د بویینګ الوتکو کمپنۍ که حیرانوونکې نړۍ

Image caption د بویېنګ جوړوونکې کمپنۍ ودانۍ

که تاسو د ۷۴۷ بویېنګ الوتکه نږدې لیدلې وي، نو پته به درته لګېدلې وي چې څومره لویه ده، ځکه د حیرانۍ خبره نه ده که پوښتې چې د دومره لویې الوتکې جوړوونکې کمپنۍ ودانۍ به څومره ستره وي.

څومره ستره؟ لږ خپل خیال کې د نړۍ د تر ټولو سترې ودانۍ انځور جوړ کړئ.

کله چې د ۷۴۷ بویېنګ الوتکې پلان جوړ شو، نو پر ۱۹۶۷ کال یې ایویریټ کمپنۍ کې خپل کار پیل کړ، خو هغه مهال د دې کمپنۍ مشر بېل الن ته پته ولګېده چې که د څلورو سوو کسانو لپاره یوه الوتکه جوړوي، نو لوی ځای پکار دی.

* د پیلوټ سګریټ څکولو له کبله الوتکه کې بېړنی حالت

* امریکا کې وینه رسوونکې بې پیلوټه الوتکه ازمویل کېږي

هغه د امریکا له سیاټل ښار ۲۲ مایله لرې ځنګل کې د دویمې نړیوالې جګړې له یوې هوايي اډې سره نږدې ځای غوره کړ.

د ایویریټ ځايي اخبار ډيلي هېریلډ کې د لیکنې له مخې، هغه مهال دا ځای له دودیز ژوند ډېر لرې و.

د بویېنګ ۷۴۷ الوتکې د نظریې وړاندېکوونکی اینجینر جو مایټر وایي، دې ځای ته د رسېدو لپاره له سترې لارې کوچنی سړک تېر شو او هغه وخت پټلۍ( د رېل سړک) هم ورځېدلې نه وه او ځنګل کې ځنانور هم لیدل کېدل.

د الوتکې او د کمپنۍ د ودانۍ یو ځای جوړول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوس دې کمپنۍ کې د بویېنګ نوي ډولونه جوړېږي.

کله چې د نړۍ د هغه وخت تر ټولو ستره الوتکه جوړېدله، نو د کمپنۍ د ودانۍ لپاره یې هم چارې روانې وې.

اوس ایویریټ کمپنۍ دومره ستره ده چې د نړۍ لویې لویې ودانۍ هم ورته وړې دي او په اسانۍ پکې ځایېدلی شي.

د ریکاډونو نړیوال کتاب یا ګېنیز کې راغلي چې دا ودانۍ ۴۷ کروړه یا ۴۷۰ میلون مربع فوټه حجم لري.

د بویېنګ کمپنۍ د کارخانې د سیلانیانو لارښود ډیویډ رېس وايي، د نړۍ سترې سترې ودانۍ یې ور سره پرتللې دي؛ لکه د ورسای یا ورشو، واتیکان او ډیزني لېنډ ودانۍ.

"ما څه مهال مخکې هم له بي بي سي سره مرکه درلوده، ماته مالومه نه وه چې ویمبلي سټیډیم څومره لوی دی، کله مو چې سره پرتله کړل، نو پته ولګېده چې دا ډول ۱۳ میدانونه دې کمپنۍ کې ځايېږي".

ایویریټ کمپنۍ کې اوس هم ۷۴۷ بویېنګ الوتکې جوړېږي، خو شمېر یې کم دی.

اوس د ۷۶۷، ۷۷۸ او ۷۸۷ په څېر کوچنیو الوتکو جوړولو ته پام ډېر شوی دی.

خو دا ډول ټولو الوتکو جوړولو ته هم ډېر ځای پکار دی.

هر کاري وخت ته لس زره کسان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بویېنګ الوتکې جوړولو پلان چې وشو، نو پر ۱۹۶۷ کال یې کار ایویریټ کمپنۍ کې پیل شو.

د ایویریټ کمپنۍ مرکزي ودانۍ نږدې ۹۸ اېکړه پراخه ده، چې د لندن له ټریفیلګر چوک ۳۰ ځلې لویه ده.

د دې کمپنۍ هر کاري وخت کې لس زره کسان کار کوي او ورځ کې هم درې کاري وختونه لري.

