اشرف غني: راشد خان چاته نه ور کوو

  • غزا نور
  • بي بي سي
ر

د عکس سرچینه، ndtv

د عکس تشریح،

راشد خان وايي، د تېرې ورځې له لوبې ډېر خوشال دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د افغانستان ویاړ بولي. د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې راشد خان په هڅو د هند غوره لیګ کې سنرایزر حیدر اباد سیاله لوبډله کلکته نایټ رېډزر ماته کړه او پایلوبې ته ووتله.

راشد خان نه یواځې ښه توپ واچاوه، بلکې ښه ډګرساتنه او ښه توپوهنه یې هم وکړه، ځکه د دې لوبې اتل هم شو.

د هند غوره لیګ سیالیو پایلوبې ته د سنرایزر حیدراباد او کلکته نایټ رېډرز ترمنځ لوبې لومړیو کې ډېر اټکل دا و چې ښايي سنرایزر ماته وخوري.

ځکه دې لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ وهنه کې څو تګړه لوبغاړي له لاسه ور کړل او تر اولسم اور او ۱۴۰ منډو جوړولو سره یې تر شپږو لوبغاړي وسوځېدل، او اټکل دا وه چې ممکن تر پنځوسو منډو هدف ور کړي او پوره کول به یې کلکته نایټ رېډرز ته اسان وي.

د راشد خان پرونۍ بریا

د عکس سرچینه، ndtv

مګر لوبې ته د راشد خان په وتلو سره د لوبې شنونکو د راشد خان او افغانستان نوم له خولې نه غورځاوه.

راشد خان په لسو بالونو سره ۳۴ منډې جوړې کړې. نوموړي د څو شپږیزو او څلوریزو جوړولو سره سیالې لوبډلې ته۱۷۵ هدف وټاکه.

که د راشد ۳۴ منډې نه وی ښايي کلکته نایټ رېډرز بریالی شوې وی، ځکه د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۱۳ منډو په توپیر ۱۶۱ منډې جوړې کړې.

  • راشد څلورو اورونو کې یې ۱۹ منډې ور کړې
  • درې لوبغاړي یې وسوځول
  • دوه یې کېچ او یو یې رن اوټ کړ

نوموړي دوه کېچونه هم په داسې وخت ونیول چې د لوبې وروستي اورونه و او وېره بیا پیدا شوې وه چې سنرایزر به ماته خوري.

همدا وجه وه چې راشد خان د پرونۍ لوبې اتل شو.

د ښه لوبغاړي ځانګړنې

د عکس سرچینه، FB

راشد خان له پرونۍ سیالۍ وروسته د جایزې ترلاسولو مراسمو کې وپوښتل شو چې تراوسه یواځې په توپ اچوونکې پېژندل کېږي، نورو برخو کې د څه کولو اراده لري که څنګه.

نوموړي ځواب کې وویل چې له تېر کال راهیسې درې واړو برخو کې د مهارت زیاتولو هڅه کوي.

"زما هڅه دا وه چې بالینګ بېټیګ او فیلیډینګ درې واړو کې ښه لوبه وکړم. د بېټیګ برخه کې له نننۍ لوبې ډېر خوښ یم".

د نوموړي په خبره، د کرېکټ د اوس وخت اړتیا دا ده چې لوبغاړي درې برخو کې وړتیا ولري:

"زه هڅه کوم چې درې برخو کې وړتیا ولرم".

د هند غوره لیګ سياليو پايلوبه راتلونکې يکشنبه (۲۷ مې) د سنرايزر حيدراباد او چنای سوپر کېنګز لوبډلو تر منځ کېږي.

د لوبغاړو غبرګون

د عکس سرچینه، IPL

د عکس تشریح،

راشد خان دوه لوبغاړي کېچ او یو رن اوټ کړ.

د راشد خان دغو دریو هنرونو ته د هند او نړۍ نورو لوبغاړو غبرګون وښود.

د اسټرالیا د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر وايي، راشد خان په ریښتیا وښوده چې ولې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی دی.

د دغه هېواد یو بل لوبغاړی شین وارن هم- چې د راشد په څېر توپ اچولو له امله د کرېکټ نړۍ کې مشهور دی- نوموړی ستایلی او په ټوېټر کې یې لیکلي چې د راشد لوبو هیجاني کړی دی.

"په هند غوره لیګ کې د مختلفو ورو توپ اچوونکو له توپ سره مینه لرم، خو په دغه ستره اتلولۍ کې د ۱۹ کلن راشد خان پر توپ اچولو ویاړم".

د راشد خان پرونۍ لوبې پر کرېکټ نړۍ سربېره د سیاست نړۍ غبرګون هم وپاراوه.

د هند یوه وتلي او د کرېکت د نړۍ تکړه لوبغاړي سچن ټنډولکر هم په خپل ټویټر لیکلي چې "پخوا به خلکو ویل چې راشد خان ښه بالر دی، نن زه وایم چې دی بهترین ورو بالر دی"

راشد چاته نه ور کوو

د هند خلکو هم له راشد خان سره مینه ښودلې او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیرې یې غوښتي چې نوموړي ته وګړتوب یا تابیعیت ور کړي.

سوشما سوراج په خپل ټوېټر لیکلي: چې نوموړي ته وګړتوب ور کول د کورنیو چارو وزیر کار دی.

خو افغان ولسمشر په یوه ټوېټ کې ویلي چې راشد خان چاته نه ور کوي.

نوموړي پر راشد خان ویاړلي او له هند یې هم مننه کړې چې افغان ځوانانو ته یې د وړتیا ښودلو چانس ور کړی دی.

د راشد خان لیګونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

راشد خان په بیګ باش سیالیو کې.

راشد خان تېر کال هم د هند غوره لیګ سیالیو کې ګډون درلود او هغو سیالیو کې د ښه رول له امله سږ بیا سنراریز حیدر اباد لوبډلې واخیست.

راشد خان د ۲۰۱۷ کال کارابین سیالیو کې هم ګډون درلود. نوموړي په هغو سیالیو کې هیټریک وکړ چې دا هم د کارابین او هم د راشد لومړی هیټریک و.

راشد له هغه وروسته بي بي سي ته وویل، چې د کارابین سیالۍ وي، د ده د دې هېټریک له امله به د افغانستان نوم هم یادېږي.

راشد خان تېر دوبی د اسټرالیا بیګ باش سیالیو کې هم ګډون درلود او د بنګله دېش غوره لیګ کې هم لوبېدلی دی.

نوموړي ته تېره پرورۍ د انګلستان د شل اوره لوبو یوې لړۍ سسکس د لوبو تړون ور کړی.