افغانستان؛ ټولنيزې رسنۍ او متعصب الګوريتم

. د انځور حقوق Getty Images

ټولنيزې رسنۍ خپل کاروونکي تر بل هر چا ډېر پېژني. داسې هم ويل کېږي چې کاروونکی کس خپل ځان دومره نه پېژني لکه رسنۍ يې چې پيژني.

موږ په کوم وخت کې څه کوو، له چا سره ډېرې خبرې کوو، څه لولو، کوم څه مو خوښېږي (لباس، فکر، طبيعت)، چېرته يو، خوښ يو که خفه او څه ډول بايد خلکو ته ځان وښايو؟

زموږ په اړه دا او دې ته ورته ګڼ نور مالومات هغه ټولنيزه رسنۍ، چې موږ يې کاروو لري.

موږ ته کلونه پخوا وختونه، ناستې او عکسونه فېسبوک کال يا کلونه وروسته رايادوي.

نو ايا رښتيا هم ټولنيزي رسنۍ موږ له خپل ځان څخه ډير پېژني؟

مختلف کاروونکي به ورته مختلف ځوابونه لري.

په هر صورت، اصلي موخه دا وه، چې دغه رسنۍ څه ډول (له کومو لارو او طريقو) موږ دومره سم پېژني؟ زما په پېژندلو کې د دوی ګټه يا زيان څه دی؟

د الګوريتم (Algorithm) ويي يا کلمې سره ممکن ډيری لوستونکي بلد وي. لوګاريتم پروسه ده چې د وضع شويو اصولو يا لارښوونو پر اساس د ماشين (کمپيوټر) په مرسته پرمخ ځي.

ساده بېلګه يې د حساب په ماشين کې ليدلی شو

که د حساب په ماشين باندې موږ د ضرب عمليه ترسره کوو، په لنډ وخت کې د ضرب پېچلې عمليې ځواب راوباسي، ځکه ماشين ته مخکې له مخکې اصول وضع شوي يا لارښوونه ورته شوې ده.

په ټولنيزو رسنيو کې د الګوريتم له کارونې سره ښايي موږ ټول بلد نه وو.

د انځور حقوق Getty Images

دلته د رسنۍ باطني برخې ته هماغه د حساب ماشين غوندې وصول وضع شوي دي، خو ځواب يې لږ تر لږه زموږ لپاره د حساب ماشين غوندې ساده نه وي، ممکن د جوړوونکو لپاره یې د حساب ماشين څخه هم ساده وي.

د ټولنيزو رسنيو الګوريتم د چټک بدلون په حال کې دی، يانې وصول يې د وخت، بازار او جوړوونکو غوښتنو مطابق تغير کوي.

ټولنيزي رسنۍ د الګوريتمپه مرسته د کاروونکو کړنې څاري

د بېلګې په ډول، که کاروونکی خندوونکي انځورونه ډير ګوري، خوښوي يې يا ورباندې تبصره ليکي، نو دغه کس ته د هغه د ذوق مطابق ورته انځورونه د نورو مطالبو په نسبت ډېر مخې ته ږدي. نور ښايي د متن لوستلو او ويډيو کتلو سره ډېره مينه ولري.

همدا منطق د محتوا يا منځپانګې په برخه کې هم دی. که کاروونکی د لوبو، سياست او ټیکنالوژۍ اړوند مطالبو کې ډېره دلچسپي ولري، هماغه ډول محتوا د نورو په نسبت ورته ډېره ښودل کيږي.

اوسمهال د فېسبوک لپاره لايک، کمینټ او شيير او د ټوېټر لپاره د لايک، ريټويټ او ريپلای عمده او اسانه لارې دي، څو د کاروونکو فکري مايلان مالوم کړي.

د مالوماتو لوستل او کتل د انسان فکر کې بدلون راولي. دا بدلون که څه هم ځيني وخت ډېر ورو وي، خو اغېز يې په يو نه يو ډول احساسېږي.

د همدې تيورۍ پر اساس توليدي کمپنۍ، سياسيون يا ډلې او حتی دولتونه د ټولنيزو رسنيو په برخه کې پانګونه کوي.

