ایا هګۍ مو روغتیا ته تاوان رسوي؟

هګۍ د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړنه ښيي چې د ورځې دوه هګۍ خوړل کېدی شي د زړه د ناروغیو لامل وګرځي.

له کلونو راهیسې شنونکي په دې اړه بحث کوي چې د هګیو خوړل روغتیا ته ګټه رسوي که تاوان.

ځواب په دې پورې اړه لري چې د اوونۍ څو هګۍ خورئ. دا په دې وروستیو کې د جاما په نامه یوې روغتیايي مجلې کې خپره شوې یوه نوې څېړنه لیکي.

څېړنه وایي چې د ورځې دوه هګۍ کولی شي د زړه ناروغي وزېږوي او له وخت مخکې د مړینې سبب وګرځي.

دا ځکه چې د هګۍ په ژیړو کې له کچې ډېر کولیسټرول دي. یوه هګۍ کابو ۱۸۵ میلي ګرامه کولیسټرول لري چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ورځې د کچې نیمایي برخه جوړوي.

منځني ګواښونه

دغې څېړنې د شپږو بېلابېلو څېړنو معلومات راټول کړي چې ۳۰ زره خلکو پکې د ۱۷ کلونو په اوږدو کې ګډون کړی. څېړونکو موندلې چې د ورځې ۳۰۰ میلي ګرامه کولیسټرول د زړه د ناروغیو چانس ۱۷ سلنه زیاتوي او د مخکې له وخته مړینې بیا ۱۸ سلنه زیاتوي.

د هګیو په برخه کې دوی موندلې، چې د اوونۍ له درېیو تر څلورو هګۍ خوړل د زړه د ناروغیو چانس ۶ سلنه او مخکې له وخته د مړینې چانس ۸ سلنه زیاتوي. خو د ورځې دوه هګۍ خوړل بیا دغه ګواښ تر ۲۷ او ۳۴ سلنه لوړوي.

خو څېړنه په یوازې ځان په خلکو شوې، په دې مانا چې د دوی د ورزش کچه، عمر، سګرټ څکول او د وینې فشار په پام کې نه دی نیول شوی.

همدارنګه یوازې د خلکو د خوړو کچه ثبت شوې او نور هېڅ نه.

نو دا ښکاروي که تاسو هګۍ خورئ، خو ورزش ورسره کوئ، نو پایله بیا بدله ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که هګۍ مو خوښېږي نو سپین یې خورئ.

له پخوانۍ څېړنې سره تضاد

دا څېړنې له پخوانۍ یوې سره په تضاد کې ده چې موندلې یې وه د هګیو د کارولو او د زړه د ناروغیو تر منځ هېڅ تړاو نشته.

خو اوس څېړونکي وایي دا ځکه چې پخوانیو څېړنو کې د معلوماتو ټولګه لنډه او ډېرو خلکو پکې برخه نه وه اخیستې ځکه خو د دوی څېړنې کېدی شي غلطې وي.

د هګیو د کارونې په هکله معلومات د یوه پوښتنلیک له لارې راټول شوي ول چې پکې ځواب ورکوونکو څخه پوښتل شوي وو چې په تېرو میاشتو او کلونو کې یې د هګیو د خوراک کچه څه ډول وه.

نور شنونکي وایي دغه پایلې اوس په امریکا کې ترلاسه شوې دي او د هر توکم او هرې ډلې خلکو پکې برخه اخیستې، په دې مانا چې پایلې هر اړخیزې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډاکټران وایي د هګیو له خوراک سره باید پام وشي.

څومره هګۍ باید وخورو؟

څېړنه وایي چې په اوونۍ کې له درېیو هګیو ډېرې باید ونه خورو.

او د هغوی چې هګۍ یې خوښېږي باید یوازې سپین یې وخوري.

څېړونکي وایي د څېړنې پایله دا نه ښيي چې خلک دې د هګیو خوراک بند کړي، بلکې په پام سره دې یې وخوري.

د نړۍ تر ټولو ډېرې هګۍ چېرته خوړل کېږي؟

لاندې شمېرې په یوه کال کې د یوه کس پر سر د هګیو شمېر دی:
هېواد په کال کې د کس په سر هګۍ:
مکسیکو ۳۵۲
مالیزیا ۳۴۲
جاپان ۳۲۹
روسیه ۲۸۵
ارجنټاین ۲۵۶
چین ۲۵۴
امریکا ۲۵۲
دینمارک ۲۴۵

څېړنه وایي چې په امریکا کې د ورځې اوسط کولیسټرول ۶۰۰ میلي ګرامه دی چې د روغتیا له اړخه د وړاندیز شوې شمېرې ۲۲۵ میلي ګرامه څخه خورا زیات دي.

ورته مطالب