د نیویارک یوه سیمه کې د شري وبا خپرېدو له امله بېړنی حالت

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اروپا او امریکا له شري سره مخ دي.

د امریکا د نیویارک ښار یوه سیمه کې د ماشومانو یو ډول وبا یا شري خپرېدو له امله بېړنی حالت اعلان شو.

دې وبا په راک لینډ سیمه کې ۱۵۳ ماشومان نیولې، ځکه عامه ځایونو ته د هغو ماشومانو په تګ بندیز لګول شوی چې ستنې یې نه دي لګولې.

که څوک د دې بېړني حالت خلاف ورزي کوي پنځه سوه ډالر جرمانه او شپږ میاشتې بندي کېږي.

په واشنګټن، کلیفورنیا، ټیکساس او ایلونای ایالتونو کې د شري یا (خسره یا سرخک) تر خپرېدو وروسته دا بېړنی حالت اعلانېږي.

په دغه ناروغۍ اخته کس له تبې، ټوخلې، پوزې بهېدلو او د پوستکي سره کېدلو سره مخ کېږي.

امریکا کې د مذهبي یا نورو خنډونو لامله د دې ناروغۍ پوره ختمولو لپاره واکسین کول کم شوي دي.

ځینې میندې پلرونه له دې وجې هم دا واکسن نه کوي چې د دوی په باور دا ډول ماشومان له اوتیزم( د دماغو کمه وده) سره مخ کېږي.

د واکسین مخالفت

د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، راک لنډ کې هم دا وبا دودپالو یهودانو کې تر ډېره خوره شوې ده.

د دې سیمې مشر ایډ ډي وايي، چې واکسین د ځايي خلکو له خنډ سره مخ دي:

"خو دا بې مسوولیته او د نه منلو چلن دی".

دی وايي اوس هم چې کله روغتیاپال اغېزمنو خلکو کورونو ته ورسېدل، نو ورته وویل شول چې دې برخه کې خبرې نه کوي.

د راک لنډ ځايي رسنۍ مدیر ډيلن سرکولف له بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې دې وروستیو کې امریکا کې د شري پېښې خورا ډېرېږي.

ویل کېږي له شپږو میاشتو راهیسې دا شمېر ډېريږي.

هغه دا هم وايي، چې چارواکي مذهبي خلک هڅوي چې خپلو بچیانو ته واکسین وکړي.

امریکا او اروپا کې خسره

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دودپالي یهودان تر ډېره د شري د واکسین مخالف دي.

اروپا او امریکا له دې ناروغۍ سره مخ دي، خو ولې داسې کېږي، د دې ناروغۍ جراثېم نه دي بدل شوي، بلکې د انسان چلن بدل شوی دی.

له دې ناروغۍ اوتېزم پیدا کېږي، دا هغه ګنګوسه ده چې ځینې بچي یې له واکسین بې برخې کړي او ډېر میندې پلرونه د شري له خطرو خبر نه دي.

د نړۍ څو هېوادونو کې لا هم شری شته چې هر کال د نوي زره کسانو ژوند اخلي.

دا ناروغي د ځنګل د اور په څېر په چټکۍ خپرېږي.

نړۍ کې د شري د واکسین تاریخ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خسره نړۍ کې هر کال نږدې نوي زره کسان وژني.

شری یوه خورا خطرناکه ناروغي ده او له امله یې سږو او دماغ ته هم تاوان رسېږي.

خو له دې خطر سره سره څو هېوادونو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي واکسین کم شوی دی او حکومتونه نوې لارې چارې لټوي.

لکه برتانیا کې حکومت د نوي قانون جوړولو هڅه کوي او غواړي د ټولنیزو اړیکو وېبپاڼې د داسې موادو لرې کولو ته اړې کړي چې د دې واکسین په هکله ناسم مالومات برابروي.

اروپا کې پر ۲۰۱۸ کال د شري ۸۲ زره پنځه سوه پېښې شوې وې چې تېره لسیزه کې کوم بل کال دومره ډېرې پېښې نشته او د ۲۰۱۷ کال پرتله درې چنده ډېرې دي.

د روغتیا نړیواله اداره په ۲۰۱۹ کال کې د واکسین خلاف هڅې د عامې روغتیا لپاره لوی ګواښ بولي.