کهکشان کې د تور غار لومړی انځور خپور شو

  • 10 اپریل 2019 - 21 وری 1398
کهکشان د انځور حقوق EHT COLLABORATION
Image caption د هالند راد باود پوهنتون پروفیسر هیینو فالکي چې د دغې تجربې وړاندیز یې کړی و، بي بي سي ته وویل، تور غار په ایم - ۸۷ نومي کهشکان کې دی.

ستور پېژندونکي توانېدلي چې لومړی ځل د بلک هول یاکهکشان کې د تور غار تصویر واخلي چې په په یوه لرې پراته کهکشان کې دی. دا خورا لوی غار دی، چې اوږدوالی یې څلور سوه میلیارده کیلومتره دی او د ساینسپوهانو په خبره د غار ټوله کچه د ځمکې له ټولټال حجمه درې میلیونه ځله زیات دی چې ساینسپوهان یې یوه 'لویه بلا ' بولي.

دغه تور غار پنځه سوه ټریلیونه کیلومتره لرې دی او عکسونه یې د نړۍ لر او بر کې د اتو ټیلیسکوپونو یوې شبکې اخیستي دي، چې جزیات یې نن د اپریل لسمه په استرو فزیکل ژورنال کې خپاره شوي دي. د هالند راد باود پوهنتون پروفیسر هیینو فالکي چې د دغې تجربې وړاندیز یې کړی و، بي بي سي ته وویل، تور غار په ایم ۸۷ نومي کهشکان کې دی. نوموړی وايي:

''هغه څه چې موږ وینو کچه یې زموږ له ټول شمسي نظامه هم ستره ده. دا د لمر پرتله شپږ اعشاریه پنځه ملیارده ځله ستر دی او د هغو ټولو تورو غارونو پرتله دروندی دی، چې موږ فکر کوو شته دي. دا رښتیا یو عفریت دی او په کهشکان کې د شته ټولو نورو پرتله پیاوړی دی. ''

د انځور حقوق DR JEAN LORRE/SCIENCE PHOTO LIBRARY
Image caption دغه سپینه هاله غار ته د خورا ډېر تاوده ګاز تویېدو له کبله رامنځته شوې.

د پروفیسر فالکي په خبره په تصویر کې ( د اور یوه رڼه دایره) لیدل کېږي، چې د یوه دایروي تور غار شاو خوا یې نیولې ده.

دغه سپینه هاله غار ته د خورا ډېر تاوده ګاز تویېدو له کبله رامنځته شوې. د هاله روڼوالی په کهکشان کې د شته بیلیونونو ستورو له ګډې رڼا هم تېزه ده، ځکه له دومره لرې ځمکې هم روښانه ښکاري. په منځ کې د تورې دایرې ژۍ هغه ځای دی چې له لارې یې ګاز غار ته لار مومي او دا داسې عنصر دی چې د پنډوالي له کبله رڼا هم نه شي ترې تېرېدلای.

د انځور حقوق KATIE BOUMAN
Image caption ماهرین وايي ډيتا دومره ډېره ده چې د انټرنېټ له لارې یې استول ګران دي او ځکه په ګڼو هارډ ډیسکونو کې ساتل شوې ده

د یونیورسټي کالج لندن پروفیسر زیري یونسي په وینا نوی تصویر د تیورۍ فزیکپوهانو او هالیووډ فلم جوړونکو هغه تصور ته کټ مټ ورته دی، چې په کهکشان کې یې د یوه تور غار په اړه یې لري.

پروفیسر فالکي ۱۹۹۳ کال کې چې د دکتورا محصل و، دغه پروژه وړاندیز کړې وه.

لمریز نظام نه د باندې د انسان استازی

لمر: پنځون، پیل او پای __لومړۍ برخه

هغه مهال هیچا فکر نه کاوه چې دا پروژه کامیابیدای شي. خو نوموړی لومړنی ساینسپوه و چې په اند یې د بلک هول نژدې شاوخوا کې داسې رادیویي وړانګې رامنځته کېدای شي چې له ځمکې یې ټیلیسکوپ لیدلای شي. نوموړي دغه راز د ۱۹۷۳ کال یو ساینسي تحقیق هم رابرسېره کړ چې وايي د دوی د خورا ډېر ثقل کشش له کبله د کهکشان تور غارونه له اصلي بڼې دوه نیم برابره زیات لوی ښکاري.

د انځور حقوق JASON GALLICCHIO

دغو دوو عنصرونو چې مخکې معلوم نه وو، ناڅاپه دغه واقعیت چې ناممکن بلل کېده، ممکن کړ. تر شلو کلونو پورې د دغې موضوع په تړاو له بحثونو وروسته پروفیسر فالکي د اروپا څېړنې شورا وهڅوله چې پروژه کې پانګونه وکړي. د ساینس ملي فاونډېشن او ختیځه اسیا کې یو شمېر ادارو وروسته د ۴۰ میلیونو پاونډو دغه پروژه کې مالي مرسته وکړه.

اړونده مطالب

ورته مطالب