د والدینو سګرېټ څکول د ماشومانو سږي ګواښي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption کارپوهان وايي د ماشوم د خوندي کولو تر ټولو غوره لاره د سګرېټ څکولو پرېښودل دي.

په امریکا کې یوه څېړنه ښيي هغه کسان چې سګرېټ نه څکوي خو له سګرېټ څکوونکو ميندو او پلرونو سره را لوی شوي وي، د سږو له جدي ناروغيو د مړه کېدو خطر يې ډېر لوړ دی.

څېړونکو ویلي، په کلني ډول د ۱۰۰۰۰۰ سکرټ نه څکوونکو مړه کېدونکو کسانو په ډله کې ۷ یې هغه دي چې په ماشومتوب کې د نورو د سګرېټ لوګي اغېزمن کړي وي.

دغه څېړنه د امریکا د سرطانونو ټولنې په ۷۰۹۰۰ هغو مېرمنو او سړیو کړې چې سګرېټ نه څکوي.

کارپوهان وايي د ماشوم د خوندي کولو تر ټولو غوره لاره د سګرېټ څکولو پرېښودل دي.

برتانوي ښوونځیو کې د رواني روغتیا زدکړې جبري کېږي

څه وکړم چې له بې خوبۍ خلاص شم؟

ورځ کې یو میل ګرځېدل د ماشومانو روغتیا ته ګټه رسوي

څېړنې ښودلې هغه کسان چې خپله سګرېټ نه څکوي خو له ځوانۍ وروسته عمر کې له هغو کسانو سره اوسېږي چې سګرېټ څکوي یو ډول روغتيايي ستونزې لري.

هغه کسان چې په اونۍ کې د لسو یا ډېرو ساعتونو لپاره د سګرېټ دود ته پاتې کېږي د هغو کسانو پر تله چې له داسې کسانو سره اوسېږي چې سګرېټ نه څکوي، د زړه د اېسکېمي یا د وينې نه رسېدو د ناروغۍ ۲۷ سلنه، د سکتې ۲۳ سلنه او د سږو د دوامدارې او مزمنې ناروغۍ ۴۲ سلنه خطر سره مخامخ دي.

دغه څېړنه د مخنيوونکو درملو امریکايي ژورنال کې خپره شوې.

په دې څېړنه کې برخه‌وال د خپل ژوند په اوږدو کې له هغو کسانو سره د پاتې کېدو په تړاو پوښتل شوي چې سګرېټ څکوي او د راتلونکو دوه ويشت کلونو په اوږدو کې د دوی روغتيا څارل شوې.

بهر د سګرېټ څکول

د سګرېټ څکولو خلاف د اقدام او روغتيا د کمپاین ګروپ غړی هزل چيزمن وايي:

" دا تازه څېړنه دا غوښتنه لا پياوړې کوي چې د ماشومانو د خونديتوب په خاطر باید څکول بهر ته ولېږدوي."

هغه وايي: " د دې تر ټولو ښه لاره دا ده چې ميندې او پلرونه سګرېټ پرېږدي".

د برتانيا د سږو بنسټ د درمل برخې سلاکار ډاکټر "نېک هاپکېنز" هم له دې سره همغږی دی او وايي " تپل شوی سګرېټ دود له ماشومتوب وروسته هم پر ځای پاتېدونی اغېز ښندي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ماشومتوب پر مهال د بل چا د سګرېټ له دود سره د پاتې کېدو اغېز په لوړ عمر کې هم د ناروغيو او ستونزو لامل کېږي.

عمري خطرونه

هغه ماشومان چې ميندې او پلرونه يې سګرېټ څکوي د استما او د سږو د سستې ودې له خطر سره مخامخ دي. دغه څېړنه ښيي چې د سګرېټ له دود سره د مخوالي اغېز تر لوړ عمره پاتې کېږي او د سږو د دوامدارو او مزمنو ناروغيو لامل کېږي.

که څه هم څېړونکو تر ډېره په مرګونو خطرونو تمرکز کړی؛ دوی ټینګار کړی چې د ماشومتوب پر مهال د بل چا د سګرېټ له دود سره د پاتې کېدو اغېز په لوړ عمر کې هم د ناروغيو او ستونزو لامل کېږي.

د دغه راپور يو ليکوال ډاکټر ریان ډایور وايي: " دا د بل چا د سګرېټ د دود او په منځني او لوړ عمر کې د سږي له مزمنو او لاعلاجه ناروغيو له امله د مرګ تر منځ د اړيکو په اړه لومړنۍ څېړنه ده".

هغه زیاتوي: " زموږ څېړنې د عمر په اوږدو کې د بل چا د سګرېټ له دود سره د مخامخېدو د کمولو لپاره نور اسناد هم وړاندې کوي".

ورته مطالب