتابه بهیر کې د جنیټیک کوډونو د ځای په ځای کېدو راز وڅاره.

دوی په دې د پوهېدلو هڅه وکړه چې څنګه او څه وخت د جنیټیک دا بدلون د پلاسموډیم فالسیپارم مرګونې بڼه غوره کوي.

نږدې خپلوان

ر

د عکس سرچینه، SPL

د عکس تشریح،

انوفل ماشې چیچلو سره انسان ملاریا کېږي.

څېړونکو د ملاریا اووه مختلف ډولونه ارځولي، چې شپږ ډولونه یې شپانزې او ګوریلاوې او اووم هم انسان ناروغوي.

پوهانو موندلې چې کوم ډول په پلاسموډیم فالسیپارم بدل شوی، پنځوس زره کاله پخوا پیدا شوی، خو تر څلورو زرو کلونو مخکې د انسان د ځانګړي پرازیټ په شکل پېژندل شوی نه و.

ډاکټر بریمان وايي: "د اوسمهالي انسان وروستي ډېروالي دا لار برابره کړه چې دا پرازېټونه په نه ستېدونکي ډول انسان ته په ځانګړي پرازیټ بدل شي".

لېورپول پوهنتون کې د طب پوهنځي مشر پوهاند جانت همینګوې دا موندنې ډېرې مهمې بولي:

"له دې سره یې مرسته وکړه چې وپوهېږو، څنګه او کله یوه ناروغي له ټولو خنډونو په تېرېدو انسان ته په مرګونې ناروغۍ بدله شوه".

د هغه په خبره، دا پوهه چې څنګه دا هرڅه پېښ شول، پوهانو ته وړتیا ور کوي چې بېلګې یې وپېژني او ان راتلونکي کې یې د بیا پېښېدو مخه ونیسي.

پوهاند همینګوې زیاتوي: دا مهال ډېر خلک ملاریا د انسان د ناروغۍ په نوم پېژني:

"خو هېروي چې دا ناروغي له حیوان انسان ته رسېږي، ملاریا پنځوس زره کاله مخکې له حیواني ډولونو تېرېږي او تر نوي کوربه یا انسان رسېږي او د انسان په خورا سخته وژونکې نارغۍ بدلېږي".

د نوموړي په خبره، د ملاریا په هکله وروستۍ پرمختیا دا ښيي چې انسان ته د حیواني پرازېټونو او ویروسونو لېږدېدو مقابل کې څه ډول غبرګون وښیو او دا چانس ور نه کړو چې تل له انسان بل انسان ته ولېږدېږي.