د بې اولادۍ درملنه؛ مصنوعي رحم جوړ شوی

مصنوعي رحم د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډنمارکي څېړونکو د یوه رحم یو شمېر برخې ايسته کړې او بدلې کړې، تر څو وروسته که دا مېرمن وغواړي چې ماشوم ولري بېرته يې ولګولی شي.

څېړونکو د داسې مصنوعي رحم د جوړولو لپاره لومړني ګامونه اوچت کړي چې د شنډوالي د پرمختللې درملنې لامل کېدای شي.

د دغه تکنیک اصلي موخه د شنډېدو له ګواښ سره د مخامخ هغو مېرمنو درملنه ده چې د کېموتراپۍ يا کېمياوي درملنې لپاره مراجعه کوي.

ډنمارکي څېړونکو د یوه رحم یو شمېر برخې ايسته کړې او بدلې کړې، تر څو وروسته که دا مېرمن وغواړي چې ماشوم ولري بېرته يې ولګولی شي.

کارپوهان وايي دغه څېړنه "په زړه پورې" ده، خو وايي نورو ازموينو ته هم اړتيا لري.

د سرطانونو د درملنې ډولونه لکه کېموتراپي او رادیوتراپي ډېری مهال رحم زيانمنوي او مېرمنې شنډولی شي.

يوه هغه لاره چې مېرمنې کولی شي د میندوارۍ فرصت ډېر کړي د رحم د نسج پیوندول دي.

تر وخت وړاندې وري مصنوعي رحم کې ژوندي ساتل شوي

په هند کې ولې ښځې تر نارینه وو زیاتې په سرطان اخته کېږي؟

یوه ښځه د مېندوارۍ پر مهال بیا مېندواره کېدای شي؟

په دې ډول کې د رحم ټولې برخې یا څه برخې لیرې کېږي او په یخ شوي ډول ساتل کېږي، تر څو په وروسته وخت کې بېرته وکارول شي.

د ميندوارۍ لپاره د روغ پاتې کېدو دا ډول یوازې د هغو نجونو لپاره دی چې لا يې تخمه جوړول او روزل نه وي پیل کړي. خو په دې ډول کې هم د رحم د نسج له پیوندولو سره د سرطاني حجرو د بيا فعالېدو څه وېره شته.

که څه هم دا خطر ډېر لږ دی، خو دا په دې مانا ده چې هغو مېرمنو ته چې د لوکېميا يا هم د رحم په څېر سرطانونه پکې تشخیص شوي وي، د دغه ډول درملنې سپارښتنه نه کېږي.

د دغه خطر د له منځه وړلو لپاره د ډنمارک د کوپنهانګن د ريګزهاسپيټلېټ څېړونکو د سرطاني ناروغانو د رحم نسجونه او یو شمېر برخې اخیستې دي. دوی له یادو نسجونو سرطاني حجرې ليرې کړې او له پروتين او کولېجن جوړ یو جوړښت ترې شاته پاتې شوی.

څېړونکو وروسته وکولی شو چې د رحم دا جوړښت په بل مصنوعي رحم کې وروزي. په موږک کې د دغې برخې کرل کېدو او پيوند وښوده چې د رحم اصلي حجرې هم وده کولی او ژوندۍ پاتې کېدای شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې ډول کې د رحم ټولې برخې یا څه برخې لیرې کېږي او په یخ شوي ډول ساتل کېږي، تر څو په وروسته وخت کې بېرته وکارول شي.

کارپوهانو دا تکتيک "په زړه پورې" بللی او ويلي يې دي چې اوس اړتيا ده چې په انسانانو کې هم وازمویل شي. خو دوی وايي چې ښايي دا به د شنډوالي د نورو ډولونو له درملنې سره هم مرسته وکړي.

په همرسميت روغتون کې جېنااېکولوجېست ستوارت لېوري وايي د رحم د نسج پیوندول ښايي زرګونه هغه تخمې هم وساتلی شي چې دا به مېرمنو ته په طبيعي ډول د امېندواره کېدو فرصت هم ورکړي، ځکه له دې وړاندې یوازې د ښځې له رحم بهر د ښځينه تخمو لګول او بېرته رحم ته د هغو ستنول شوني وو.

د مېډلنډ د مېندوارۍ خدماتو طبي مسووله ډاکټره جېليان لاکووډ وايي، د رحم د نسج د پیوندولو بله ښېګڼه دا ده چې مېرمنو ته دا وړتيا وربښلی شي چې له درملنې وروسته خپل میاشتنی عادت بېرته پیل کړي.

دا درملنه به لومړی په انسانانو هم ازمویل کېږي، هغه پرمختګ چې تمه کېږي په راتلونکو درېوو یا څلورو کلونو کې وشي.

دغه څېړنه د انساني بیا ودې او اېمبریولوژۍ د اروپايي ټولنې په کلنۍ ناسته کې وړاندې کېږي.

ورته مطالب