پاکستان کې د وسلو نندارتون؛ له وسلو سره د مېرمنو لېوالتیا

  • 29 نومبر 2018 - 08 لیندۍ 1397

د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې د ایډیاز په نوم د جنګي او دفاعي توکو ننداره روانه ده.

آئیڈیاز 2018 د انځور حقوق EPA

په دې ننداره کې ډېرو ښځو ګډون کړی او له دغو وسیلو سره مینه ښيي.

مختلفو دفاعي او جنګي وسیلو د ښځو پام خپل کړی دی.

آئیڈیاز 2018 د انځور حقوق EPA

د پاکستان د دفاع او دفاعي صنعت اداره له ۲۰۰۰ کال راهیسې دا نړیوال نندارتون هر دوه کاله وروسته جوړوي.

یوازې د سېلاو له امله پر ۲۰۱۰ کال وځنډول شو او ورپسې کال بیا دا لړۍ روانه شوه.

آئیڈیاز 2018 د انځور حقوق EPA

دې دفاعي نندارتون کې پر لومړي کال یوازې ۱۵ هېوادونو ګډون کړی وو.

د وخت تېرېدو سره د ګډونوالو شمېر زیات شو او روان کال د ۵۰ هېوادونو نږدې پنځه سوه کمپنیو خپل مصنوعات دې ننداره کې اېښي دي.

آئیڈیاز 2018 د انځور حقوق EPA

دا نندارتون درې یا څلور ورځې روان وي چې د امنیت ساتلو له امله یې ښار کې د ګاډو تګ راتګ هم اغېزمنېږي.

د نندارتون یوه ورځ ولس ته ځانګړې شوې ده.

آئیڈیاز 2018 د انځور حقوق EPA

سږني نندارتون کې د پنځوسو هېوادونو ادارو او کمپنیو هوايي، ځمکنۍ او سمندري وسله توکي نندارې ته وړاندې کړل، چې الوتکې، چورلکې، شوبلې، اوبتلونه، سپکې وسلې، توغندي او د ډرون په ګډون اړیکتيايي وسایل پکې وو.

آئیڈیاز 2018 د انځور حقوق Getty Images

پاکستان د نړۍ پر ۳۲ هېوادونو دفاعي او جنګي پلوري، چې پر سریلنکا او عربو سربېره افریقايي هېواونه هم پکې راځي.

آئیڈیاز 2018 د انځور حقوق EPA

د پاکستان دفاعي اداره وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې نوي مارکېټونه ځان ته ګوري.

چارواکي وايي، دا ډول نندارې په دې برخه کې له دوی سره مرسته کوي.

آئیڈیاز 2018 د انځور حقوق Reuters
آئیڈیاز 2018 د انځور حقوق Reuters

دغه نړیوال نندارتون کې ګڼ شمېر خصوصي کمپنیو هم خپل توکي نندارې ته وړاندې کړل چې پکې تر ډېره اړیکتیايي سیستم او نور راځي.

آئیڈیاز 2018 د انځور حقوق Reuters

دغه نندارتون کې خلک او کارپوهان له نږدې جنګي وسایل لیدلی شي.