سپین بامونه ریښتیا هم تودوخه کموي؟

  • 5 جون 2019 - 15 غبرګولی 1398
یونان د انځور حقوق Getty Images

باور دا دی چې د بامونو سپین رنګ د لمر وړانګې واپس کوي او د تودوخې درجه کموي.

خو دا خبره ریښتیا ده او بد اغېز خو نه لري؟

د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي باکي مون هم بي بي سي سره خبرو کې وايي چې دا بامونه ۳۰ سانتي ګراد درجې تودوخه کموي او د کور د ننه تودوخه هم تر اوو سانتي ګراد درجو کموي.

خو د نوموړي دا خبرې کومه څېړنه ده که څنګه؟

بانکي مون د هند د ګوجرات ایالت احمد اباد ښار کې یوې پروژې ته وینا کې هم دا خبره کړې چې پکې تودوخه ۵۰ سانتي ګراد درجې ده.

پر ۲۰۱۷ کال هغه ښار کې تر درې زرو د ډېرو کورونو چتونه ځانګړي رنګ سره سپین شول.

دا چت له لمر پیدا شوې ګرمي کموي چې ودانۍ ته لږ تر لږه ګرمي لاړه شي.

امریکا کې د طبیعي وسایلو د بچولو ادارې غړې انجلي جیسوال د احمد اباد پروژه کتلې او وايي: دا چاره د کور د ننه تودوخه له دوو تر پنځو درجو کمولی شي.

د نوموړې خبره د بانکي مون تر اټکل کمه خو بیا هم مهمه ده.

د احمد اباد دې پروژه کې د بام یا چت د یخولو لپاره داسې جالۍ هم کارېږي چې د کور د ننه تودوخه د بهر پرتله دوه درجې کموي.

* د ځمکې تودوخه وروستي برید ته رسېدونکې ده

* "اقليمي بدلون او تودوخه د حشراتو ودې ته ګواښ پېښوي"

د ګوجرات دې پروژه کې د ۳۰ سانتي ګراد تودوخې کمولو ځواب نشته، خو دامریکا کلیفورنیا کې برکلي لیبارټري دا ډول نتیجه ترلاسه کړې ده.

د دوی څېړنه وايي چې سپین بام سره تر اتیا سلنه وړانګې واپس کېږي او د ګرمۍ سختو ورځو کې دا ډول چتونه تر ۳۱ سانتي ګراد درجو تودوخه کمولی شي.

د انځور حقوق Getty Images

خو د کلیفورنیا حالت تر هند توپیر لري، مګر بیا یې هم پایله ښه ده، خو نورو ښارونو کې ولې چتونه نه سپینېږي.

هند نوی نه دی، له پېړیو راهیسې اروپا او شمالي افریقا کې سپین چتونه او دېوالونه لیدل کېږي.

* اسټرالیا کې د تودوخې درجې ریکارډ مات کړ

* هغه هېوادونه چې له اندازې ډېر ګرم شوي

دا مهال د نیویارک ښار د ۱۰ میلیون مربع فوټه چتونه هم سپین شوي دي.

دا ډول چتونو سره ستاسو د برېښنا بېل هم ۴۰ سلنه کمېږي.

لږ لګښت او چت

د انځور حقوق Getty Images

بهوپال کې د تجربې له مخې دا ډول ودانۍ چې لږ جګې وي د لمر د وړانګو منعکسوونکی رنګ په ډېره ګرمي کې ۳۰۳ کیلو واټه انرژي هم بچولی شي.

د یوې شمېرې له مخې که د چت یخوونکی رنګ نړۍ کې وکارول شي په نړیواله کچه به د کاربن اخراج ور سره کم شي.

د برکلي لیبارټرۍ په خبره، د لمر وړانګو واپسوونکی کانکرېټي چت ۲۴ ګیګا ټن پورې کاربن ډای اکسایډ یخولی شي او دا په دې مانا ده چې د شلو کلونو لپاره ۳۰۰ میلیون ګاډي له سړکونو و اېستل شي.

دا طریقه لږ لګښت لري، خو د غریبو هېوادونو لپاره غوره انتخاب دی.

جیسوال وايي، د لمر وړانګو واپسوونکي رنګ یا د چت یخوونکې جالۍ پردې پرتله چینه یا اهک خورا ارځان دی.

بد اغېز

د انځور حقوق Getty Images

جیسوال وايي، دا طریقه منفي اغېزې هم لري.

کومو ښارونو کې چې ډېر یخ وي، یخ موسم کې د چت ګرمولو اړتیا وي، خو دې کار سره پر بام فشار راځي او طبیعي خطره پېښوي.

د نوي ډېلي اړوند اداره وايي، دلته ځینې خلک په دې وجه هم د سپین چت خلاف دي چې بیا بامونه د نورو چارو لپاره نشي کارولی.