که لمر توپان په سر واخلي، ځمکې ته څه پېښېږي؟

Solar storms taking place on the sun د انځور حقوق Getty Images

ساینسپوهان وایي، که پر لمر کله هم سخت توپان راشي، پر ځمکه به اړیکتیايي نظام له منځه لاړ شي، چې موږ به یې درنه اقتصادي بیه ور کړو.

خو له لمري توپان دومره وېره ولې کېږي؟

په ۱۹۷۲ کال کې د ویتنام له سمندرغاړې سره نږدې له کوم دلیل پرته په لسګونو سمندري ماينونه وچاودېدل.

اوس ویل کېږي چې دا چاودنې د لمري توپان له امله وې. لمري توپان د ځمکې مقناطیسي ډګر له خنډ سره مخ کولی شي.

* که لمر مړ شي څه به وشي؟

* لمر تندر نیول څنګه پېښېږي؟

خو اوس مهال به د داسې پېښې بيه ډېره درنه وي، ځکه له سپوږمکیو نیولې تر برېښنا سیستم پورې ټوله هغه ټکنولوژي خرابولی شي چې زموږ ورځنۍ چارې پرې تکیه دي.

د یوې شمېرې له مخې که داسې پېښه کېږي یوازې برتانیا به ۱۶ میلیارد ډالره تاواني شي.

له ځمکې ميلیونونه میله لرې دا پېښې ولې موږ اغېزمنوي؟

د سخت لمري توپان لامل څه دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فنلنډ کې شمالي رڼاګانې

لمر داسې ستوری دی چې له برېښنايي هایدروجن نه ډک دی. کله چې دا ماده تاوېږي، نو خپل پېچلي مقناطیسي ډګر کې انرژي هم ټولوي.

دا مقناطیسي انرژۍ د رڼا په سختو پړکونو کې چې لمري وړانګې دي او د مادو او مقناطيسي ډګرونو په سترو راخوټېدنو کې خپرېږي ورته لمري توپان وايي.

که څه هم دا وړانګې د راډیو اړیکتیايي سیستم ګډوډوي، خو له لمري توپان ډېره خطره شته.

هر لمري توپان د نړۍ د ټولو اتومي سلاکوټونو ۱۰۰۰۰۰ يا یو لک ځلې ډېره ځواکمنه انرژي لري، چې دا په تشيال کې په بېلابېلو کچو خپره ده.

لمر د یوې سترې ګرځېدونکې اورلوبې په څېر تاوېږي او تشیال کې هرې خوا ته شيندنې کوي.

که له دې یوه هم زموږ د سیارې په لور راځي او مقناطیسي ډګر يې د ځمکې له مقناطیسي ډګر سره جوړ وي، نو دواړه له یو بل سره یو ځای کېږي. دا چې لمري توپان له نږدې تېرېږي، نو د ځمکې مقناطیسي ډګر به د اوږدې لکۍ بڼه خپلوي.

کله چې دا مقناطیسي ډګر بېرته خپل حال ته ځي، نو د ځمکې لور ته به ګڼې برېښنايي ذرې متوجه کوي. دا به د اتوموسفر پاسنۍ برخې سره لګېږي، ګرموي به يې او دا به د شمالي او سوېلي لایټونو یا څراغونو په څېر منظره ور کوي.

خو د ځمکې مقناطیسي ډګر کې ګډوډي نور او ډېر خطرناک اغېز لري.

فکر کېږی چې همدا په ۱۹۷۲ کال کې د سمندري ماينونو د چاودېدو لامل شوی و.

دا ماينونه د فلزي سينو لرونکو کښتیو په ورنږدې کېدو د مقناطيسي ډګر د کوچنیو حرکتونو د موندلو په خاطر ځای پر ځای شوي وو، خو جوړوونکو یې دا فکر نه و کړی چې لمري توپان هم ورته اغېزونه توليدولی شي.

کله به راتلونکی سخت توپان پېښېږي؟

د انځور حقوق Getty Images

څېړونکي په دې پوهېدل غواړي چې دا لمري توپانونه له څه شي پیلېږي او کله چې پیل شي په تشیال کې څنګه څارل کېدی شي.

د ځمکې د مقناطیسي ډګر اړوند پېښو ریکارډ ۱۹ پېړۍ د منځ کلونو ته ورګرځي. د هغو له مخې په نږدې هرو سلو کلونو کې په تشیال کې یوه سخته موسمي پېښه کېږي، خو وړې پېښې وخت ناوخت کېږي.

په ۱۸۵۹ کال کې کرېنګټن پېښه وه چې تراوسه په ثبت شوو لمري توپانونو کې پام وړ هغه ده، چې له امله یې د ټیلي ګراف نظام خراب شو.

که راتلونکي کې داسې کېږي، نو پایله به یې لا درنه وي.

له هر لمري سیکل سره نړیواله ټولنه پر ټینکالوجۍ لا ډېره تکیه کوي.

پر ۲۰۱۸ کال تشیالي سپوږمکۍ زموږ د اړیکتیايي او بېړۍ چلولو سیستم مرکزیت دی. الوتکې د وچو ترمنځ ځي او برېښنا هم ټوله نړۍ کې خوره ده.

سخت لمري توپان کې دا هرڅه ګډوډېږي.

په تشيال کې سپوږمکۍ او د الوتکو برېښنايي سیستمونه زموږ په اتوموسفر کې خپرېدونکې انرژي لرونکې مادې او برېښنايي شوي توکي زیانمنولی شي او پر ځمکه د برېښنا شبکې په مدارونو کې برېښنايي کرټونه خرابولی شي.

راتلونکي ته پلان

د انځور حقوق Getty Images

پخوا هم تشیال کې د موسمي پېښو له امله دومره سپوږمکۍ او شبکې په دې کې پاتې راغلې چې دا روښانه کړي چې د لمر ژوره مشاهده او دا وړاندوېنه کېدی شي چې کله لمرين توپان ځمکه زيانمنو

کارپوهان اسټرالیا کې د هواپوهنې له ادارې نیولې د برتانیا تر هوا اټکل مرکز او د امریکا تر نوا تشیال هوا پېژندنې ادارې پورې ټول پر دغه موضوع کار کوي.

که دوی په ښه ډول هم پته ولګوي نو دوی ایله دومره پوهېدلی شي توپان د ځمکې په لور روان دی او په شپږو ګړیو کې د ننه يې ځمکې ته د را رسېدو اټکل وکړي.

دا د چمتووالي لپاره ډېر لږ وخت دی، خو دا اټکل بیا هم د برېتانيا اقتصاد ته رسېدونکی زیان له ۱۶ میلیارده پونډو ۳ میلیاردو ته محدودولی شي.

د ۱۹۷۲ کال له پېښو راهیسې مو د تشيال د هوا په اړه ډېر څه زده کړي، خو د اوسمهالې ټیکنالوجۍ په ودې سره اوس د دې اړتيا ده چې دا ډاډ رامنځته شي چې له لمر د سختو را شيندنو پر مهال هم تاب راوړلی شي.

ورته مطالب