امریکایی ستورمزلی او نقاش الن بین ومړ

الن بین (ښۍ خوا کې) د انځور حقوق AFP
Image caption الن بین (ښۍ خوا کې)

پخوانی امریکایی ستورمزلی الن بین ، چې سپوږمۍ ته څلورم ختلی انسان دی، د ۸۶ کلونو په عمر د امریکا ټکساس ایالت کې ومړ.

ښاغلی بین د امریکا فضايي سازمان ناسا له ادارې نه تر متقاعد کېدو وروسته پر یوه وتلي نقاش بدل شو.

د هغه کورنۍ وايي، دوې اونۍ وړاندې د اینډیانا ایالت په یوه روغتون کې بستر شوی و، چې د مې پر ۲۶مه د ټکساس هیوسټن ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

ستورمزلي مایک ماسیمینو، مایک بین یو غوره شخصیت بللی دی.

ناسا د شنبې په ورځ پر خپلې ټویټرپاڼې البن بین یو مخکښ انسان بللی و.

ښاغلی بین په پیل کې د امریکا سمندري ځواکونو ازمېښتي الوتنو کې پیلوټ و. هغه په ۱۹۶۳ کال د ستورمزلۍ روزنیز پړاو ته غوره شو او د ۱۹۶۹ کال نومبر میاشت کې په اپولو ۱۲ کې سپوږمۍ ته وخوت.

ناسا د جنسي اړيکو له وېرې ښايي مريخ ته يوازې ښځينه ستورمزلي ولېږي

فضا کې د انسان بدن څنګه تغییر مومي؟

د افغان ستورمزلي کيسه

نوموړی په ۱۹۸۱ کال، له ناسا نه متقاعد شو او هنري کارونه یې پیل کړل.

د هغه نقاشۍ تر ډېره د ستورمزلۍ د سفر په اړه وې.

تر الن بین وړاندې درې ستورمزلي سپوږمۍ ته ختلي وو: نیم ارمسټرانګ، باز الډرین او چارلز کونارډ.

له دغو څلورو کسانو اوس یوازې ۸۸ کلن الډرین ژوندی دی.

Image caption الن بین په خپلو نقاشیو کې تر ډېره سپوږمۍ ته له سفرونو الهام اخیستی.

ورته مطالب