که پروتین غواړئ، ملخان وخورئ

ملخان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملخان د پروتینو یوه ښه سرچینه بلل کېږي

څو کاله وړاندې ملګرو ملتونو وړاندیز وکړ چې د پروتینو د ترلاسه کولو له پاره دې د حشراتو پر خوړولو فکر وشي. په لوېدیځ کې دې وړاندیز ته ډېره لیوالتیا ونه ښودل شوه، او په نوره نړۍ کې هغو میلیونونو وګړو ته چې وار دمخه یې ملخان خوړول دا وړاندیز کومه نوې خبره نه وه.

حشرات او په تېره بیا ملخان خوندور بلل کېږي خو نیول یې ډېر زکاوت او حوصلې ته اړتیا لري.

د بي بي سي خبریاله پیشنټ اتوهایر د ملخانو د ښکار له پاره د یوګانډا له پلازمینې کمپالا نه سویل خوا ته د مساکا په نامه سیمې ته چې له پخوا نه د ملخانو سیمه ګڼل کېږي تللې وه.

په دغه سیمه کې د تېلو بیلرونه تر سترګو کېږي چې په کتارونو کې ایښودل شوي او په فلیزي څارونو د کوټو په بڼه پوښل شوي دي. البته د هغه کوټي دي چې د ملخانو ښکار په کې کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوګانډا کې د ملخانو نیولو لپاره ځانګړې کوټې جوړې شوې دي

پیشنټ لیکي:

"موږ د ښار په څنډه کې د ملخانو د ښکار په یو ځای کې تر ماښامه کیناستو. څو کسانو د ښکار ځایونو له ستنو نه پیچلې مزي تېرول او بیا یې په کې څراغونه ځوړند کړل، خو د دغو څراغونو رڼا دومره ډېره وه چې تاسو ورته مخامخ نه شوای کتلی.

خو همدا چې تیاره ډېره شوه ملخان لکه باران د تېلو په بیلرونو کې لوېدل ځکه رڼا یې لیدلې وه او غوښتل یې ورته راشي.

له نیم ساعت نه په کم وخت کې داسې ښکاریده چې د ملخانو ښکار ښه روان دی. په سیمه کې هر چا خپل خوب د ملخانو د ښکار په خاطر قرباني کړی و.

زموږ د ټولو سترګې پړسیدلې وي، بې خوبه وو، خو همدا وخت چې وګوره بیګاه شپه ښکار څنګه و؟ هلکانو له بیلرونو نه شنه او خړ ملخانو په بوجیو کې تش کړل. په دغه شپه ټول نیول شوي ملخان دوه بوجۍ وو.

ښکاریان ناهیلي ښکاریدل. یوه ښکاري ویل مخکې به یې په شپه کې شل بوجۍ ملخان نیول خو اوس ډېر نه نیول کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ ځینو برخو کې ملخان له پخوا راهیسې خوړل کېږي

د ملخانو هره بوجۍ په درې سوه زره شیلینګ چې اتیا امریکايي ډالر کېږي پلورل کېږي. یوه پیاله تازه ملخان په څه کم یو ډالر پلورل کېږي. د ملخانو پښې او وزرې له پرې کېږي او په پاکټونو کې د خرڅلا په خاطر اچول کېږي.

یوه اندازه یې هم ایشول کېږي چې تر ډېره پورې د خوړو وړ شي او دا ملخان بیه له خامو هغو نه ګران دي ینعي یوه پیاله یې په پنځه زره شیلنګ چې څه کم دوه امریکايي ډالر کېږي.

په ځینو سیمو کې ملخان په غوړیو کې هم سره کېږي چې له دې سره تر پنځو میاشتو پورې د خوړو له پاره چمتو کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ ځینو برخو کې د څړځایونو ډېرولو لپاره ځنګلونه وهل کېږي

هغه یوګانډایان چې په نورو هېوادونو کې اوسېږي ډېر ځله له خپلو عزیزانو غواړي چې ملخان ورته له هېواده واستوي. په پلازمینه کمپالا کې د ډېرو ځوانانو ورځنۍ کار همدا د ملخانو پلورل دي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۳ کال کې وړاندیز وکړ چې د پروتینو د ترلاسه کولو له پاره دې د حشراتو پر خوړولو فکر وشي خو په ختیځه افریقا کې ګڼو خلکو له دې نه وړاندې لا د حشراتو خوړل پیل کړي و.

د یوګانډايي ملخانو د کمېدو لامل یوازې دا نه دی چې په کور دننه او بهر ورته اشتها ډېره ده، بلکې دغلته اوس ډېر شنه او ځنګلي ځایونه چې ملخان په کې اوسېږي د څارویو د فارمونو په خاطر کارول کېږي

اړونده مطالب

ورته مطالب