د مریخ له سطحې د لاندې پلټونکی

انسایټ د لومړي ځل لپاره د مریخ ژورو کې څېړنه کوي د انځور حقوق Reuters
Image caption انسایټ د لومړي ځل لپاره د مریخ ژورو کې څېړنه کوي

د امریکا فضايي څېړنو ادارې ناسا یو څېړونکی روباټ پر بریالي ډول د مریخ پر مخ یا سطح کوز شوی دی. دغه روباټ به د مریخ او سپوږمۍ تر منځ پرتلیزه څېړنه وکړي، چې څنګه دغه سیاره رامنځته شوې ده.

د امریکا فضایي ادارې ناسا یوه پلټونکې وسیله له اوو دقیقو هېښنده لوېدنې وروسته د مریخ پر مخ کېنولې ده.

د دغې ادارې څېړونکو ویلي د مریخ سيارې پر مخ د معلوماتو د راټولولو لړۍ پیلوي.

دغه فضایي بېړۍ به د مریخ د ننه جوړښت وڅېړي او په دې ډول به دا له ځمکې پرته دویمه سیاره وي چې د زلزلو او د سطحې لاندې هوا کچه يې معلومېږي.

په کلیفورنیا کې د دغه ماموریت د کنټرول مرکز هغه مهال په خوښیو کې ډوب شو چې د بېړۍ د خوندي رسېدو خبره روښانه شوه.

په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو د امریکا د فضايي چارو د ملي اداراې یا نسا په لسګونه انجینرانو د کالفورنیا ایالت د پسدینا ښار په یوه کنټرول خونه کې شېبې شمارلې چې د انسایټ په نوم د دوی فضايی بیړۍ په بریاليتوب سره سرې سیارې یا مریخ ته ورکوزه شي.

ناسا کنګل څارونکې سپوږمکۍ فضا ته واستوله

ناسا د جنسي اړيکو له وېرې ښايي مريخ ته يوازې ښځينه ستورمزلي ولېږي

امریکایی ستورمزلی او نقاش الن بین ومړ

له څو ثانیو ځنډ وروسته د ناستې پخلی وشو، شتو وګړو سره لاسونه ورکړل او یو بل ته یې غېږې ورکړې، له ناستې لږ څه وروسته انسایټ ځمکې ته خپل لومړني انځورونه راواستول او د ساینسپوهانو هغه هیله یې بیا تازه کړه چې ګواکې دوی به اوس وکولی شي د دغې سیارې ژورې برخې وڅېړي.

ویل کیږي دغه لومړني انځورونه د خاورو له امله روښانه نه دي راغلي خو ویل کیږي راتلونکو ورځو کې به روښانه انځورونه خپاره شي .

د انځور حقوق EPL
Image caption د ناسا چارواکو له مریخ نه د انسایټ د لومړي انځور په لیدو خوښي وښوده

د ناسا انجینیرانو وېره درلوده چې ګواکې دغه بېړۍ به د دوی په وینا د طرحې له اوو دقیقو روغه و نه وځي، دا هغه اوه دقیقې دي چې پکې دغه بېړۍ د ناستې پر مهال خپل مزل په یوه ساعت کې د ۲۰ زرو کیلو مټرو څخه یوازې ۸ کیلومټرو ته راکوزوي.

خو بلاخره دغې بېړۍ د کلونو څېړنو وروسته ورته د ورکړای شویو فرمانونو په مټ بریالی ووته او له کومې پېښې پرته په روغه څټه په خپل نوي کور کې کیناستله.

د مریخ د کورې د منځني جوړښت لپاره لېږل شوي دغه لومړنۍ بېړۍ په یو شمېر پر مخ تللو الو سمبال ده چې ډیر یې اروپایي دي

د انځور حقوق NASA
Image caption ویل کیږي دغه لومړني انځورونه د خاورو له امله روښانه نه دي راغلي خو ویل کیږي راتلونکو ورځو کې به روښانه انځورونه خپاره شي .

اوس مهال پوهان د ځمکې دننني جوړښت په اړه مالومات لري او د شکل لپاره یې هم نظریات بیلابیل دي خو مریخ ته د لیږیدونکې سپوږمکۍ سره به د دې او نور سیارو په اړه له پوهانو سره نوي مالومات شریک شي.

ورته مطالب