ورځپاڼو ته کتنه د امریکا پخوانی سفیر: له طالبانو سره هوکړه د تسلیمېدو په مانا ده

د انځور حقوق Getty Images

واشنګنټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر رایان کراکر مقاله خپره کړې چې وايي له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره شوې هوکړه د تسلیمیدو په مانا ده.

ښاغلی کراکر له طالبانو سره خبرو کې پرشوي مختګ سخته نیوکه کوي او زیاتوي چې طالبان له افغان حکومت سره تر اوسه ځکه له خبرو انکار کوي چې وايي مشروعیت نه لري، خو امریکا حکومت له دغې ډلې سره د خبرو پر اډانې هوکړې کولو د داسې یوه حکومت مشروعیت په خپله تر پوښتنې لاندې راوستلی چې امریکايي ملاتړ کوي.

کراکر چې په پاکستان او عراق کې یې هم د سفیر دنده لرله لیکلي د افغانستان اوسنی وضعیت په پاریس کې د ویتنام جګړه کې د سولې خبرو ته ورته دی.

دی وايي دا وضعیت ښيي چې امریکا تسلیم شوې او اوس د دې تسلیمي پرشرایطو خبرې کوي.

نوموړی ټینګار کوي چې امریکا دې دا په ډاګه کړي چې د خبرو لپاره له اډانې پرته د نورو تخنیکي مسایلو په اړه د افغان حکومت له ونډې پرته خبرې نه کوي.

Image caption کراکر پر افغانستان سربېره پاکستان او عراق کې هم د امریکا سفیر و.

دی وايي امریکايي ځواکونه دې په افغانستان کې د امریکا د ملي ګټو د ښځو د حقونو په ګډون د نورو ارزښتونو د ساتلو لپاره په افغانستان کې تر هغه پاتې شي چې افغان دولت یې غواړي.

د جرمني دېر شپیګل مجلې خبریالان په هرات کې له طالبانو د جلا شوې ملا رسول ډلې له وسله والو سره د هغه کنټرول لاندې سیمو کې لیدلې، خبریالان د همدې ډلې له یوه مشر ملا نیازي سره غږیدلي دي.

ده ویلي که ناټو مزاحمت ونکړي دوی به په یوه کال کې خپل نفوذ پر ټول هېواد پراخ کړي او بیا به د سولې واقعي خبرې وشي. خو د راتلونکې په اړه او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د یوې پوښتنې په ځواب کې یې ویلي ښکاره خبره ده چې بیا به کورنۍ جګړه پيل شي.

دېر شپیګل لیکي لکه په تېر کې چې شوي بهرنیان یو ځل بیا د افغانستان د راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره لارې ډیکټه کوي. د پاکستان د رول په اړه دا مجله لیکي چې وخت په کار ده چې وکتل شي چې ایا پاکستان په رښتیا هم پر طالبانو خپل نفوذ کاروي او کنه.

ایشیا ټایمز لیکي د افغانستان راتلونکی له دیموکراسۍ ، بشري پرمختګ او د بشري حقونو خوندیتوپ پورې تړاو لري، او دا هغه برخې دي چې طالبان په کې ښه سابقه نه لري. نو امریکا ته په کار دي چې له طالبانو داسې ضمانت تر لاسه کړي چې دغو ټولو درناوي وړ ارزښتونو ته احترام وکړي. ایشیا ټایمز زیاتوي دا هغه ارزښتونه دي چې د امریکا د بهرنۍ کړنلارې مهم برخه ده او د ملیونونه افغانانو ژوندد همدې ارزښتونو له خوندیتابه سره تړلی دی.

ټایمز اف انډیا لیکي د امریکا د ملي استخباراتو ادرې مشر ډانیل کوټس سنا مجلس ته ویلي پاکستان به راتلونکې کې د هغو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي چې په افغانستان او هند کې ترهګریز بریدونه کوی او دې ډلو ته د خوندي ځای په ورکولو سره به په دغو هېوادونو کې د امریکا ګټي ګواښي.