هستوي انرژي څومره پېژنئ؟

د انځور حقوق Getty Images

د سوله يیزې هستوي ټکنالوژۍ تر ټولو پېژندل شوې برخه د هستوي انرژۍ او یا هم د هستوي برېښنا تولید دی. هستوي انرژي د یورانیمو هستې له چاودنې څخه را منځته کېږي. د چاودنې دې تعامل ته هستوي انشقاق وايي.

د انشقاق په ترڅ کې را منځته شوې تودوخه په هستوي بټۍ کې اوبه تودوي او بیا دا اوبه د لوړې تودوخې له امله په بخار اوړي. دا بخار بیا د برېښنا توربین او توربین بیا پخپل وار سره د برېښنا تولیدوونکی یا جنراټور ګرځوي.

د تېلو او سکرو په مرسته مشهوره حرارتي برېښنا هم کټ مټ په همدې میکانیزم تولیدېږي، خو یوازینی توپیر یې دا دی چې هستوي بټۍ د اوبو تودولو او په بخار اړولو لپاره د هستوي انشقاق انرژي کاروي، خو حرارتي برېښنا بیا د اوبو تودولو او په بخار اړولو لپاره له تېلو او سکرو څخه کار اخلي.

د هستوي بټۍ امنیتي او مصؤونیتي تدابیر د حرارتي هغې په پرتله ځکه ډېر زیات دي چې هستوي بټۍ د پلوټونیمو په شان نور راډیواکټیف پاتې شوني لري او دا چاره چاپیریال او وګړو ته لوړ روغتیايي خطرونه را منځته کولای شي.

په فوکوشیما کې هیڅوک او په چرنوبیل کې د وړانګو له کبله یوازې ۳۱ کسان مړه شوي چې ۲۹ یې د اور وژنې کارکوونکي او یوازې دوه یې د بټۍ کارکووونکې ول. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په فوکوشیما کې هیڅوک او په چرنوبیل کې د وړانګو له کبله یوازې ۳۱ کسان مړه شوي چې ۲۹ یې د اور وژنې کارکوونکي او یوازې دوه یې د بټۍ کارکووونکې ول.

یورانیم په طبیعیت کې بېلابېل ډولونه یا بېلابېل ایزوټوپونه لري چې یوازې یورانیم ۲۳۵ یې د انشقاق او هستوي انرژۍ تولید وړتیا لري. په طبیعیت کې د ټولو شته یورانیمو له مینځه یوازې صفر اعشاره اووه سلنه یې یورانیم ۲۳۵ دي.

د دې لپاره چې یورانیم په هستوي بټیو کې د کارولو جوګه شي باید په یوه ځانګړې کتله کې د یورانیمو نورو ایزوټوپونو په لرې کولو سره د یورانیم ۲۳۵ سلنه تر ٪۴ پورې لوړه شي.

دې چارې ته د یوارنیمو بډاینه یا غني کول وايي چې پاتې شونو یورانیمو ته یې بیا فقیر شوي یورانیم ویل کېږي او ډېری وخت په وسلو کې د لوړ نفوذي خاصیت لرلو لپاره کارول کېږي.

د نړۍ ساینسي کورنۍ کې د برښنا تولید لپاره د هستوي ټکنالوژۍ کارونې په اړه لومړی ځل هغه وخت فکر پیدا شو چې د ایټالوي الاصله امریکايي فزیکپوه او کیمیاپوه انریکو فرمې محاسباتو په ۱۹۳۰ کې وښودله چې د نیوټرونونو په واسطه هستې چوول کېدای شي.

دا چاره په لابراتواري چوکاټ کې د منظم ریاضيکي فارمولونو محاسبې پرمټ وروسته اطریشي او الماني ساینسپوهانو هر یوه اتو هان، فریتز شتراسمن او لیزا مایتنر د ۱۹۳۸ کال ډیسمبر کې شونې کړه.

وروسته د دې نظریې بنسټ اېښودونکي انریکو فرمې په ۱۹۴۲ کې د شیکاګو پوهنتون فوټبال انګړ کې یوه وړه ازمېښتي هستوي بټۍ جوړه کړه او هلته یې د نړۍ لومړي کنټرول کېدونکي هستوي تعامل په رامینځ ته کولو سره د هستوي انرژۍ کارولو بنسټ کېښود.

هیروشیما د انځور حقوق Anadolu Agency/Getty Images
Image caption له هستوي انشقاق څخه د هیروشیما او ناګاساکي بمباریو غوندې حالاتو کې هم کار واخیستلای شو

له دې تجربې وروسته په ۱۹۵۱ کې د امریکا ایداهو ایالت کې لومړۍ ازمېښتي هستوي بټۍ جوړه شوه.

په ۱۹۵۴ کې د پخواني شوروي اتحاد په اوبنینسک ښار کې لمړۍ تجارتي هستوي بټۍ جوړه شوه او هستوي انرژۍ د اقصادي انقلاب ډګر کې خپل ځای ثابت کړ.

