د ارتودوکس کلیسا مشر:"ځیرک تلېفون د دجال راتلو ته لار برابرولی شي"

  • 10 جنوري 2019 - 20 مرغومی 1397
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیي د ارتودوکس کلیسا مشر کاریل

د روسیې د ارتودوکس کلیسا مشر وايي، کوم کسان چې ځیرک تلېفون او نوې ټیکنالوجي کاروي، ممکن د دجال ظهور یا راتلو ته لار برابره کړي.

دجال چې پښتنو کې په خردجال هم مشهور دی د دیني باور له مخې، د اسلام او مسیحیت ضد بلل کېږي.

د ارتودوکس کلیسا د مشر دا خبرې د روسیې خواله رسنیو کې ډېرې لاس په لاس شوې دي.

ځینې کارنو منلډې ترې جوړې دي او نورو هم د خپل حکومت جوړولو لپاره د کلیسا لېوالتیا ښودلې ده.

د ارتودوکس کلیسا مشر بتریک کاریل د روسیې حکومتي تلوېزون ته ویلي، د ځیرک ملفون( موبایل ټلېفون) کاروونکي باید دې نړۍ شموله وېبپاڼې کارولو ته ځیر وي، ځکه دا "د بشریت د کنټرولو لپاره د یو ځای" نښه ده.

"دجال یا د مسیح ضد هغه سړی دی چې د نړیوال وېب سر کې ځای خپلوي او ټول بشریت کنټرولوي. کله چې تاسې دې وسایلو ته ګورئ دا چې مینه ور سره لرئ یا نه، دا چې ستاسو خپل ځای ښود فعالوئ که نه، یو مشخص کس متوجه کېږي چې تاسو چرته یاست، څه شی خوښوئ او له څه وېرېږئ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ارتودوکس کلیسا کشیشان پوتین ته نږدې هېوادپاله عقیده لري.

د نوموړي په خبره، ټیکنالوجي او لارې یې که نن نه وي سبا دا ښيي چې مسله یوازې معلومات ترلاسول نه دي، بلکې د دې معلوماتو کارول دي:

"تراوسه مو فکر کړی چې د داسې چا په لاس کې- چي دومره د نړۍ له وضعیت خبر وي- څه قدرت یو ځای کېږي، دا ډول قدرت یو ځای کېدل د دجال یا د مسیح ضد سړي د راتلو نښه ده".

بتریک کاریل وویل، د ده په مشرۍ کلیسا د ټیکنالوژۍ بهیر یا داسې سیستم پراختیا سره مخالفه ده چې د خلکو هوویت په نښه کوي.خو د نوموړي دې خبرو د خواله رسنیو ټول کارن قانع نه کړل.

د ټوېټر یوه کارن لیکلي: "کلیسا د علم یا د ټیکنالوجۍ بهیر مخالفه نه ده، بلکې د خلکو ځاني ازادۍ اندېښمنه کړې ده".

یوه بل ټوېټر کارن له باتریک کاریل سره د یوې ښځې د سیلفي انځور خپرولو سره لیکلي: "وخاندئ، د مسیح ضد د راتلو په حال کې دی".

بتریک کاریل د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین نږدې کس دی.

ښاغلی پوتین د دې کلیسا ځینې مراسمو کې هم ګډون کوي او ان سپېڅلي غره اتوس ته هم تللی دی.

ویل کېږي د روسیې د ارتودوکس کلیسا ډېر کشیشان د پوتین د هېوادپال باور سره نږدې عقیده لري.