د شکرې درملنه کې د وزن کمولو رول مهم دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption میوې او سبزۍ د وزن کمولو او شکرې ناروغۍ کابو کولو کې لوی رول لوبوي.

څېړنو موندلې چې د دویم ډول یا ټایپ- ۲ شکرې ناروغۍ ناروغان که د دریو میاشتو لپاره یوازې د ۸۵۰ کالوريو درلودونکي خواړه وخوري او بیا دوه کاله پرلپسې خپل وزن کابو کړي، نو کولای شي د شکرې ناروغي له منځه یوسي.

څېړنې د ناروغانو له ډلې درېیمه برخه باندې یې بریالۍ پایلې درلودې.

څېړنه ښيي چې د وزن کمول یې تر ټولو مهمه برخه ده او اوسمهال ویل شوي چې د درملو له لارې باید د وزن په کنټرولولو پام وشي.

یوازې په بریتانیا کې په ټایپ - ۲ ډول شکرې ناروغي هرو ۱۶ لویانو کې ۱ اخته دی.

دا ډول شکرې ناروغي د وینې د خوږې یا شکرې کچه له کنټروله باسي او جدي ستونزې پېښولای شي، لکه د پښې پرې کېدل، ړندېدل او د زړه درېدل.

د څېړنه بېلګه

جو د سکاټلنډ په ګلاسګو کې اوسېږي او شپږ کاله مخکې د شکرې په دوهم ډول یا ټایپ - ۲ اخته شوی. نوموړي ته دوه ډوله درمل ورکړل شوي وو چې د وینې خوږه یې کابو وساتي.

نوموړي بي بي سي ته وویل چې ده ګومان کاوه، پاتې ټول ژوند به همدا درمل خوري.

کله چې نوموړي په څېړنه کې برخه واخیستله او یوازې د میوو او سبزیو جوس یې پیل کړل چې وزن یې کم کړي، خوراک یې ګران او بې خونده و.

دی ۹۰ کیلو و، خو په ۳ میاشتو کې یې ۱۷ کیلو وزن کم او ۷۳ کیلو کړ.

له دوو کلونو وروسته د ده وزن اوس ۷۷ کیلو دی، دی هڅه کوي خپل وزن نورمال وساتي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورزش د شکرې ناروغۍ د کنټرول تر ټولو غوره لاره بلل شوې.

جو د ۱۴۹ کسانو له ډلې و چې دغه ډول خواړه ورکړل شوي وو او ورته ویل شوي وو چې باید ورزش وکړي.

کله چې له درېیو میاشتو وروسته دوی بېرته عادي خواړه پیل کړل، نو ځینو ته یې اړتیا وه چې بېرته درمل پیل کړي. خو د جو په ګډون ۳۶ سلنه داسې وو چې اړتیا نه وه بیا درمل وکاروي.

د څېړنې ګډونوالو ته ویل شوي وو چې روغتیا ته پام وکړي او وزن کم وساتي.

Image caption سبزۍ نه یوازې د شکرې بلکې نورو ناورغیو مخه هم نیسي.

د دې څېړنې ډاکټر روی ټایلر وایي دغه څېړنې پایلې ډېرې مهمې دي او داسې څه روښانوي چې پخوا نه وه څرګنده.

څېړونکي وایي هغوی چې لږ تر لږه ۱۰ کیلو وزن یې کم کړی او اوږدمهاله یې وزن هماغه ډول ساتلی د شکرې ناروغۍ دا ډول یې له منځه وړی.

خو ځینې نور څېړونکي بیا وایي چې لا زیاتې څېړنې ته اړتیا ده چې ښکاره کړي چې ایا هغه ناروغان چې شکرې ناروغي یې له منځه تللې له جنیټيکي پلوه څومره دې ته چمتو وو.

د بریتانیا د روغتیا اداره وایي هر څوک دغه ډول ازموینه کې برخه نه شي اخیستلای، ځکه د خلکو په بدن او فزیکي فعالیت پوره اړه لري.

دا څېړنه د روغتیا (لنست) مجله کې هم خپره شوې.

ورته مطالب