'یو ټیوب د هوارې ځمکې له باور سره مرسته کوي'

Image caption ساینسپوهان وايي، د ګڼو کنسپرسي تهیوریو یا ګوماني مفکورو له ډلې هغه یوه ډېره منل کېږي چې ګواکې ځمکه هواره ده

یوه څېړنه ښيي، ویډیويي وېبپاڼه یو ټیوب د هغو خلکو له باور سره مرسته کوي چې ګومان کوي ځمکه هواره ده. څېړنه کې د 'هوارې ځمکې ' په نامه کنفرانسونو کې له ګډونوالو پوښتنې شوې او پایله ښيي چې ډېر اغېز پکې د دغې موضوع په تړاو لیدل شویو ویډیويي کلیپونو درلود.

دغه ډول ویډیويي کلیپونه د هغو نورو پرتله بریالي بلل شوي چې د ځمکې کرې ګرديوالي په تړاو ثبوتونه وړاندې کوي.

ساینس پوهان وایي سپوږمۍ له ځمکې جوړه شوې ده

له ۷۰ کلونو وروسته سپوږمې بیا ځمکې ته ډېره نږدې کېږي

د دغې څېړنې تر سره کوونکي وايي، یوټیوب باید د دغه ډول ویډیويي کلیپونو تر څنګ خپلو لیدونکو ته د کره معلوماتو وړاندې کول باوري کړي.

د ټکساس تکنالوژۍ پوهنتون پروفیسرې اشلې لنډروم ګارډین ته ویلي:

''یو ټیوب ډېر ګټور معلومات لري، خو د دې تر څنګ ناسم معلومات هم وړاندې کوي. ''

نوموړې زیاتوې هغه عددونه یا شمېرې چې د پاڼې لیدونکو د خوښې وړ موضوعاتو په تړاو وړاندې کېږي، په اسانۍ سره خلک سر بداله کوي:

''دا باور دلودل چې ځمکه هواره ده، په خپل ځای زیانمنونکی نه دی، خو له دې سره پر ادارو بې باوري مله ده. ''

څېړنه په دوو کنفرانسونو کې له ۳۰ کسانو سره له مرکو وروسته چمتو شوې ده. پوښتنو کې دا هم معلومه شوه، چې یو ټیوب د کنفرانس ګډونوالو ته له غونډې وروسته په کور کې د 'کانسپرسي تهیوري ' یا سازش مفکورې په تړاو د نورو ویډیوګانو لیدو وړاندیز کړی.

ځینې کسان وايي، دوی دغه ویډیوګانې د دې لپاره کتلې چې نیمګړتیاوې یې په ګوته کړي، خو په خبره یې دلیلونه یې ګټونکي محسوس کړل.

د پروفیسرې لنډروم د څېړنې پایلې د تېرې اونۍ پای کې د ساینسي پرمختګ کلنۍ غونډې ته وړاندې شوې دي.

پروفیسره لنډروم وايي، اړتیا دا ده چې ساینسپوهان او د ساینسي پرمختګ پلویان خپله داسې یو ټیوب ویډیوګانې خپرې کړې چې د 'هوارې ځمکې ' باور لرونکو او سازشي مفکورو خپروونکو ځواب ووايي او بې اهمیته یې ثابت کړي.

نوموړې وايي:

''یوازینۍ وسیله چې موږ یې د ناسم معلومات خپرونکو سره د مبارزې لپاره لرو دا ده چې هڅه وکړو او پریمانه کره معلومات خپاره کړو. ''

اړونده مطالب