د ځمکې پر سر د شنې، زرغونې رنګونه

ماهرین وايي، طبیعي تېلو د ځنکلي وښو پر سر له اوبو سره له یو ځای کېدو وروسته دغه رنګونه غوره کړي د انځور حقوق Allison Goz
Image caption ماهرین وايي، طبیعي تېلو د ځنکلي وښو پر سر له اوبو سره له یو ځای کېدو وروسته دغه رنګونه غوره کړي

برینټ روزین چې د ځمکې پر مخ د ویړو پرتو ژیړې زرغونې رنګونو تصویر خپور کړ، په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ زره کسانو خوښ کړ.

دغه تصویر د برینټ روزین ملګرې اخیستی، چې نوموړی یې په اړه وايي:

''زه او ملګرې مې تېره اونۍ ځنګله کې ګرځېدو چې لومړی ځل مو د ځمکې پر مخ د ژیړې زرغونې ډنډ ولید. ''

دوی دواړه د امریکا ورجینیا ایالت یوه سیمه کې ګرځېدل چې دغه طبیعي منظر یې لیدلی.

یو ماهر جیف رایپل وايي:

''د وښو په څېر پر پرخې په څېر ولاړو اوبو پر سطح د رنګینو وړانګو شتوالی د مړژواندو وښو له کبله د رامنځته کېدونکو تېلو له کبله دی او یا یې لامل هغه جرثومې دي، چې د طبیعي بهیر په ډول د ځمکې له سره د اوسپنې کمولو لپاره له اکسیجن او هوا پرته ژوندۍ وي. ''

د انځور حقوق Michael Hussey
Image caption میکایل هیوسې فلوریډا کې پر خپلو ځمکو دغه راز رنګونه لیدلي

جیف وايي، 'د دې لپاره چې دغه راز رنګونه پرې څرګند شي، د ځنګله ونو په منځ کې د وښو پر سر اوبه باید تر ډېره ولاړې پاتې شي. '

نوموړی وايي، دغه ډول منظر په کوچنیو ساحو کې لیدل کېږي.

یوه متقاعد انجنیر میکایل هیوسې هم یوه ورته تصویر خپور کړی او وايي د خپل کور په شاوخوا سیمه کې یې داسې رنګونه څو ځله لیدلي دي.

هغه وايي:

'که تر څو ورځو پورې باران و نه شي، دغه رنګونه نور هم برالا کېږي. '

نوموړی زیاتوي، تېرو ۴۰ کلونو کې یې لس ځله دغسې منظر لیدلی او دا خورا ښایسته وي.

په ځنګله کې د قدم وهونکو یوه بلې مشره ساندرا فرینډ کاږي:

'د فلوریډا ځنګلونو منځلارو کې مې څو ځله داسې صحنه لیدلې ده، چې د اوبو پر غاړو د ژیړې زرغونې رنګونه خپاره ول. '