د زړه عمر او د زړه روغتیا تر منځ تړاو
د انګلستان د عامې روغتیا ادارې له هغو خلکو چې عمر یې تر دېرشو لوړ دی غوښتي چې د یوې ازموینې په ترسره کولو د خپل زړه عمر معلوم کړي. له دې معاینې سره دا معلومېدای شي چې د یوه کس زړه تر ده زوړ دی که ځوان.
د انګلستان د عامې روغتیا ادارې د وړاندوینې پر بنسټ، تر ۷۵ کم عمره کسانو کې نژدې د ۸۰ سلنې د زړه یا قلبي ناروغیو او حملو مخنیوی شونی دی.
دغه اداره اټکل کوي چې له روغتیايي پلوه ناسم ژوند په هرو پنځو بالغو کسانو کې د څلورو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
دوی وايي خلک باید سګرټ څکول پرېږدي، صحي خواړه وخوري او ښه سپورت او فزیکي فعالیت وکړي.
دغه ازموینه دا نه شي ثابتولی چې ایا پر تاسو د زړه حمله راتلونکې ده که نه، خو کولی شي چې یوه هېښوونکې تجربه وي.
ډېوېډ ګرين چې دغه ازموینه یې کړې ده وايي:
''تر ټولو بده شېبه هغه وه چې ما ته وویل شول چې زړه مې تر ما لس کاله زوړ دی او د ژوند د لنډېدا شونتیا مې شته. ''
دی وایي، ورته سخته وه چې دا خبره وزغمي خو له دې یې د خپل ژوند د بڼې په بدلولو کې مثبته ګټه اخېتسې ده.
چاغښت، غیرصحي خواړه، د فزیکي فعالیت نه کول او لوړ فشار هغه څه دي چې که بدلون پکې راوستل شي، کېدای شي د انسان د زړه عمر ورسره ډېر شي.
لانديني کارونه کولی شي د زړه له روغتیا سره مرسته وکړي:
د سګرټو پرېښودل، ځان فعالول، خپل وزن کابو کې ساتل، په خوراکونو فایبر لرونکي خوړل، د غوړو کمول، میوه او سابه خوړل، د مالګې کمول، د کبانو خوړل او وړاندې له دې چې څه وخورئ پر دې ځان پوهول چې له څه جوړ یا پاخه دي.
په انګستان کې هر کال ۸۴ زره کسان د زړه د ناروغۍ او حملې له کبله مري.
ازموینه سربېره پر اټکل ځینې وړاندیزونه او لارښوونې هم کوي، د بېلګې په ډول درته وایي، یو کال وروسته له دې چې سګرټ څکول پرېږدئ، د یوه سګرټي کس پرتله مو د زړه پر حملې د اخته کېدو شونتیا نیمايي ته راټېټېږي.
همدارنګه په خوړو کې مو د سبو او مېوې له ډېرولو سره په روغتیا کې د ښه بدلون نښې درښيي.
په ټوله کې د روغ ژوند لپاره سم خوراک، فزیکي فعالیت او له نشه یي توکو ځان لېرې ساتل حتمي بلل کېږي.