د انځور حقوق Getty Images

په ټولنيزو رسنيو کې د کاروونکي شتون او بوختيا مالکينو ته د ګټې عمده سرچينه ده.

هر ونډه لرونکی (شخص، کمپني، ډله، دولت) خپل توليدات يا نظريات پلوري او د دغه پلور لپاره د اخيستونکو پام را اړولو لپاره ټولنيزي رسنۍ اوسمهال ترټولو ښه ځای دی.

د الګوريتمي پروسې په اساس په اسانۍ سره مشتريان ډلبندي کيږي.

وروسته ونډو لرونکو ته د دوی د موخو مطابق، کسان په نښه کيږي او د ټولنيزو رسنيو مالکينو لخوا په دوی باندې د يادو کسانو پام او وخت پلورل کيږي، همدا د ټولنيزو رسنيو تجارت دی.

د ټولنيزو رسنيو په الګوريتم باندې يو انتقاد دادی، چې جوړښت کې يې تعصب او د ځينو پر نورو د غوراوي حس موجود دی.

په دې مانا چې کاروونکو ته يوازې يو ډول مالومات يا ځينو ته پر ځينو نورو غوراوی يا ترجيح ورکوي.

د بېلګې په ډول که کوم کس د سياحت سره مينه ولري، يوازې د سياحت اړوند مالومات ورته ښودل کيږي او همدې مالوماتو ته په نورو ترجيح ورکول کيږي او يا هم که کاروونکی د يو څه يا چا پر وړاندې عقده ولري، هماغه د عقدې مطابق ليکنې، ويډيوګانې او انځورونه ورته لومړی ښوول کيږي (لومړيتوب ورکول کيږي) ځکه د رسنيو مالکينو ته د همدې کار له امله ګټه راځي.

د انځور حقوق Getty Images

که همدا خبره ساده کړل شي، ويلي شو چې اوسمهال د ټولنيزو رسنيزو طبيعت داسې عيار شوی چې د ارزښتونو په نسبت ګټو ته ترجيح ورکړي.

د دې منطق پر وړاندې ممکن څوک استدلال وکړي، چې د ټولنيزو رسنيو جوړښت او طبيعت د تعصب پرځای ډير ډيموکراټيک دی، ځکه کاروونکي هغه څه ګوري، چې د دوی زړه يې غواړي، څو يې چې نورو ته زيان نه رسيږي، دوی ازاد او خپلواک دي.

خو د دې استدلال په مقابل کې اخلاق او ارزښتونه دي.

لومړی دا چې په ياده ترجيح او غوراوي کې، خپله د کاروونکی ګټه نه شته. دلته دا يادونه اړينه ده، چې دغه حالت عام نه دی، يوازې هغه وخت صدق کوي، چې وړاندې کېدونکي مالومات بې لارې کوونکي وي.

دويم دا چې د شخص په غلط لوري تګ کې د ټولنې زيان دی.

د نشې له عادت څخه د نشه يانو راګرځول يو ټولنيز او اخلاقي مسووليت دی.

په ټوله کې د رسنيو فلسفه او ماهيت دا دی، چې د نادودو مخنيوی وکړي.

که څه هم ځيني به يې دا حالت ايډيالي بولي، خو د تاريخ په اوږدو کې د همدې ارزښت لپاره د رسنيو ډيرو کارکوونکو کړاوونه ګاللي دي.

د افغانستان په څېر هېواد کې چې وګړي يې مختلف ارزښتونه پالي، غوره داده، چې د ټولنيزو رسنيو کاروونکي په يو څو خاصو فکرونو پوري ځانونه محدود نه کړي او د ټولنيزو رسنيو متعصب الګوريتم يې انحصار نه کړي.

د انځور حقوق Getty Images

دا هم د لوستلو دي

* چین به پر کاروباري نړۍ واکمن شي؟

* ځیرکې کمرې ۶۰ زرو کسانو کې تورن سړی وپېژاند

* افغان نجونو روباټي سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه

* د ټپونو ارزوونکې ټیکنالوجیکه پټۍ

* ځیرک تلېفون وینه کې شکره هم کنټرولوي

* ای فون ۱۰ کلنۍ کې: ځیرک ټلېفون څنګه دومره ځیرک شو؟

ورته مطالب