څه وکړم چې له بې خوبۍ خلاص شم؟

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption که د شپې پرلپسې له خوبه ويښېږئ، نو د خوب د ګډوډۍ ستونزه لرئ

د بي بي سي ډېر شمېر مخاطبانو د بې خوبۍ او د ژورخپګان د درملنې او د درملو د کارونې د جانبي عوارضو په اړه له موږ پوښتنې کړې دي. موږ هم د برتانیا د روغتیا او درملنې د ملي نظام پر بنسټ یادو پوښتنو ته ځوابونه وایو:

د بې خوبۍ یا کم خوبۍ لاملونه او د درملنې غورې لارې څه دي؟

مخکې له دې چې د خوب د ګډوډۍ یا کم خوبۍ پر لاملونو خبرې وکړو، لومړی باید پوه شو چې رښتیا موږ د کم خوبۍ یا بې خوبۍ ستونزه لرو او که نه؟

زما خوب ګډوډ دی؟

که د اوږده مهال لپاره او پرلپسې لاندې نښې نښانې په ځان کې وینئ، نو پوه شئ چې د خوب د ګډوډۍ ستونزه لرئ:

•تر ډېره ويښ پاتې کېدل او په سختۍ ویده کېدل

•د شپې څو ځلي له خوب پاڅېدل

•سهار وختې ويښېدل او د خوب تښتېدل

•د ويښېدو پر مهال د ستړیا احساس لرل

•ستړی، خلق تنګی او د ستړیا له امله په تمرکز کې ستونزې

دغه نښې نښانې ښايي په ځینو کسانو کې تر میاشتو او کلونو پاتې شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سګرټو، شرابو نیکوټین او کافین کارول مو خوب تښتوي

څو ساعته ویده شم او زما د بې خوبۍ لاملونه څه دي؟

په منځني ډول لویان له ۷ تر ۹ ساعتونو، زلموټي له ۹ تر ۱۳ او ماشومان او نوي زېږېدلي له ۱۲ تر ۱۷ ساعتونو خوب ته اړتیا لري.

د ورځې ستړیا مو ښايي د کم خوبۍ سره اړیکه ولري. د بې خوبۍ او کم خوبۍ مهم لاملونه عبارت دي له:

•سټریس یا ژور خپګان

•شورماشور

•کله چې د خوب ځای ډېر تود یا یخ وي

• ناراحتوونکی د خوب ځای

•شراب، کافین او د نیکوتینو کارونه

•اوږد سفر

•شپې له خوا روزګار

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هره شپه په ټاکلي وخت خوبځای ته لاړ شئ

څنګه پخپله د خپلې کم خوبۍ درملنه وکړم؟

لاندې کارونه تر سره کړئ:

•هره شپه په ټاکلي وخت خوبځای ته لاړ شئ

•چې کله مو د ستړیا احساس وکړ، خوب وکړئ

•تر ویده کېدو یو ساعت وړاندې اراموونکي کارونه وکړئ. لکه لمبل یا کتاب لوستل

•د خوب کوټه مو باید خامخا تیاره او ارامه وي.

•له پېړو پردو او سترګتړوني (چشم بند) ګټه واخلئ

•پرلپسې سپورټ کوئ

•توشک، بالښت اد اغوستوکي (البسه باب) مو باید راحتوونکي وي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شپې له خوا ډېر خوراک مه کوئ او د نشه يي توکو له کارونې ډډه وکړئ

د ویده کېدو پر مهال له لاندې کارونو ډده وکړئ:

•سکرټ، قهوه، چای او شراب (لږ تر لږه یې باید له خوب ۶ ساعته وړاندې وکارول شي)

•د شپې له خوا ډېر خوراک

•سپورت (سپورت باید تر خوب لږ تر لږه ۴ ساعته وړاندې وشي)

•د تلوېزون، موبایل، ټابلېټ او نورو (رڼاګانې مو ويښ ساتي)

•د ورځې له خوا خوب

•د تېرې شپې د کم خوبۍ د جبران لپاره وختي خوبځای ته تلل

کولای شئ د کم خوبۍ له درملو ګټه واخلئ، خو دغه درمل جانبي عوارض هم لري او ښايي د ورځې له خوا خوبولي و واسئ.

نو ښپارښتنه دا ده که پخپله مو د ځان درملنه ګټوره نه وه، نو هرو مرو له یوه متخصص روغتیاپال سره سلا مشوره وکړئ او د خوب درمل وکاروئ.

د انځور حقوق Getty Images