د انسان او حیوان تر منځ احساسات څومره سره شریک دي؟

  • 13 مارچ 2019 - 22 کب 1397
ځینې وخت موږ فکر کوو یو کس یوازې پر انسان پورې محدود دی، چې داسې نه ده حیوانات یې هم لري د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې وخت موږ فکر کوو یو کس یوازې پر انسان پورې محدود دی، چې داسې نه ده حیوانات یې هم لري

نه یوازې انسان د خوند، درد او وېرې احساس لرلو توان لري، بلکې دا احساسات د ګڼو نورو حیواناتو د وګړو د بقاء لپاره هم ډېر مهم دي.

خو تر ټولو ډېر پېچلی احساس څه دی، لکه د خپلوانو په مړینه ویر کول او یا د ناتار پر وړاندې غوسه ښکاره کول؟

پرمختللې بیولوژي او دماغي علم دې پایلې ته رسېدلي چې زموږ عصبي سیستم د ځینو حیواناتو له عصبي سیستم سره ډېر ورته والی لري، په تېره بیا تي لرونکي حیوانات.

نو څومره چې موږ فکر کوو ځینې احساسات یوازې پر انسان پورې محدود دي، تېروتي یو.

لاندې پنځه هغه بېلګې دي چې د اسپانوي عالم او انټروپولوجۍ عالم بابلو هیریروس په "د حیواناتو عاطفي ذکاوت" کتاب کې راغلي دي:

۱- د انصاف احساس

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابوتچین بیزو په معامله کې د انصاف حس لري

ډېری انسانان د عادل او نا عادل تر منځ توپیر کولی شي، چې "کاپوتچین" بیزوګانې هم دا کار کول شي.

په اتلانتا کې د "یورکس بریمات" په نامه مرکز څېړونکو ځینو کاپوتچین بیزوګانو ته اصلي بادرنګ او بلې ډلې ته یې پلاستیکي بادرنګ ورکړي.

بلې ډې ته یې انګور ورکړي چې تر بادرنګ ډېر یې خوښ کړي.

۲- په غچ اخیستو کې لېوالتیا

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې حیوانات د غچ اخیستو احساس لري

موږ ټول په یوه پړاو کې د غچ اخیستو له لېوالتیا سره مخامخېږو، نو حیوانات ولې دا کار نه شي کولی؟

په ۲۰۱۶ کال کې، د هند ختیځ رانتچشي ښار کې ځینو فیلانو پر یوه کلي برید وکړ او استوګن یې د خپل ژوند د خوندیتوب په خاطر تېښتې ته اړایستل. حیواناتو د هغه فیل مړی لټاوه چې د اوبو په یوه ویاله کې لوېدلی او مړ شوی و.

حیوانات د انتقام او غچ اخیستو حس له دښمنانه کړنو زدکوي.

شمبانزي ته هم خپل ملګري او دښمنان ښه ور په زړه کېږي، که دښمن یې پر ملګري برید وکړي، نو دوی غچ اخیستو ته چمتو کېږي.

۳- له مور سره مینه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د توکیو پوهنتون څېړونکي ځینې وخت مور د خپلو بچیانو د غذا د خوړلو پر وړاندې د مقاومت شاهدان وو.

انسانان د مینې او د بچیانو د ساتنې عاطفي میلان لري، خو ګڼ نور حیوانات هم لکه له مور سره د مینې لرلو په څېر احساس لري.

د تنزانیا یوه شمبانزي چې په کریسټینا مشهوره ده، د خپل هغه کوچني بچي د ساتنې لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، چې یوازې ونه اوسېږي.

د توکیو پوهنتون څېړونکي ځینې وخت مور د خپلو بچیانو د غذا د خوړلو پر وړاندې د مقاومت شاهدان وو.

همدارنګه، بل څوک یې هم د خپل کوچني پورته کولو ته پرې نه ښود.

بابلو هیریروس د هغې فیلې او بچي په اړه ولیکل، چې په تایلنډ کې له خپلې ډلې جلا شوي وو او کوچنی یې غلا شوی و.

کله چې دواړو بېرته سره وموندل، تر یوه ساعت پورې یې یوه او بل ته رډ رډ وکتل او بیا سره غاړه غړۍ شول.

۴- غمجن زړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption توتیان د خپل ژوند د شریک/شریکې په مړینه غمجنېږي

بېلتون او د ژوند د شریک له لاسه ورکول د زړه غم پیدا کوي.

ځینې توتیان چې د ژوند په اوږدو کې د ژوند له شریکانو سره مخلص وي، له لاسه ورکولو کې یې زړونه سخت غمګین شي.

که د ژوند ملګری/ملګرې یې ناڅاپه ومري، شریک یې ډېر غمجن کېږي او ان ځینې وخت خواړه هم نه خوري او لا کمزوری کېږي.

۵۰ خواخوږي او زړه سوی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تتعاطف الفئران مع بعضها

انسانان د نورو د خواخوږۍ او زړه سوي احساس لري.

په ۲۰۱۶ کې یوې څېړنې وښوده، بېدیايي موږک له نورو غمجنو موږکانو سره خواخوږي ښيي.