د ټوېټر د بنسټګر عجیب او غریب ژوند
ډورسي تر تېر کال ۱،۴۰ ډالر تنخا لرله.
که تاسو سهار پنځه بجې پاځېږئ، سختو یخو اوبو کې غوپه کېږئ، نو ژوند کې هرڅه ترلاسولی شئ.
ښايي دا تاسو ته ریښتیا نه ښکاري، خو د ټوېټر بنسټګر او مشر جېک ډورسي ته نژدې ملګري دې خبره کې شک نه کوي او د دوی په خبره، د ډورسي د بري راز هم په دې کې دی.
دا خبره هغه وخت پیدا شوه چې ښاغلي ډورسي د بدني ورزش یوه غونډه کې وویل، د ورځې یوازې یو وخت ډوډۍ خوري، شنبه او یکشنبه تر ډېره لوږه تېروي او هره ورځ چټکو ګامونو سره دفتر ته ځي چې له کور یې اته کیلومتره لرې دی.
یوازې ورزش او کم خوراک نه دی، بلکې د ۴۲ کلن ډورسي د خبري کېدو یوه بله وجه د ده خپله تنخا ده.
یو ډالر او ۴۰ سېنټه تنخا
د نوموړي د کمپنۍ له خوا د امریکا حکومت ته د ورکړیو شمېرو له مخې، له لسو کلونو کار وروسته چې تېر کال مسټر ډورسي ته د تنخا کوم لومړی چیک ور کړل شوی، هغه یوازې یو ډالر او څلوېښت سېنټه و.
۱،۴۰ ډالر سمبولیکه تنخا هم ده، ځکه ټوېټر کې د یو پیغام لپاره تر ډېرو ډېر ۱۴۰ توري پکار دي.
پر ۲۰۰۶ کال چې د ټوېټر د پیل وخت و د پیغام لپاره دا شمېر توري ټاکل شوي و، خو پر ۲۰۱۷ کال چې ځیرک تیلېفونونه ډېر شول، نو د تورو شمېر دوه برابره یا ۲۸۰ شو.
پیسې مهمې نه دي
فوربز مجله وايي، ۴۲ کلن ډورسي پنځه میلیارد ډالر شتمني لري.
د دې کمې تنخا په دې مانا نه ده چې د ښاغلي ډورسي مالي حالت ډېر خراب دی.
بلکې حقیقت دا دی چې "فوربز" مجله وايي، ښاغلی ډورسي له پنځو میلیارد ډالرو ډېره شتمني لرٍي او د عاید لویه سرچینه یې ټوېتر او "سکویر" کې ونډه ده.
ډورسي د سکویر له بنسټګرانو دی او دې وېبپاڼې سره د موبایل فون له لارې د پلور پیسې ور کول کېږي، په بله ژبه ویلی شو چې سکویر د موبایل له لارې د پیسو ور کولو اسانتیا برابره کړې ده.
د شمېرو له مخې هره میاشت ۳۰۰ میلیون کسان ټوېټر کاروي او د ۲۰۱۸ کال وروستیو دریو میاشتو کې دې کمپنۍ ۹۰۹ میلیون ډالر عاید درلود.
دې کمپنۍ یوه بیان کې ویلي: "ټوېټر سره د خپل تړاو او پر هغه د دې باور له امله چې له اوږد مهال لپاره د پیسې ګټلو وړتیا لري، زموږ مشر جیک ډورسي کې نه په ۲۰۱۵، ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ کې کوم بدلون راغی نه یې مراعت وغوښت، بلکې پر ۲۰۱۸ کال یې هم له یو ډالر څلوېښت سېنټو تنخا پرته له کپمنۍ کوم پور ونه غوښت."
د فیسبوک بنسټګر هم د کال یو ډالر تنخا لري.
خو د کلیفورنیا ایالت سلیکون کې د ټوېټر مشر یوازنی کاروباري شخص نه دی چې سمبولیکه تنخا لري.
