کانګرو څه وخت په دوو پښو تګ زده کړ؟

  • 8 فبروري 2019 - 19 سلواغه 1397
د انځور حقوق PETER SHOUTEN/AUSTRALIAN GEOGRAPHIC
Image caption د کانګرو د پخوانیو خپلوانو انځور

څېړونکو موندلې چې کانګرو کله په دو پښو خوځېدل زده کړل.

د نويو کشف شویو فوسیلونو څېړل ښيي، چې په دوو پښو د کانګورو تګ ۲۰ میلیون کلونو ته ور ګرځي.

اوسنۍ کانګرو یوازني لوی تي لرونکي دي چې خپلې دوه پښې د تګ لپاره د دوو اصلي غړو په توګه کاروي.

د کانګر د پښو د هډوکو په فوسیلونو باندې څېړنو دا ښودلې چې د دوی له منځه تللیو خپلوانو هم پر پښو تګ کولی شو.

د نادرو کانګرو فوسیل د اسـرالیا د کوییزلند په شمال لویدیځ کې موندل شوی دی.

دا سیمه د مارانو، کڅوړه لرونکو، څکالو، مارمولکو، کروکېډیلو او د نورو الوتونکو د پاتې شونو یوه خزانه ده.

کانګرو په چټکۍ سره اوږده لار وهلی شي چې په دښتو او څړځیو کې یې دا ځانګړنه ګټوره ده.

یوه دودیزه نظریه دا وه چې د دې حیواناتو تګ له اقلیمي بدلونو سره رامنځ ته شوی دی، هغه بدلونونه چې وچه هوا یې له ځانه سره راوستله او څړځي یې پراخ کړل.

د انځور حقوق AFP
Image caption کانګرو تر ډېره اسټرالیا کې دي او ان خلک یې د کورنیو ژوو په ډول هم ساتي، خو کله کله یې دا کورني ژوي د مرګ سبب هم شوي دي.

دا څېړنه- چې د رویال سوسایټي اوپن ساینس کې چاپ شوې- وايي، دا قضیه دومره هم ساده نه ده.

هندسي ماډل جوړول یې ښيی چې د نوي نسل د کانګرو له منځه تللي پخواني خپلوان یې هم د اوسنۍ کانګرو په څېر تللی شوی.

څېړونکي وايي، د شواهدو پر بنسټ له میلیونونو کلونو راهیسې کانګرو د تلو توان لري.

د سوېډن د اپسالا پوهنتون څېړونکی بنیامین کر وايي:" دا موضوع د دې حیواناتو لویه بریا ښيي، چې څنګه له چاپيریال، استوګنځي او ایکوسیستمونو سره ځان برابر کړی دی او همدا لامل دی چې کانګوروګانې نن هم له چاپیریال سره په جوړجاړي کې بریالۍ دي".

ده زیاته کړه:" کانگرو له بیولوژیک پلوه هم په زړه پورې او حیرانوونکي حیوانات دي".