د ملاریا تکرارېدونکي ډول ته نوي درمل

mosquito د انځور حقوق Science Photo Library

په ‎امریکا متحدو ایالتونو کې چارواکو د ملاريا ناروغۍ د درملنې لپاره د "تافنوکويین" ګولۍ کارولو ته له شپېتو کلونو وروسته اجازه ورکړل شوه.

دغه درمل د ملاريا د بیا راګرځېدونکې ډول لپاره جوړ شوي چې څېړونکو تر اوسه یوه ننګونه بللې ده.

د دغه ډول ناروغۍ لپاره د یادو درملو جوړېدل چې هر کال اته نيم میلیونه وګړي ناروغوي څېړونکو یوه ښه لاسته راوړنه بللې.

د دا ډول ملاريا ډېر زیان ماشومانو ته رسېږي.

د بیا راګرځېدونکې ډول ملاریا پر وړاندې مبارزه ځکه ګران کار و چې له څرګندېدو مخکې څو کاله په ینه کې پټه پاتې کېده.

متخصصینو دا نوي درمل"تافنوکويین" یوه لویه لاسته راوړڼه بللې ده.

بیا راګرځېدونکې ملاریا د پلاسمودیوم وایواکس پرازیت له کبله ده چې د افریقا سوېلي صحرا سیمې څخه بهر په ډېره خپرېدونکې ملاریا مشهوره ده.

کله چې د انسان په بدن کې دا پرازیت ژوندی شي نو دغه کسان یې بیا د خپرېدو سرچینه ګرځي ځکه چې د ماشې نېښ هغه بیا نورو انسانانو ته لېږدوي.

ملاریا څنګه انسان وژونکې شوه؟

نړۍ کې د 'سوپر ملاریا' خپرېدو وېره ده

افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ډېرې شوي

د امریکا د درملو او خوړو سازمان تافنوکوئین تاييد کړي دا درمل کولی شي د ناروغۍ عامل پرازیت په ینه کې له پټېدو منع کړي او په ملاریا د بیا اخته کېدو مخه ونیسي.

دا درمل د ناروغۍ د عفونیت ضد هغو ټولو نورو درملو سره یو ځای خوړل کېدی شي.

همدا اوس هم یو ډول درمل پریماګويین شته چې ملاریا د ینې له پټنځایه شړي او د نویو درملو په خلاف چې په یوه پاکټ ګولیو سړی ښه کېږي خو پریماګويین باید ۱۴ ورځې وخوړل شي.

ځینې کارپوهان له دې اندېښنه لري چې یو شمېر خلک یو څو ورځې درمل خوري او د ښه کېدو احساس چې وکړي بیا نو نور درمل نه خوري چې دا بیا د پرازیت بیا ژوندي کېدو لامل کېږي.

د امریکا د خوړو او درملو اداره اوس خبرداری ورکوي چې ممکن دا درمل سخت زیانونه هم ولري په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې انزایمي ستونزه لري.

هغه کسان چې د جی ۶ پي دي کمښت سره مخامخ دي نو دا نوي درمل باید ونه خوري.

د اکسفورد پوهنتون پروفیسور ریک پرایس بي بي سي ته وویل:" له ینې د پرازیت دفع کولو لپاره د تافنوکويین یو دوز کارول لویه لاسته راوړنه ده او زما په نظر د ملاریا په ورستۍ ۶۰ کلنه درملنه کې لوی پرمختګ دی ".

ورته مطالب