ستاسو موبایل ستاسو په هکله څه وایي؟

د انځور حقوق Getty Images

ځیرک ټلېفون زموږ د هویت پیژندنې پر یوه برخه اوښتی.

له موږ ډېر کسان تر پنځه ساعته ډیر وخت له ځیرک ټلېفون سره تېروو.

خو ځیرک ټلېفون څه وايي، چې موږ څنګه کسان یو؟

د لینکن او لنکستر پوهنتونو څېړونکو د اندروید او ایفون لرونکپ ۵۰۰ کسان او له خپلو موبایلونو سره د دوی چلن څېړلی دی.

اندروید له ایفون پرته ګلګسي، سامسونګ او نور هغه ځیرک ټلېفونونه دي چې خپل جوړښت کې اندروید سیستم لري.

* ځیرک تلېفون وینه کې شکره هم کنټرولوي

* هند د څلورو ډالرو په بیه ځیرک تیلیفون جوړ کړی

هغوی وموندل چې موږ کوم ملفون(موبایل ټلېفون) غوره کوو، هغه زموږ د شخصیت ځانګړي اړخونه ښیي.

د بیلګې په ټوګه، څیړونکو موندلي چې د اندروید کاروونکي تر ایفون لرونکو ریښتني دي.

خو د ایفون وال ځوانان د اندروید والو پرتله ازاد خیال دي.

څېړنې ښوولې چې ښځې تر سړیو دوه برابره ډېر ایفون خوښوي، خو لامل یې لا نه دی معلوم شوی چې ولې؟

له بلې خوا د اندروید کاروونکي تر ډېره د پوخ عمر سړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښځې تر ډېره ایفون کاروي.

څنګه امکان لري چې د ځیرک ټلیفون غوره کول زموږ د شخصیت ځانګړي اړخونه وښیي؟

خو څېړونکو د موبایل غوره کول خپله خوښه بولي چې ور سره هر کس خپلې ځانګړتیاوې بیانولی شي.

د څېړنډلې سرپرست هدر شاو وايي: له مخکې لا ډېر موږ ته روښانه شوه چې ځیرک ټلیفونونه د خپلو کاروونکو کوچنۍ ډیجیټلي بېلګې دي.

* ورمیږ ته د ځیرک تیلیفونونو خطر

* اپل نوي ایفونونه او ځیرک ساعت معرفي کړل

که څوک وغواړي چې زموږ ټلېفون و کاروي نو له موږ ډېری کسان نارامه کېږو دا ځکه چې هغوی زموږ په هکله ډیرو شیانو باندې پوهېدلی شي.

د دې څېړنې له مخې، ایفون لرونکي تر اندروید کارنو ډېر شتمن دياو داسی ښکاری چې د ایفونو کاروونکې ډېره هڅه کوي چې ټلېفون یې ټولنیز حیثیت او ځای په ډاګه کړي.

هغوی ډېر عاطفي احساسات څرګندول هم غواړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اندروید کارن تر ایفون والو ډېر ریښتوني بلل شوي دي.

څېړونکو په خپلو څېړنو سره یو بل ګام هم پورته کړ او داسې کمپیوټري پروګرام یې جوړ کړ چې د یوه کس د کمپیوټري معلومات او اطلاعاتو له مخې د هغه شخص د ځیرک ټلېفون ډول هم اټکلولی شي.

یوه څېړونکي ډیویډ الیس د سي ‌نټ سره په ځانګړې مرکه کې وویل:" موږ یو سروې ډوله ماډل جوړولی شو چې له څو پوښتونو وروسته د یو کس په هکله اټکل وکړو چې څه ډول ټلېفون یی په جیب کې دی او دا اټکل له ۷۰ سلنه ډېر رشتیا را وځی.

سره له دې چې د خصوصي حریم او معلوماتو ټولولو موضوع نن مطرح ده، خو الیس او ډله یې دې پایلې ته رسېدلي چې د خلکو د همدې ساده انتخاب له لارې هم د دوی بنسټیز اطلاعات ترلاسه کولی شو.