نړۍ کې د سرطان ناروغي 'په ډېرېدو ده'

سرطان د انځور حقوق Science Photo Library

یو رپوټ ښيي سږ کال به ټوله نړۍ کې ۱۸ اعشاریه یو میلیون کسان پر سرطان ناروغۍ اخته شي او نژدې نهه اعشاریه شپږ میلیونه کسان به یې له کبله ومري.

ویل کېږي ۲۰۱۲ کال کې ۱۴ اعشاریه یو میلیون کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي وو، اته اعشاریه دوه میلیونه د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي وو او د ناروغۍ ډېرېدو سبب د انسانانو او د دوی د عمرونو ډېروالی دی.

تازه شمېرې ښيي له پنځو نارینه وو یو او له شپږو ښځو یوه به د خپل عمر اوږدو کې یو ځل له دې ناروغۍ سره مخامېږي. دغه راز ویل شوي هغسې چې هېوادونه شتمن کېږي ډېر خلک د بیوزلۍ پر ځای د ژوند تېرولو انداز له کبله پر دغې ناروغۍ اخته کېږي.

دغه شمېرې د سرطان په اړه د څېړنو نړیوال مرکز خپرې کړې، چې ۱۸۵ هېوادونو کې د سرطان ۳۶ ډولونه له نژدې څاري.

څېړونکي وايي هغسې چې د سرطانونو په تړاو د شمېرو یو ځای کول او ثبتول پیل شوي، معلومېږي، چې ناروغي له یوه کاله بل ته ډېره شوې ده.

د وروستیو شمېرو له مخې د سږو، مثانې او ښځینه وو کې د تي سرطان ټولو سرطانونو کې د شمېر له مخې او دغه راز د یو- دریمه برخه مړینې سبب کېږي.

تمباکو یو لوی سبب

مسوولین وايي، ۲۸ هېوادونو کې د سږو سرطان له کبله د ښځو مړینې شمېر ډېر دی. ویل کېږي، امریکا، هنګري، ډنمارک او چین هغه هېوادونه دي، چې ډېرې ښځې پکې د سږو پر سرطان اخته کېږي.

برتانیا کې د سرطان څېړنې مرکز یو مسوول جارج بټرورت وايي:

''د تمباکو استعمال تر ټولو لوی سبب دی، چې له کبله یې د پخوا پرتله ډېرې ښځې د سږو سرطان پر ناروغۍ اخته کېږي. ''

رپوټ کې د اټکل پر بنسټ ویل شوي دي، چې سږ کال به د ټولې نړۍ پرتله ډېر اسیایان پر سرطان اخته شي او د مړینې کچه به هم هلته ځکه ډېره وي، چې د ماهرینو په وینا د سرطان ځینې وژونکي ډولونه هلته شته او د سیمې نفوس هم ډېر دی.

دوی د بېلګې په توګه په چین کې د ینې سرطان یادونه کوي، چې ویل کېږي هلته یې تر ډېره حده پر وخت کره معاینات نه کېږي.

د رپوټ لیکونکي وايي، د نړۍ لر او بر کې د سرطان خورا متنوع یا بېلا بېل ډولونه شته، چې له کبله یې باید حکومتونه د مخنیوي او درملنې پر لارو چارو غور وکړي.

اړونده مطالب