د فیسبوک د ونډو بازار ولې وغورځېد؟

ر د انځور حقوق Reuters

د چارشنبې په ورځ د فیسبوک شرکت ونډې له ۲۰ سلنو ډېرې وغورځېدې چې لامل یې د کارنو وده د دې خواله رسنۍ د پانګوالو له تمې کمه وه.

وروسته له هغه چې دغه شرکت په خپله وېبپاڼه کې له جعلي خبرو سره د چلن او د کارنو د خصوصي حریم د ساتلو له امله له منفي غبرګون سره مخامخ شو نو اعلان یې وکړ چې د جون میاشتې په پای کې یې دوه میلیارد و ۲۳۰ میلیونه فعال کارن لرل.

دا د ۲۰۱۷ کال پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي، خو په وروستیو دوه کلونو کې ډېر کم پرمختګ ګڼل کېږي.

دغه شرکت پانګوالو ته خبرداری ورکړی چې په ۲۰۱۹ کال کې لګښت به یې له عاید پر تله به زیات وي چې نتیجه کې به یې ګټه کمه وي.

* د فیسبوک کارنو شمېر ۲ میلیاردو ته ورسېد

* فېسبوک کې نوې اسانتیا چې ټلوېزیون ننګوي

فیسبوک وايي، د عاید بهیر به یې پڅ شي ځکه چې خلک د خبرتیاوو د محدودولو لپاره له نویو لارو کار اخلي.

دغه شرکت په پام کې لري د محتوا د ارزولو او د خبرتیا یا اعلان ور کوونکو د څارلو، د کارنو له معلوماتو د کار اخیستلو د لارو چارو د لا ښه والي لپاره په میلیاردونو ډالر ولګوي.

د دې شرکت مشر چې د اینستاګرام او وټسپ مالکیت هم لري دا مهال پر مجازي واقعیت او ویډیويي اسانتیاو باندې پانګونه کوي.

په لومړیو کې د فیسبوک ونډه ۱۲ سلنه را ولوېدله خو وروسته چې د لګښت کچه یې رسوا شوه نو ونډې یې لا زیاتې ټیټې شوې.

ولې داسې وشول؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فیسبوک بنسټګر مارک زګربرګ

په جي بي اېچ اینسایټس موسسه کې لوی ستراتیشست دانیل ایوز ویلي، د شرکت لرلید "د خپسکې په ډول" دی.

ده وویل:"هغوی ډېر ناهیلوونکی لرلید د روان کال دویمې نیمايي او ۲۰۱۹ کال ته جوړ کړی دی او دا په لنډ مهال کې د شرکت پر ونډو فشار راوړي "

د فیسبوک ګټه د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۵ میلیارده او ۱۰۰ میلیونه ډالره وه چې د ۲۰۱۷ کال د همدې مهال پرتله ۳۱ سلنه ډېره ده.

سږ کال د شرکت عاید له ۱۳ میلیارد ډالرو ډېر دی چې ۴۲ سلنه د تېر کال پرتله زیات دي خو لګښتونه په ډېره چټکۍ سره زیاتېږي یعنی ۵۰ سلنه د تېرکال همدې مودې پرتله لوړ شوي او ۷ میلیاردو ۴۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي.