د درې کسانو ګډ ماشوم وزېږېد

امبریو د انځور حقوق SPL
Image caption په اردن کې داسې یوه قضیه کې دغه تجربه تر سره شوې وه، چې خورا ډېرې ناندرۍ یې راپورته کړې.

په اسپانیا او یونان کې ډاکټران وايي، د یوې شنډې ښځې له نسه یې د اولاد زېږون شونتیا په موخه له دریو کسانو یو ماشوم زېږولی دی. د نوي زېږېدلي ماشوم وزن دوه اعشاریه نهه کیلو ګرامه دی. ډاکټران وايي، دغه ماشوم چې پر پنجشنیه وزېږېد او مور یې له روغتیايي پلوه غوره حالت کې دي.

ډاکټرانو ویلي، دوی دې سره د طب په تاریخ کې نوی څپرکی زیات کړی چې په خبره یې د نړۍ لر او بر کې به له بې اولاده کسانو سره مرسته وشي. خو برتانیا کې ځینې ماهرین وايي، دغه ډول پروسه اخلاقي پوښتنې راپورته کوي او باید و نه شي.

په دغه تجرباتي بهیر کې د یوې مور هګۍ، د پلار سپرم او د یوې بلې ښځې هګۍ چې د بسپنې په توګه یې ورکوي، یو ځای کېږي. تجربه له هغو کورنیو سره د مرستې لپاره وده ورکړل شوې وه، چې له هغو وژونکو میتوکندریاي ناروغیو اغېزمن دي، چې له موره ماشوم ته لېږدي.

په اردن کې داسې یوه قضیه کې دغه تجربه تر سره شوې وه، چې خورا ډېرې ناندرۍ یې راپورته کړې. د مېندوارۍ یو شمېر ماهرین په دې باور دي چې دغه تکنالوژي له رحمه بهر د هګۍ او سپرم یو ځای کولو بهیر(ای وې ایف) ستونزې هم ډېرولای شي.

اول ځل د انسان هګۍ لیبارټري کې وده وکړه

ولې هر کال تر نجونو ډېر هلکان زېږي؟

د مړې ښځې له رحمه لومړی ځل ماشومه وزېږېده

میتو کندریا هغه کوچنۍ برخې دي چې د بدن په هره ژوڼکه کې شته او خواړه په انرژۍ بدلوي. د میتوکندریاي ناورغیو په حال کې دغه برخې غیر فعاله شي او د یوې مېندوارې ښځې ډي این اي او د بسپنه ورکونکې ښځې د هګۍ یو ځای کېدل د دغه ډول ناروغیو مخه نیولای شي.

بل لور ته داسې ګومان هم کېږي، چې میتو کندریا ښايي په کامیابه مېندوارۍ کې هم رول ولري. د دغې ادعا په اړه کومه تجربه نه ده شوې. هغه یونانۍ ښځه چې ماشوم یې زېږولی، ۳۲ کلنه ده او د ای وې ایف له یو شمېر ناکامه تجربو تېره شوې ده.

د ډاکټر دریځ

دغه ښځه اوس د یوه ماشوم مور ده او زوی یې ځکه د بسپنې ورکونکې ښځې خورا لږ ډي این اي په خپل وجود کې لري، چې میتو کندریا خپله ډي این اي درلودله. اتنز کې د ژوند په نامه انسټیټیوټ مشر ډاکټر پاناګیوتیس فڅاتاس وايي:

''له خپلو جنیټیک موادو سره د مېندوارۍ په تړاو د یوې ښځې داسې حق چې هيڅوک یې ترې نه شي اخستلای په واقعیت بدل شوی دی. موږ د مرستې له لارې د تولید نړیوال نوښت د اعلان پر مهال ویاړو او اوس داسې دریځ کې یو چې له کم سارې میتوکندریاي ناروغیو سره او یا د هغو ښځو لپاره هم د یوه روغ رمټ ماشومو درلودل شوني کړو چې بیا بیا یې د ای وې ایف ناکامه تجربه کړې. ''

یوناني ډاکټرانو دغه تجربه د اسپانیا له امبروای ټول نومي مرکز سره په شریکه کړې چې وايي، ۲۴ نورې ښځې په دغه تجربه کې برخه اخلي او اته جینونه ځای پر ځای کولو ته چمتو دي.

د ۲۰۱۸ کال فبرورۍ کې د برتانیا نیو کاسل کې د دغې تکنالوژۍ مخکښو ډاکټرانو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې له دریو کسانو د برتانیا لومړی دغه ډول ماشوم وزیږوي.