کاناډایۍ ډونا سټرېکلنډ د فزيک نوبل جایزه وګتله

د انځور حقوق Uni Waterloo
Image caption له ډاکټر سټرېکلنډ سره د سږ کال جایزه کې امریکايي ارتور اشکين او فرانسوی جېرارډ مورو هم شريک دي.

د فيزيک د نوبل جایزه له ۵۵ کلونو وروسته لومړی ځل یوې مېرمنې ته ورکړل شوه.

کاناډايۍ ډونا سټرېکلنډ له په ۱۹۰۳ کال له ماري کوري او په ۱۹۶۳ کال کې له ماريا ګوپرت- ماير را وروسته درېیمه مېرمن ده چې نوبل جایزه اخلي.

له ډاکټر سټرېکلنډ سره د سږ کال جایزه کې امریکايي ارتور اشکين او فرانسوی جېرارډ مورو هم شريک دي.

دوی ته دغه جایزه په لېزر فېزيک کې د دوی د موندنو له امله ورکړل شوې.

ډاکټر اشکين داسې لېزري تخنيک موندلی چې "اپټيک ټویزر یا د کوچنيو تارونو راټولوونکی" يې بولي او د بيولوژيکي سيستمونو د مطالعې لپاره کارول کېږي.

ډاکټر مورو او سټرېکلنډ بیا د تر ټولو کوچنيو او لنډو لېزر پَلسونو جوړولو ته لاره هواره کړې. دوی "په کوچنيو ټوټو کې د پَلسونو د پرې کولو " يا " Chirped Pulse Amplification" (CPA) په نامه تخنيک موندلی. دا د سرطان په لېزري درملنه کې او دغه راز د سترګو د ځير په عملياتونو کې چې په هر کال کې مېلیونونه ترسره کېږي، کارېږي.

ډاکټر سټرېکلنډ بي بي سي ته ویلي هغې ته هم حيرانوونکې وه چې له دومره اوږدې مودې وروسته يوه ښځه یاده جایزه اخلي.

نوبل جايزه او ناندرۍ یې

د سولې نوبل جایزه د اتومي وسلو ضد بنسټ وګټله

ملالې یوسفزۍ د سولې نوبل جایزه تر لاسه کړه

که څه هم هغه ټینګار کوي چې "تل ورسره برابر چلند شوی" او دا چې نارينه وو هم یو ځای ورسره دا جایزه تر لاسه کړه چې همدومره يې هغوی هم لایق وو لکه هغه چې ده.

له دې وړاندې جرمن- امريکايي فېزيک‌پوهې ماريا ګوپېرت- مایر د اتوم د ذرو د موندنو له امله یاده جایزه په په ۱۹۶۳ کال تر لاسه کړې.

له هغې وړاندې پولنډۍ فيزيک‌پوهې ماري کوري له خپل مېړه پېري کوري سره یو ځای یاده جایزه په ۱۹۰۳ کال کې د راډیو اکټیف په برخه کې د څېړنو له امله خپله کړې وه.

د دغې جایزې ټول ارزښت نهه مېلیونه سوېډني کرون دي چې نژدې یو مېلیون (۹۹۸۶۱۸) امریکايي ډالره کېږي.

ډاکټر سټرېکلنډ چې په کاناډا کې په واټرلو پوهنتون کې څېړنه کوي د هغې د بريا د اعلان په غبرګون کې وویل: " له هر څه وړاندې فکر کوئ چې دا څه خبره ده؟ نو زما هم اول همدا فکر و. بیا نو په حیرانۍ له ځان سره وايئ چې ایا دا به ريښتيا وي که نه؟."

هغه وايي: " د دې په اړه چې جېرارډ هم پکې شريک دی، هغه زما لارښود او ملاتړی و او هغه سي پي اې ډېرو لوړو پړاوونو ته ورسوله او هغه واقعاً د دغې جایزې لایق و، زه ډېره خوشاله یم چې ارټ اشکین هم ګټونکی دی".

