له سبو چمتو شوې غوښه به د اصلي غوښې ځای ونیسي؟

خواړه د انځور حقوق Getty Images

د چاپيريال په اړه اندېښنې او ورسره تړلي روغتيايي فکتورنو او اغېز يې د دې سبب شوی چې انسانان په خپلو ورځنيو خوړو کې د غوښې او د نورو حيواني توليداتو او محصولاتو پر ځاى سبو ته مخه کړي.

د دې لپاره چې په سبو يا تر کارۍ د غوښې مينه ماته شوې وي، اوس ماهرین له سبو څخه جوړه غوښه اصلي غوښې ته په ورته بڼه چمتو کوي.

ماهرین وايي، دا د غوښي بوي لري، د غوښې په څېر سور رنګ لري او ان خوند یې هم د غوښې غوندې دی. دغه راز خوراکي توليدات بازارته وړاندې شوي دي او ساینس پوهان هڅه کوي چې دغه مواد په لاربراتوارونو کې هم توليد کړي.

د دغې غوښې لومړې ډول يې له بوټو جوړه شوې چې دا ډول له وړاندې په رستورانونو او پلورنځیو کې شته.

د اش په هکله لس جالبې خبرې

"د يوې کڅوړې ډېر کارول خواړه زهرجنوي"

رپوټونو کې ویل شوي، د دې تولیداتو مخ پر ودې بازار ارزښت څلور اعشاريه شپږ ميليارده ډالرو ته رسېږي.

تېره اونۍ د يوه امريکايي شرکت 'Beyond Meat ' يا له غوښې هاخوا شرکت ارزښت درې اعشاريه اته ميلياردو ډالرو ته ورسېد.

له بوټیو جوړه غوښه په داسې توګه چمتو شوې چې اصلي غوښې ته خورا زياته ورته ده او کله چې خوړل کېږي له اصلي غوښې سره یې توپير نه شي کېدای.

دغه غوښه د غنمو، پټاټو او نخودو په ګډون د ځینې بوټیو او دانو له پروټیني برخو چمتو کېږي. دویم ډول مصنوعي غوښه چې د پاکې غوښې يا کلچر غوښې په نامه ياديږي، د حيواناتو له بنسټيزو ژوڼکو يا حجرو څخه جوړيږي.

د انځور حقوق IMPOSSIBLE FOODS
Image caption یوه امریکايي شرکت هیم ته د بوټې بڼه ورکړې چې غوښې ته رنګ خوند ورکوي

دغو ژوڼکو ته په لاربراتوار کې وده ورکول کېږي او د توليد پروسه يې هغې ساینسې پروسې ته ورته ده چې د ټیشوز او نورو غړو په توليد کې ورنه کار اخېستل کېږي.

د دغه ډول تولید لپاره د بنسټیزو ژوڼکو استعمال اجازه تر لاسه کول یوه ننګونه بلل کېږي.

ماهرین وايي، که د خوړو خوندیتوب ادارې اجازه ورکړي، ښايي راتلونکو دوو کلونو کې دغسې غوښه د اروپا بازارونو ته وړاندې شي، خو د امریکا په متحدو اېالاتونو کې ښايي دغه پروسه يو څه زيات وخت واخلي.