د اتیا میلیونه کاله پخواني تاریخ څرکونه

د اتیا میلیونه کاله پخواني تاریخ څرکونه

ټوروټورو د جنوبي امريکا انډېس غرونو کې يو لوړ ځای دی، خو اتيا ميليون کاله مخکې يوه داسې لنده مځکه وه، چې د ډايناسورانو ګڼه ګوڼه په کې وه. د دغه ځای ملي پارک يا بڼ کې د زرګونه ډايناسورانو د پلونو نښې پاتې دي. د سپړنې لپاره لا ډېر کار بايد وشي، او د دې سيمې خلک غواړي لا ډېر سيلانيان ورجلب کړي.