تاسو خو ژور خپګان نه لرئ؟

د انځور حقوق Getty Images

یواځېتوب کله کله په جنجال بدلېږي، بدې پایلې لري. روغتیا زیانمنوي، خوب کموي او خرابوي، د ناهیلۍ او غم احساس ډېروي.

ان کله کله انسان له ټولنیزو چارو غړوي او په لا ډېر ګوښه کېږي.

څېړنې ښيي هغه کس کې به د ژور خپګان نښې ډېرې وي چې له یو کال ډېر وخت ځان یواځې بولي.

کوم کسان چې یواځې دي تر هغو خلکو چې له کورنۍ سره اوسېږي اتیا سلنه ډېر له ژور خپګان سره مخ کېږي.

فنلېنډ کې څېړنه ښيي چې د ښځو لپاره بد استوګنیز شرایط او د سړو لپاره د ټولنیز ملاتړ نشتوالی هغه کسان ډېر په ژور خپګان اخته کوي چې یواځې ژوند کوي.

ژور خپګان نورې ناروغۍ هم پیدا کوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغوی چي له یو کال ډېر ځان یواځې بولي د ژور خپګان امکان یې ډېر دی.

ژور خپګان ټول بدن اغېزمنولی او د نورو ناروغیو لامل کېدلی شي.

تېر کال د برتانیا طبي خپرنۍ په انګلستان او وېلز کې له یو لک شپېتو زرو د ډېرو کسانو د طبي دوسیو له ارځولو وروسته وویل، کومو کسانو چې ځان په ژور خپګان اخته بللی و، تر نورو په سرطان په تېره د لویو کولمو، پروستات او تریخی( پانکراس یا لوزالمعده) سرطان ډېر اخته وو.

دوی کې د وینې او ستوني سرطان هم ډېر وو.

خو بیا هم څېړونکي پرېکند نشي ویلی، چې ځانګړی رواني حالت په سرطان د اخته کېدو سبب کېږي.

ژور خپګان او درمل یې څه دي؟

د انځور حقوق Getty Images

که څه هم وروستۍ څېړنې وايي، د وینې ازمېښت سر ه ژور خپګان معلومېدلی شي، خو د دې ستونزې د سم معلومولو لپاره کوم کره ازمېښت نشته.

ډاکټر په طبي معاینې او د وینې او ادرار ازمېښت سره د ژور خپګان ناروغۍ امکانات ارځوي او که بله ناروغي هم نه وي ډاکټر د ژوند د ډول او عمومي روغتیا په هکله ډېرې پوښتنې کوي او ښايي له ناروغ پوښتنلیک ډک کړي.

که ژور خپګان کم وي، ممکن ډاکټر د ورزش سپارښت وکړي او له ناروغ سره سلا مشورې وکړي.

یا هم ممکن ناروغ ته ووايي د هغو کسانو له ډلو سره یو ځای شه چې ورته ستونزه لري او پر هغه خبرې کوي.

یا هم ممکن ناروغ ته ووايي چې د ځايي روغتیايي سلاکار سره مشورې وکړه.

ډاکتر له دوو اونیو وروسته ارځوي چې درملو ته اړتیا شته که نه.

په منځني یا سخت ژور خپګان کې ممکن ډاکټر د درملو سپارښت وکړي.

د ژور خپګان درمل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پلرونو ژور خپګان پر ماشومانو هم اغېز کوي.

د ژور خپګان د درملنې لپاره له دېرش ډوله ډېر درمل شته، خو ډاکټر د ناروغ نښو او نورو عواملو ته په کتو دغه دارو غوره کوي.

ژور خپګان د پېژندلو مختلفې لارې لري او د پېژندلو لپاره یې د روانپوهنې او روان درملنې کره ارځونې اړینې دي.

له هغه وروسته د درملو غوره کول هم ډېر تخصصي کار دی، چې ډېرو عواملو ته په پام یې ډاکټر ټاکي.

د درملو ترڅنګ د روانپوهنې سلا مشورې هم ممکن وشي.

وروستیو کې پوهانو د ۵۲۲ ازموینو په مطالعې سره چې یو لک شپاړس زره کسانو پکې برخه درلوده، ومونده چې د لویانو د خطرناک ژور خپګان کمولو کې ۲۱ ډله دارو در مل تر نورو ښه مرسته کوي.

څنګه وپوهېږو چې ژور خپګان لرو که نه؟

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ژور خپګان یوه نښه دا ده چې دغه کس هسې ځان ستړی احساسوي.

کله غم، خپګان، بې خوصلېتوب یا زړه تنګي هم ژور خپګان بلل کېږي، خو دا حالتونه د ژور خپګان په مانا نه دي.

مختلفو معیاري ارځونو سره ژور خپګان تشخیصېږي، چې یواځې متخصصان دا کار کولی شي.

خو بیا هم هغه کسان چې د ژور خپګان احساس کوي په ساده او معیاري ځان ازمېښت سره د خپل وضعیت ټوله ارځونه کولی شي.

دا ازمېښت پوهاند ویلیام زونګ پر ۱۹۶۴ کال وړاندې کړ او ۱۹۶۵ کې خپور شو، چې له هغه راهیسې د روانپوهنې او رون درملنې ارځونو کې پراخ کارېدنګ لري.

بیا هم دا ازمېښت یواځې عمومي لارښود دی او د ژور خپګان پېژندل د متخصصانو کار دی.

نارینه شنډېږي؟

د انځور حقوق Getty Images

ځینې نارینه ښايي په څلوېښتمو یا پنځوسمو کلونو کې دژور خپګان، جنسي غوښتنو کمېدلو، د جنسي الې نه لکېدلو او عاطفې ستونزې لري.

نورې نښې

  • زړه تنګي، سر کرځېدل او ژر بې حوصلې کېدل
  • د عضلو حجم او ورزش کې وړتیا له لاسه ور کول
  • انرژي کمېدل
  • سړتیا، بې خوبي یا لږ خوب
  • لږ تمرکز او د لنډې مودې د یاد کمېدل
د انځور حقوق Getty Images

خو د سړیو د شنډوالي خبره سمه نه ده، ځکه ستونزه د تستوسترون د کموالي له امله نه ده، سره له دې چې د عمر ډېروالي سره د تستوسترون ترشح په سړیو کې کمېږي.

تر ډېره دلیل د ژوند ډول یا رواني ستونزو له امله کېدلی شي.

لکه جنسي غوښتنې کمېدل یا د جنسي الې نه لکېدل ښايي د ژور خپګان له امله وي.

رواني ستونزه ښايي د کاري یا دندې د ستونزې یا د طلاق، مالي مشکلاتو یا په ډېر عمر د پلار یا مور کېدلو له امله وي.

دلته ښايي منځنی عمر هم ښکېل وي، ځکه کله چې نارینه فکر کوي منځنی عمر لري او له خپلو لاسته راوړنو راضي نه وي، یا د خپل پاتې ژوند په هکله فکر کوي، ښايي ژور خپګان ورته پیدا شي.

نور دلیلونه هم شته، لکه کم خوب، ناسم خوراک، ورزش نه کول، ډېر الکول څښل، سیګرټ څکول یان ځان کم ارزښته بلل.