په الجزایر کې د فرانسي اټومي ناسور

ر د انځور حقوق TANHA
Image caption د فرانسوي اټومي ازمیښتونو د قربانیانو په درناوي الجزایری پوستي ټیکټ

د نړیوالې تودې جګړې پای د سړې جګړې پيلامه شوه. سړه جګړه، چې ځواکمنو هیوادونو تمویل او پر مخه وړله، اصلي قربانیان یې خوار او له سیاسي او ټیکنالوجیک اړخه کمزوري ملتونه وو.

په دې جګړه کې د ګرمو وسلو پر ځای د تشیال او اټومي وسلو د ټیکنالوجۍ پرمختګونه کارېدل.

فرانسې چې په نړیوالو جګړو او سیالیو کې تل یوه لوبېدونکې غاړه وه د خپلو پخوانیو افریقايي مستعمرو دښتو ته مخه کړه او په اټومي ازمیښتونو سره یې په دې سیمو کې د تل لپاره چاپیریال ککړ او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړ.

له ۱۹۶۰ بیا تر ۱۹۶۶ پورې فرانسې په صحرا دښته کې، چې د الجزایر او مالي تر منځ پرته ده، ۱۷ اټومي ازمیښتونه وکړل.

لومړنۍ ازموینه چې د الجزایر رقان سیمې د غرونو په سلسله کې وه، د جاپان پر هیروشیما د امریکا له اچول شوي بم څلور ځله ځواکمنه وه.

له ۱۹۶۶ وروسته فرانسې دا ازمیښتونه په اوقیانوسیه کې پرتې سیمې پولینیشیا ته ولېږدول او تر ۱۹۹۶ پورې یې هلته ۱۹۰ نورې اټومي ازموينې وکړې.

کله چې له کلونو کورنۍ جګړې او مبارزې وروسته فرانسه له الجزایر ووتله نو د خپلو اټومي ازمیښتونو پاتې شوني یې یا همداسې پرېښوول او یا یې هم تر خاورو لاندې په نامسلکي او سطحي ډول ښخ کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له اټوم برید د پټېدلو لپاره د امریکا ولسمشر ته جوړ شوی ځای چې اوس پر سیلاني سیمه بدل شوی.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په ګډون د ډېری نړیوالو ادارو او څېړنیزو مرکزونو موندنې ښيي چې له هغو ازمیښتونو نږدې شپږ لسیزې وروسته هم لا په الجزایر کې د لوړې کچې چاپیریالي راډیواکټیفیټ لرونکې داسې سیمې شته چې په عادي توګه د کوچیانو او یا هم سیلانیانو لخوا د هستوګنې لپاره کارېږي.

ویل کېږي په ځینو سیمو کې د چاپیریالي راډیواکټیفیټي کچه تر عادي حالت ۲۰ برابره زیاته ده.

په همدې تړاو ما او زما یوه الجزایري همکار په ۲۰۱۶ کې له همدې سیمو د شګو پر ۱۶ راټولو شویو بېلګو څېړنې وکړې، چې په ځینو کې مو د سېزیم ۱۳۷ لوړ غلظت وموند.

* که اتومي برید وشي، ټرمپ به چېرې پټېږي؟

* پوتین ولې د امریکا پر فلوریډا بم غورځول غواړي؟

سیزیم ۱۳۷ د سیزیم هغه ایزوتوپ دی چې یوازې په اټومي بټیو او اټومي ازمیښتونو کې له درندو هستو وروسته تولیدېږي.

د فرانسویانو له وتلو وروسته د سیمې خلک د راډیواکټیف توکو ښخ شویو انبارونو ته ورغلل او په دې تمه چې ګوندې د کار څیز پکې پیدا کړي پلټنې یې پیل کړې.

دغو پلټنو نه یوازې د پلټونکو روغتیا ته ستر زیان واړاوه بلکې ښخ شوي توکي یې یو ځل بیا را برسېره کړل، چې په صحرا کې د موسمي بادونو په واسطه لرې پرتو سیمو او ښارونو ته لا ورسېدل.

دغو ازمیښتونو ته د نږدې سیمو اوسېدونکي وايي چې دوی ته هغه مهال د دغو ازمیښتونو د ډول او زیان په اړه هیڅ مالومات نه وو ورکړل شوي او د ازمیښتونو پر وخت دوی کله کله له کورونو په زور را ایستل شوي هم وو.

د انځور حقوق TANHA

دوی زیاتوي چې له اټومي ازمیښتونو یوه ورځ د مخه فرانسوي سرتېرو دوی ته د غاړې د امېلونو په ډول ډوزیمټرونه (د وړانګو اندازه کولو الې) ور کړې او اونۍ وروسته یې ورڅخه ټولې کړې او تر اوسه پورې یې د هغو ډوزیمټرونو مالومات له ځان سره ساتلي.

