څېړنه: د مېوې جوس هم د سرطان خطر ډېروي

څښاک د انځور حقوق Getty Images

فرانسوي ساینسپوهان وايي، ګازي، خواږه څښاک او ان د مېوې اوبه هم د سرطان خطر ډېرولای شي. د ماهرینو له یوې پنځه کلنې سروې وروسته چې نژدې سل زره کسان پکې شامل وو، پایلې د برتانیا طبي ژورنال کې خپرې شوې دي.

ماهرین ګومان کوي لامل یې په وینه کې د شکرې کچه کېدای شي. بل لور ته ماهرین د دغې سروې پایلې نهايي نه بولي او د لا نور تحقیق سپارښتنه کوي.

ماهرین په دغه ډول څښاک کې هغه ټول ډولونه شامل بولي چې د شکرې کچه پکې له پنځه سلنې ډېره وي. دوی د میوې اوبه ( که بوره هم پکې شامله نه وي) ګازي څښاک، له شیدو چمتو شوي خواږه څښاک، انرژي څښاک او یا چای یا قهوه هم دې کې شمېري چې خواږه پکې شامل وي.

ماهرین وايي، د دوی څېړنه ښيي چې هره ورځ د شکر لرونکي څښاک ۱۰۰ ملي لیټره اضافي څښاک یا په اونۍ کې دوې ډبې؟؟؟ د سرطان خطر ۱۸ سلنه زیاتوي. په څېړنه کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو ۲۲ سرطانونه لیدل شوي دي.

څېړونکي وايي، که دغه ټول کسان هره ورځ ۱۰۰ ملي لیټره اضافي خواږه څښاک وڅښي پایله کې به یې د سرطان څلور نور ناروغان ډېر شي چې ۱۰۰۰ کسانو کې به یې شمېر ۲۶ کسانو ته ورسېږي.

د سروې پایله کې د سرطان معلومو ۲۱۹۳ ناروغانو کې ۶۹۳ د تیونو سرطان، ۲۹۱ پروستات او ۱۶۶ د کولوریکټل یا لویې کولمې سرطان ناروغان وو.

بل لور ته څېړونکي وايي، سروې داسې طرح شوې وه چې په ډیټا کې بېلګې لیدلای شي، خو تشریح کولای یې نه شي. د ټیسیډي پوهنتون ډاکټره امیلیا لاک په دې اړه وايي: داسې حال کې چې دغه څېړنه د سرطان او شکرې تر منځ د تړاو نهايي ثبوت نه وړاندې کوي، خو په ټول کې دا ښيي چې زموږ خوراک، څښاک کې د شکرې استعمال کچې کمول خورا مهم دي.

د انځور حقوق Getty Images

چاغښت د ځینې سرطانونو له مهمو لاملونو یو بلل کېږي او ماهرین وايي خواږه څښاک د وزن ډېرېدو له لویو سببونو یو کېدای شي.

خو دې سره هم نوې څېړنه ښيي چې دا ټوله کیسه نه ده، بلکې د سوربوني پاریس سټي پوهنتون څېړونکو ډله چې دغه سروې یې کړې د نورو پراخو څېړنو سپارښتنه کوي، چې په وینا یې ورسره به اوسنۍ موندنې کره شي.

اړونده مطالب