د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره یوه نوې طرح
د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره یوه نوې طرح
د هوا ککړولو لپاره یوه لارۍ کافي ده، خو تر ټولو لوی سرخوږی هغو جوړ کړی چې یخچال پکې وي، ځکه چې هم لارۍ ماشین لري او هم یې یخچال ته بل ماشین لګول شوی وي.
د یخچال لپاره لګول شوی ماشین د لارۍ له هغه ډېر تېل کاروي. اوس په بریتانیا کې یو مخترع داسې یوه نظریه لري او پرې کار کوي چې چاپیریال ته یې ګټه ډېره ده. د همدې سړي دا نظریه د خوړو د څو لویو مغازو خوښه شوې او په ګډه کار ورسره کوي.