Arthur Ashkin, Gerard Mourou د انځور حقوق Reuters
Image caption ارتور اشکېن د علمي تخیلي داستانونو یو پخوانی خوب ريښتیا کړی چې هغه د فيزيکي توکو د لېږدولو لپاره د نور د فشار کارول دي.

هغې زیاته کړه: " زه فکر کوم چې هغه په لومړي سر کې هومره موندنې درلودې چې نورو خلکو يې له مخې ستر کارونه وکړل او دا په زړه پورې ده چې لاسته راوړنې يې په رسميت وپېژندل شوې".

د امریکا د فيزيک انستیتوت (AIP) په یوه ويناپاڼه کې ګټونکو ته د مبارکۍ تر څنګ ليکلي: "د دوی د کړي کار بې شمېره کارندوالي، لکه د سترګو په عملیاتو کې، د پېټاواټ لېزرونو لوړ کارندوالی او د دې وړتيا ورکول چې وایرس او باکتريا په فردي او مخشص ډول مطالعه شي ټول په راتلونکي کې د دغو لاسته راوړنو د څارلو لپاره هیله منونکي کېږي.

ويناپاڼې دغه راز په ګټونکو کې د يوې ښځينه شتون د دې جایزې د ورکړې تاريخي اړخ بللی.

ماري کوري او د هغې مېړه پیري کوري د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماري کوري او د هغې مېړه پیري کوري

لېزر فېزيک څه دی؟

د ډاکټر سټرېکلنډ او ډاکټر مورو له مخکښ کار وړاندې د لېزر پَلسونو ځواک محدود و، ځکه کله به چې شدت پرې ډېر شو دوی به هغه مواد له منځه وړل چې د انرژۍ د تولید به پکې کارېدل.

د دې ستونزې له منځه وړلو لپاره دغو څيړونکو لېزر پَلسونه د وخت په اوږدو کې کش کړل تر څو يې د کار په اوج کې ځواک لږ کړي، وروسته یې ځواکمن کړل او بالاخره يې سره تخته يا فشرده کړل.

کله چې یو لېزر پَلس په وخت کې سره تخته شي، لنډېږي او ډېر نور په لږ ځای کې راټولېږي. دا په پام وړ ډول د پَلسونو شدت ډېروي.

د سي پي اې په نامه د ډاکټر سټرېکلنډ او ډاکټر مورو تخنيک د ډېرو شدیدو لیزرونو لپاره یو معیار ګرځېدلی.

ارتور اشکېن د علمي تخیلي داستانونو یو پخوانی خوب ريښتیا کړی چې هغه د فيزيکي توکو د لېږدولو لپاره د نور د فشار کارول دي. د دې کار لپاره هغه د کوچنيو تارونو راټولول یا آپټيکل ټویزرونه جوړ کړل چې نن ورځ د دغو ذرو، اتومونو، وایرسونو او نورو ژوندیو حجرو د راټولولو وړتيا لري.

د انځور حقوق SPL
Image caption د ډاکټر سټرېکلنډ او ډاکټر مورو له مخکښ کار وړاندې د لېزر پَلسونو ځواک محدود و، ځکه کله به چې شدت پرې ډېر شو دوی به هغه مواد له منځه وړل چې د انرژۍ د تولید به پکې کارېدل.

هغه لومړی ځل د لېزر په وسیله د وړانګې د منځ په لور د کوچنیو ذرو په ښورولو کار وکړ او وروسته يې هلته ټولې کړې.

وروسته يې په ۱۹۸۷ کال کې کوچني ټولوونکي وکارول تر څو ژوندۍ باکتریاوې هغوی ته له زیان اړولو پرته ونيسي. دا تخنيک اوس د ژوند د جوړښت د مطالعې لپاره په پراخه کچه کارول کېږي.

ورته مطالب