د پوهنتون محصل میلیونر شو

ډاکټر ډیسټيکروکس وايي، د شرکت له پلوره یې هدف دا و چې د شکرې ناروغۍ درملنه کې بې ساري پرمختګ وشي. د انځور حقوق UNIT DX
Image caption ډاکټر ډیسټيکروکس وايي، د شرکت له پلوره یې هدف دا و چې د شکرې ناروغۍ درملنه کې بې ساري پرمختګ وشي.

د پوهنتون یو پخوانی محصل د هغه شرکت له پلورلو وروسته میلیونر شو، چې په شریکه یې د محصلۍ پر مهال رامنځته کړی و.

دغه ۳۱ کلن ډاکټر چې هري ډیسټيکروکس نومېږي، څلور کاله مخکې د برتانیا بریسټول کې د دکتوار یا پي ایچ ډي محصل و، چې 'زیلو ' نومي شرکت یې تاسیس کړ.

دوی هغه مهال د شکرې یا ذیابیطس درملنې لپاره یوه نوې ګټوره تکنالوژي ایجاد کړه.

اوس د ډنمارک درملو مشهورې کمپنۍ ''نوو نوردیسک '' چې د شکرې درملنې لپاره تر ټولو ډېر درمل تولیدوي، د دوی نوښت د ۶۲۳ میلیونو پاونډو بدل کې پېرلی او حق یې موندلی چې د ګلوکوز دغه کنټرولونکي انسولین ته وده ورکړي.

ډاکټر ډیسټيکروکس وايي، د شرکت له پلوره یې هدف دا و چې د شکرې ناروغۍ درملنه کې بې ساری پرمختګ وشي.

زیلو کمپنۍ داسې مصنوعي مولیکول ایجاد کړل، چې د وینې په جریان کې ګلوکوز په مناسب انداز شاملوي.

نوو نوردیسک مسوولین اوس هیله من دي، چې دغه مولیکول به د داسې انسولینو ودې لپاره وکاروي، چې پر مټ به یې د شکرې ناروغان په لا خوندي ډول درملنه ومومي.

هغه مولیکول چې زولو ټیم موندلي د داسې انسولینو پیدا کولو وړتیا لري، چې کولای شي وینه کې د شکرې کچې له عادي حالته د ټېټېدو پر مهال د هایپوګالیسیمیا احتمالي خطر مخه ونیسي.

ځينې ناروغانو کې دا حالت خطرناک وي او د کوما، دماغي شاک یا جټکې لامل کېدای شي.

افغانستان کې د شکرې ناروغي 'بې ساري ډول' په ډېرېدو ده

له زيږونه د لومړي ډول ډيابېټ مخنيوی

''له ۳۵ میلیونه ډېر پاکستانیان د شکرې په ناروغۍ اخته دي''

د شکرې لومړی ډول د بدن دفاعي نظام ناورغي ده او دویم ډول یې داسې دی چې بدن کې د وینې جریان کې د شکرې مقدار مناسب ساتلو لپاره کافي انسولین نه تولیدېږي.

د نړۍ لر او بر کې له هرو ۱۱ بالغو کسانو یو د شکرې له یوه نا یوه ډوله اغېزمن دی، چې د زړه یا دماغ د حملو، ړوندوالي، پښتورګو د ناکارۍ او د ګوتو پرې کېدو سبب هم کېدای شي.