له هستوي انشقاق څخه د هیروشیما او ناګاساکي بمباریو غوندې حالاتو کې هم کار واخیستلای شو چې دې چارې ان تر نن پورې د هستوي انرژۍ په اړه د خلکو په زړونو او ذهنونو کې کرکه ساتلې ده.

دمګړۍ نژدې ۴۵۰ هستوي بټۍ د نړۍ ۱۱ سلنه برېښنا تولیدوي چې فرانسه په نړۍ کې تر ټولو زیاته، یعنی ٪۷۵ هستوي انرژي کاروي. همداراز آمریکا، چین او روسیه د هغو هیوادونو له ډلې دي چې خپله ډېره برېښنا له هستوي بټیو څخه ترلاسه کوي.

که څه هم د هستوي انرژۍ تولید په ترڅ کې چاپیریال ته مضر غازونه نه خپرېږي خو دمګړۍ په نړۍ کې ټولې شته هستوي بټۍ د هستوي انشقاق پر بنسټ کار کوي او دا چاره چاپیریال ته د لوړې کچې راډیو اکټیویتي خپروي.

هستوي اتحاد چې د هستوي انشقاق معکوس تعامل دی او د هایډروجن هستو په ډول سپکو هستو یوځای کېدو له کبله را منځته کېږي، د هستوي انشقاق په پرتله خورا زیاته انرژي تولیدوي او چاپیریال ته مضر غازونه او راډیواکټیف پاتې شوني نه خپروي.

دا چاره د راتلونکي نسل لپاره د انرژۍ یوازینۍ پاکه سرچینه بلل کېږي.

په نړۍ کې خورا ډېر څېړنیز مرکزو پدې لګیا دي تر څو د کنټرول وړ هستوي اتحاد را منځته او د هستوي اتحاد پر مټ هستوي انرژي تولید کړي. اوسمهال دا تعامل او دا انرژي یوازې په لمر کې رامنځته او تولیدېږي.

که څه هم د لنډې مودې لپاره په ځینو څېړنیزو مرکزونو کې هستوي اتحاد رامنځته شوی خو په کنټرول شوي او متداوم ډول یې را منځته کول تر اوسه ډېر ستونزمن ښکاري.

که څه هم هستوي برېښنا پخپله ارزانه تولیدېدای شي خو په دې ټکنالوژۍ کې ډېر لګښت په مصؤونیت او امنیت لګېږي.

په بټیو کې له هستوي او کیمیاوي چاودنو نیولې بیا له وړانګو څخه د ځان او چاپیریال ساتنې تدابیرو پورې ټول هغه څه دي چې د هستوي بټیو فعالیت په اړه په عامو وګړو او تخصصي کړیو کې خورا ډېرې پوښتنې را پورته کوي.

د ۱۹۸۶ اپرېل پر ۲۵مه د اوکراین چرنوبیل او د ۲۰۱۱ مارچ په ۱۱مه د جاپان فوکوشیما هستوي بټیو کې چاودنو او په ترڅ کي یې چاپیریال ته د راډیواکټیف وړانګو خپراوي دا پوښتنې او اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.

خو د پورتنیو دواړو حادثو له ډلې په فوکوشیما کې هیڅوک او په چرنوبیل کې د وړانګو له کبله یوازې ۳۱ کسان مړه شوي چې ۲۹ یې د اور وژنې کارکوونکي او یوازې دوه یې د بټۍ کارکووونکې ول.

که څه هم هستوي برېښنا پخپله ارزانه تولیدېدای شي خو په دې ټکنالوژۍ کې ډېر لګښت په مصؤونیت او امنیت لګېږي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption که څه هم هستوي برېښنا پخپله ارزانه تولیدېدای شي خو په دې ټکنالوژۍ کې ډېر لګښت په مصؤونیت او امنیت لګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې د هند بهوپال په یوه کیمیاوي فابریکه کې د ۱۹۸۴ ډسمبر ۲ یمه باندې د یوې چاودنې له کبله کابو ۱۶۰۰۰ کسان مړه شوي. پورتنۍ ځغلنده پرتلې ته په کتو سره که چېرې هستوي پېښې له نورو هغو سره پرتله شي نو دا جوته کېږي چې هستوي ټکنالوژي اوس هم تر ټولو نورو هغو مصؤونه، پاکه، ارزانه او اغېزمنه ده.

د هستوي انرژي په اړه دمګړۍ د ټولو ښېګڼو تر څنګ یوه پوښتنه ناحل شوې پاتې ده، او هغه دا ده چې له راډیو اکټیف پاتې شونو سره چې زرګونه کلونه نور به هم راډیو اکټیف وي څه باید وشي.

د انشقاق پر بنسټ د رامنځته کېدونکې هستوي انرژۍ په برخه کې ساینسي څېړنې اوس په همدې متمرکزې دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ډاکټر محمد تنها په هستوي او وړانګو فزیک کې له جرمني نه دکتورا اخیستې او اوس هملته په مګدیبورګ پوهنتون کې استاد دی. نوموړي دغه لیکنه د چرنوبیل هستوي چاودنې ۳۳ تلین په مناسبت بي بي سي ته کړې.