د فیسبوک بنسټګر او مشر مارک زوکربرګ او د ګوګل مشر لیري پېج کلنۍ تنخا هم یو یو ډالر ده.
دا ډول د نړۍ د تر ټولو لوی شتمن او د امازون د بنسټګر جیف بیزوس کلنۍ تنخا هم ۸۱ زره ۸۴۰ ډالره ده او له ۱۹۹۸ کال راهیسې پکې کوم بدلون نه دی راغلی.
خو دا مطلب نه دی چې د کاروباري نړۍ د دې سترو سترو شخصیتونو ګوزاره یوازې په تنخا کېږي.
د ساري په ډول ښاغلی ډورسي ټوېتر کې دوه اعشاریه درې سلنه ونډې مالک دی او تېر کال چې کله هغه د خپل بل کار سکویر ۱،۷ میلیون ونډه وپلورله، نو اته سوه میلیون ډالر یا اته کروړه ډالر یې ګټه وکړه.
اوس هم نوموړی د سکویر د شپږ سوه میلیون شریکانو مالک دی او د کمپنۍ د یوې ونډې یا شریک بیه اوس ۷۵ ډالره ده.
سکویر کې یې هم سمبولیکه تنخا ۲،۷۵ ډالره ده او دا هندسه هم نوموړي د کپمنۍ له شمېرو اخیستې، ځکه د سکویر هر کاروونکي ته ۲،۷۵ سلنه مراعت کېږي.
سخت عادت
ښاغلی ډورسي د ټوېټر د دوه اعشاریه درې سلنه برخې څېښتن دی.
خو ښاغلی ډورسي او د نورو سترو کمپینو مشرانو ترمنځ شریک ټکی یوازې کمه تنخا ده، خو د جسماني او ذهني وړتیا ساتلو لپاره چې ډورسي څه کوي نور یې لږ کولی شي.
له "فېټنیس پوډ کاسټ" سره خبرو کې ښاغلی ډورسي وایي، د تندرستیا لپاره سهار وختي د مرغانو له چڼ چوڼ سره پاڅېږي، درې درې مینټه(دقیقې) یخو اوبه کې ډوبېږي او دې ډوبېدو ترمنځ د پنځلسو پنځلسو مینټو لپاره سونا (د ګرم بړاس خونه کې هم پاتېږي)، چې د تودوخي درجه یې ۱۰۴ سانتي ګراد درجې وي.
له دې وروسته د یوې ګړۍ لپاره مراقبه وي او دا هرڅه له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې کوي.
تېر کال برما کې له څه وخت تېرولو وروسته ښاغلي ډورسي د ذهني قومت د تمرکز (ماینډ فول نېس) د ګټو په هکله نوموړي څو ځله ټوېټ وکړ او د لارښوونو لنډیز یې په دې ډول دی:
برما کې د لسو ورځو تېرولو کې ملفون، یا کمپیوټر، لیکلو، بدني ورزش، موسیقي، نشه يي توکو، غوښې، له چا سره خبرو کولو او ان له چا سره سترګو نیولو هم پرهېز وي، هلته د مراقبې یا میډي ټېشن مینوالو لپاره دا هرڅه وړیا دي.
د یوې ګړۍ اوږده مرکه کې ښاغلی ډورسي دا هم وايي، چې ټوله ورځ کې یوازې ماښام د شپې شپږ نیمې بجې په مړه خېټه ډوډۍ خوري، چې تر ډېره پروتین او سلاته یا سلام لري او له هغه وروسته بیریا یا ډارک چاکلېټ خوري.
دی وایي، دا ورځني عادتونه ور سره دا مرسته کوي چې ټوله ورځ یې پام په خپل کار ور ټول وي او د همدې دود له مخې دفتر کې هغه کار اساني سره کار کوي، چې نور پکې له ذهني فشار سره مخ کېږي.