د جایزې هغه مډال چې په څو شیبو کې ورک شو

ر د انځور حقوق IMU

د انگلستان د کمبريچ پوهنتون پروفيسور کوچر بېرکر، د رياضياتو په برخه کې يو مهم مډال گټلى و، خو دا مډال تر ور کړې څو دقيقي وروسته ترې غلا شو.

پوهاند (پروفيسور) کوچر بېرکر د برازيل په ريو دې ژنيرو ښار کې خپله بکسه چې له څوارلسو قراتو سرو زرو جوړ مډال پکې اېښى و، د رياضياتو د جايزو وېش په همدې دستوره کې پر يوه مېز کېښود وروسته يې وليدل چې بکسه نشته.

ده پوليس خبر کړل، بکسه وروسته وموندل شوه، خو د ده د پيسو بټوه او د سرو زرو دغه مډال چې لږ وړاندې يې ترلاسه کړى و په بکسه کې نه وو.

* د تکواندو افغان لوبغاړي د سرو زرو لومړنی مډال وګاټه

* له طالبانو سره جګړه کوونکي سپي لپاره د برتانیا یو مهم مډال

دا جايزه پروفيسور بېرکر ته د هندسې په برخه کې د هغه د کار او هلو ځلو له امله ورکړل شوې وه چې په رياضياتو کې د نوبل جايزې همڅنگ يا سيال بلل کېږي.

نوموړي او څلورو نورو ریاضیپوهانو ته پر دغو مډالونو سربېره هر یو ته ۱۵ زره کاناډايي ډالر نغدي جایزه هم ور کړل شوې ده.

برازیل کې غلا

د انځور حقوق Uni Cambridge
Image caption ښاغلی کوچر بیرکار روانه میاشت څلوېښت کلن شو او د برتانیا کېمبرېج پوهنتون کې څېړونکی دی.

په برازيل کې د غلا غدۍ کچه ډېره لوړه بلل کېږي او په ٢٠١٤ م کال کې کله چې د فوټبال نړيواله اتلولي په دغه هېواد کې جوړه شوې وه نو هلته تلونکو فوټبال مينه والو ته په ځانگړې توگه لارښوونه کېده چې بيدار اوسي.

خو دغلا د ډېرو پېښو رپوټونه پوليسو ته ورکړل شول.

د خلکو له لاسه موبايلونه وتروړل شول، پيسې او توکي يې غلا شول.

کوچر بېرکر په خټه ايرانى کورد دى چې د تهران له پوهنتون فارغ شوى او بيا يې په برتانيا کې سياسي پناه اخيستې وه.

هغه وړاندې د لېورهوم معتبره جايزه هم ترلاسه کړې چې هر کال د فليپ لېورهوم د بنسټ لخواه خورا مهم څېړنيز کار ته ورکول کېږي.

ځايي پوليس وايي دوى په دې تړاو پلټنه کوي.