واړه بوخت کارګر چې له لویې ستونزې سره مخامخ دي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

واړه بوخت کارګر چې له لویې ستونزې سره مخامخ دي

يوه لويه نوې ساينسي څېړه وايي بشري فعاليت ښايي د يوې پېړۍ اوږدو کې ټولې حشرې ورکې کړي. حشرې د ګياوو او نباتاتو القاح او ښېرازۍ کې خورا مهم رول لري، نو که یې شمېر کمېږي د خوړو د توليد کچه به هم ګواښي. د دې حالت پړه تر ډېره پر حشرو ضد درمل، کرنه او اقليمي بدلون اچول شوې ده.

اړونده مطالب