بېلابېل څېړنیز او خبري رپوټونه د سیمې د خلکو او طبي مرکزونو د ریکارډونو له مخې کاږي، چې له ۱۹۷۰ وروسته په الجزایر او په تېره بیا رقان کې د سږي سرطان، ناقصو ماشومانو زېږېدنې، پوستکي سرطان او له وړانګو سره تړلو نورو ناروغیو ګراف لوړ شوی.

که څه هم په سیمه کې د اټومي ازمیښتونو له کبله له خپرو شویو وړانګو د مرګونو او ناروغانو کره شمېر نشته، خو د فرانسې د دفاع وزارت رپوټونه وايي چې د دغو ازمیښتونو له کبله د ۲۷۰۰۰ انسانانو روغتیا ته زیان رسېدلی. خو الجزایري سرچینې بیا دا شمېره ۶۰۰۰۰ انسانان ښيي.

* هغه سړی چې د هېټلر د اټوم مخه یې ونیوله

* "پاکستان خپل اټوم بم د افغان جهاد له برکته ترلاسه کړی"

دا په داسې حال ده چې فرانسه هیڅ وخت دې ته نه ده حاضره شوې چې الجزایر ته د هغه وخت د ازمیښتونو ارشیف وسپاري.

که څه هم په رسمي ډول د فرانسې لخوا زیانمنو انسانانو ته د پور ورکولو یو رسمي پروګرام شته، خو تر اوسه یوازې ۲۰ کسانو ته د درملنې پیسې ورکړل شوې دي.

فرانسه هڅه کوي په رسمي ډول د دغې موضوع په اړه چوپ پاتې شي او د پردې تر شا خپله ټوله هڅه کوي چې دا موضوع تر خاورو لاندې پاته او هېره شي.

په یوه وروستۍ کامیابه هڅه کې فرانسه وتوانېده چې په دې اړه د الجزیرې نړیوال تلوېزوني کانال د مستند د خپراوي مخه ونیسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خواکیم روننبرګ د ناروې و او دویمه نړیواله جګړه کې یې د اېټلر د اټومبم مخه ونیوله. نوموړی تېر اکتوبر مړ شو.

خو دا موضوع کله نا کله د مدني او سیاسي فعالانو لخوا را پورته او زیانمنو ته د پور پرې کولو خبره یې توده شي.

په دې ترڅ کې د فرانسې پارلمان په الجزایر او پولینیشیا کې د فرانسې لخوا اټومي ازمیښتونو قربانیانو ته د ۱۱ ملیونو ډالرو پور پرې کول په ۲۰۱۰ کې تايید کړل.

د دغه پلان په کارولو سره نږدې ۱۰۰۰ کسانو د روغتیايي پور اخیستلو لپاره غوښتنلیکونه ور کړي، خو فرانسویان وايي چې هر غوښتنلیک د ډاکټر له تايید وروسته په پام کې نیول کېږي؛ چې دا پروسه یو کال وخت نیولی شي.

* څومره وړانګې مو وژني؟

* د شمالي کوریا پنځمې اټومي ازموینې په اړه پنځه ټکي

دوی وايي هر کس ته به تر ۸۰۰۰۰ ډالر ورکړل شي، خو رپوټونه وايي د ازمویښتونو له وخت بیا تر اوسه په سیمه کې ۱۵۰۰۰۰ انسانانو ژوند کړی او یا هم په دې سیمه کې لنډمهاله هستوګن وو او د فرانسي پلان شوې پیسې په هیڅ ډول دومره کسانو ته د روغتیايي پور پرې کولو لپاره بسنه نه کوي.

په دې تړاو روغتیايي ازامیښت ته ټاکل شوي فرانسوي ډاکټران وايي غوښتنلیک ورکوونکي باید د وړانګو له امله ۱۸ ناروغیو له ډلې یوه ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فرانسې د خپلو اټومي ازمېښتونو لپاره خپلو افریقایي مستعمرو ته مخه کړه

امریکا او انګلستان هم امریکايانو او اسټرالیایانو ته د خپلو اټومي ازمیښتونو په تړاو دې ته ورته د روغتیايي پور پرې کولو پروګرامونه لرل، خو د فرانسي هغه تر ټولو پڅ او د سیاسي اړودوړ په سیورې کې ساتل شوی.

که څه هم په دې وروستیو کې الجزایري مطبوعاتو، سیاسي سټو، مدني فعالانو او علمي مرکزونو دا موضع جدي نیولې او له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې د نړۍ پام د فرانسې له خوا دغه جنایت ته راواړوي.

په دې اړه نړیوالې فعالې ادارې هم اوس لږ لږ د الجزایر د خلکو دې غوښتنې ته د جدي پېښې په سترګه ګوري او هیله دا ده چې په الجزایر او د صحرا دښتو شا او خوا زیانمن شویو بېوزلو ته به عدالت تامین شي.