هغه مار چې ۷۳ هګۍ یې خېټه کې دي

د انځور حقوق BIG CYPRESS NATIONAL PRESERVE

فلوریډا ایالت کې د ځنګلي ژوو چارواکو داسې ماره نیولې چې پنځه متره او ۲۰ سانتي متره اوږده ده او دې سیمه کې تر ټولو لویه نیول شوې ماره بلله کېږي.

د پیتون ډوله مارانو له ډلې دا ماره ۶۳،۵ کیلوګرامه وزن او خېټه کې ۷۳ هګۍ لري.

د پارک څېړونکو له مارانو سره راډیویي وسیله نښلولې او په مټ یې دې مارې ته ورسېدل.

دوی وايي، د دې مارې نیولو سره به ډېر علمي مالومات ترلاسه کړي، د مار لېږدولو وسایل به لا ښه کړي او د پیتون مارانو برخه کې به نور څه وکړي.

* د تشناب پر کمود ناسته ښځه مار وچیچله

* د مار زړه، د چونګښو ښوروا او د موږک شراب؟

پیتون د نړۍ د پنځه ډوله سترو مارانو له ډلې دي چې اتیایمه لسیزه کې اول ځل فلوریډا کې وموندل شول او د بریدګرو مارانو ډله کې حسابېږي.

دا ژوی اصل کې د اسیا دی، خو داسې ښکاري چې د کورني ژوي په توګه فلوریډا ته وړل شوی او وروسته خوشی شوی دی.

پر ۱۹۹۲ کال سوېلي فلوریډا کې د اندرو توپان له امله د دې مارانو د روزنې مرکزونو له منځه تلو سره بیا هم دا ژوی ډېر شوی دی.

دا ماران فلوریډا کې طبیعي دوښمن نه لري او د امریکا د ځمکپوهنې څېړنیز مرکز وايي، چې د منځنیو تي لرونکو په سخت کمولو کې مهم رول لري.

همدا وجه ده چې فلوریډا کې د پیتون د کنټرول لپاره مختلفې لارې کارېږي، ان واشنګټن پوسټ وايي، خلک د دې مار وژلو ته هڅېږي او همدارنګه یې د لېږدولو پروګرام ملاتړ کېږي.

د اټکل له مخې په لسګونو زره پیتون ماران د فلوریډا په اورګلیدز کې دي.