د ۲۴ ګړیو کې یوه کاري وخت کې د دې کمپنۍ وګړي د اسټرالیا د ایلس سپرنګز ښار اوسېدونکو سره برابر دي.

ښاغلي رېس دې کمپنۍ کې ۳۸ کاله کار کړی، چې ۱۱ کلونه د ګرځندوی برخه هم راځي.

خو اوس یې هم هغه شېبه یاد ده چې اول ځل یې دا کمپنۍ ولیده:

"اول ځل دا هیښوونکې منظره وه، اوس یې هم داسې یاد لرم لکه همدا نن، دلته هره ورځ یوه نوې خبره وي".

ایویریټ کمپنۍ دومره لویه ده چې نږدې ۱۳۰۰ سیکلونه پکې وي چې د کمپنۍ د ننه لار لنډ وخت کې کچ کړي.

د اور وژنې اداره او طبي اسانتیاوو مرکزونه لري، د خپلو زرګونو کارمنانو لپاره ډول ډول خوړنځي یا هوټلونه هم لري.

لوی لوی کرېنګونه پکې دي چې کله الوتکه بشپړېدو ته نږدې شي، نو سترې سترې برخې یې له یو بل سره یو ځایوي.

رېس وايي د کرېنګونو موټروانان خپل کار کې ډېر ماهر دي، ځکه ښايي ډېرې پیسې ترلاسوونکو کارمنانو کې شمېرل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption الوتکه تر جوړېدو وروسته نږدې ځغل لارې ته لېږدول کېږي.

دې کمپنۍ کې کارمنانو یا ور سره تګ راتګ لرونکو ته هم ځینې اصول شته.

رېس وايي: "موږ ځانګړي بوټان پښو کوو، نه د جګو او نه د ټیټو تلیو بوټانو ته اجازه شته، کمپنۍ کې چې یې نو د خوندیتابه سترګۍ یا عینکې به هم په سترګو کوې، فېکټري ته تګ لرونکي ځینې کسان دا نیوکه کوي چې وروره زه خو د لوست سترګۍ په سترګو کووم، خو دلته د خوندیتابه سترګۍ ضروري دي".

دې کپمنۍ کې ځینې هیښوونکې خبرې شته، د هوا د وتلو ننوتلو سیستم شته، خو ایرکنډېشن یا برېښنايي بخارۍ سیستم نشته.

ښاغلی رېس وايي، ګرمي کې کمپنۍ ډېره ګرمه وي، ځکه یې لویې لویې دروازې پرانیستې وي، چې تازه هوا د ننه شي.

"یخني کې د لکونو ګروپونو یا څراغونو، د برېښنايي ماشینونو او د لس زرو کسانو بدني ګرمي له امله د فېکټرۍ تودوخه معتدله وي، زه داسې ورځو کې یو جاکټ یا نازک جمپر اغونځم او دا بس وي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بویېنګ نوی ډول ۷۳۷

دلته داسې خیال هم شته چې د کمپنۍ ودانۍ دومره لویه او لوړه ده چې بره برخه کې یې ورېځ یا ووره وي.

رېس وايي، داسې کله هم نه دي شوي:

"کله چې اوله الوتکه جوړېدله، نو د کمپنۍ ودانۍ جوړولو کار هم روان و، هغه وخت یو دېوال پوره شوی نه و، زما په خیال له هغه دېوال لوګی د ننه راتلو او د ورېځ په ډول ښکارېده.بلکل داسې ښکاري لکه ستا سره نږدې ځنګل کې اور لګېږي دا ډول د کمپنۍ د ننه هم لړه پیدا کېده".

رېس وايي، چې د دې کمپنۍ د کار پرمهال نوي نوي بدلونونه راځي او دویم کاري وخت کې چې د کارکوونکو شمېر کم وي، نو د کرېنګونو کار زیاتېږي.

"کله چې یوه الوتکه له بشپړېدو وروسته له هېنګر یا کنډر بهر ولېږدوو، نو چالانولو سره یې نږدې ځغلالارې ته رسوو او په دې موږ ډېر کار کوو، چې بیا پیلوټ له ستونزې سره مخ نه شي".

دا به د نړۍ تر ټولو لویه وداني وي یا نه، خو له هیښوونکو خبرو ډکه ده.